BBC
 شاته

تخار او زابل کې "۱۸ افغان سرتیري وژل" شوي

د تخار د پولیسو ویاند وویل چې له وسله والو طالبانو سره دې نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تخار د پولیسو ویاند وویل چې له وسله والو طالبانو سره دې نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ

د افغانستان شمال ختیځ ته له تخار رپوټونه وايي، چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې تېره شپه د امنیتي سرتیرو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۱۲ افغان سرتیري وژل شوي دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وویل، وسله والو طالبانو د شپې لس بجې د خواجه غار د سرپرست قومندان پر کور برید کړی وو، چې په پایله کې ۱۲ امنیتي سرتیري او یو ولسي وګړی وژل شوی او شپږ نور بیا ټپیان دي.

ښاغلي اسیر زیاته کړه چې له وسله والو طالبانو سره دې نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ او بریدگرو ته هم په کې مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېر ونه ښود.

د انځور حقوق TAKHARMEDIAOFFICE

د هغه په خبره، د پېښې ځای ته د مرستندویه ځواکونو په رسېدلو سره د طالبانو برید په شا وتمبول شو.

خو بل خوا د خواجه غار ولسوالۍ یوه سیمه ییزه سرچینه وايي، دې نښته کې د سیمه ییزو پولیسو او پولیسو په ګډون ۱۶ سرتیري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي او زیاتوي، چې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ د ښار پر یو شمېر برخو ولکه هم ټینګه کړې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دې وروستیو کې په تخار، بدخشان او ورڅېرمه ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

راپورونه وايي، د بدخشان ولایت یمګان ولسوالي د مارچ پر ۲۸مه بیا د طالبانو لاس ته ورولوېده، څنګ ته په جرم کې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د ځینو پوستو خبر ورکړل شوی دی.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې شپږ سرتیري یې وژلي دي.

د دفاع وزارت اعلامیه کاږي چې په دې برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د انځور حقوق AFP
Image caption مجاهد بي بي سي ته وویل چې د دې ولایت په ارغنداب کې یوه سرتیري خپل پر ملګرو د توپک شپېلۍ ور اړولې او خپل ګڼ ملګري یې وژلي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې د دې ولایت په ارغنداب کې یوه سرتیري خپل پر ملګرو د توپک شپېلۍ ور اړولې او خپل ګڼ ملګري یې وژلي دي او دده پر ټکو سرتیری هم لا درکه دی.

دا جګړه داسې مهال کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون ویلي و، د حکومت د لومړي تماس ګروپ د یکشنبې پر ورځ د طالبانو له یوې تخنیکي ډلې سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي. دا درېیم ځل دی چې دواړه لوري د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي.

د ملي امنیت شورا خبرپاڼه کې راغلي و، چې طالبان به د نړیوال سره صلیب په ملاتړ خپل ټیم کابل ته لېږي او افغان حکومت به یې په باګرام کې کوربتوب وکړي، تر څو د زندانیانو پر خلاصون کار ته دوام ورکړي.