BBC
 شاته

امریکا کې له کورونا وېروس د مړو شمېر ۲۴۸۹ ته ورسېد

د انځور حقوق Getty Images

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا کې د یکشنبې تر ماښام د کورونا له امله ۲۴۸۹ کسان مړه شوي او ۴۷۶۷ کسان ترې روغ شوي دي.

د امریکا له نیویارک ایالت رپوټونه وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې په دغه ښار کې د کورونا وېروس له امله ۲۳۷ کسان مړه شوي او دې سره دغه ایالت کې د مړه شویو شمېر ۹۶۵ ته ورسېد.

د نیویارک والي اینډریو کومو وايي، یوه ورځ کې په دغه ایالت کې ۷۱۹۵ کسان نوي په کورونا اخته شوي دي.

نیویارک په امریکا کې د کورونا د خپرېدو مرکز دی او د امریکا پنځوس سلنه کورونا وهلي په دغه یاالت کې دي.

نیویارک د امریکا د ټولو ایالتونو د ۴۰ سلنه مړینه جوړوي چې له کورونا پېښه شوې ده.

امریکا کې یو لک څلوېښت زره کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

دې شمېر ته په پام اوس تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په کورونا اخته شوي دي.

نړۍ کې ۱۵۱ زره کسان هم له دې وېروس جوړ شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ د کورونا سره د مبارزې لپاره محدودیت تر اپرېل ۳۰ وغځاوه.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کورونا ویروس د نه خپرېدو لپاره په دغه هېواد کې محدودیتونه د اپرېل تر اولې وغځول.

ولسمشر پخوا ویل چې د اپرېل پر نهمه د ایسټر اختر تر ورځې به دا محدودیت وي، خو اوس یې خپله پرېکړه بدله کړې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ وویل، کارپوهانو ورته ویلي چې راتلونکو دوو اونیو کې به د کورونا له امله د مړو شمېر ډېر زیات شي، خو له هغه وروسته تمه ده چې دا مړي او ناروغان کم شي.

له بلې خوا د امریکا د کورونا ضد ادارې مشر وايي، ممکن نږدې یو لک کسان امریکا کې د کورونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ور کړي.

ډاکټر انټوني فایوچي دا هم ویلي، ممکن تر دوو لکو کسان دغه هېواد کې له کورونا مړه شي.

هغه له سي اېن اېن سره خبرو کې زیاته کړه، په امریکا کې به په میلیونونو کسان په کورونا اخته شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیویارک په امریکا کې د کورونا وېروس د خپرېدو په مرکز بدل شوی دی.

په دا مهال د امریکا د ډېرو ایالتونو او ښارونو چارواکي له دې وېروس سره د مقابلې لپاره د مهمو طبي وسیلو د کمښت خبره کوي.

د نیویارک ښاروال ویلي چې د مصنوعي تنفس د الو په ګډون له کورونا سره د مقابلې مهم طبي وسایل تر یوې اونۍ ختمېږي.

بېل ډي بلازیو دا هم ویلي، چې د دې ښار وضعیت "د جګړې د وخت" په څېر دی.

د یکشنبې تر مازیګر ۳۳ زره اته سوه کسان په نړۍ کې د کورونا له امله مړه شوي او تر اوو لکو او شل زرو کسان پرې اخته شوي دي.

نړۍ کې تراوسه په کورونا ۷ لکه ۲۲ زره ۲۸۹ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د انځور حقوق Huw Evans picture agency

امریکا کې ۱۴۲۱۰۶ له کورونا اغېزمن او ۴۷۶۷ ترې جوړ شوي

ایټالیا ۹۷۶۸۹ له کورونا اغېزمن او ۱۳۰۳۰ ترې رغېدلي

چین ۸۲۱۲۲ له کورونا اغېزمن او ۷۵۵۸۳ ترې رغېدلي

اسپانیا ۸۰۱۱۰ له کورونا اغېزمن او ۱۴۷۰۹ ترې رغېدلي

جرمني۶۲۰۹۵ له کورونا اغېزمن او ۹۲۱۱ ترې رغېدلي

فرانس ۴۰۷۲۳ له کورونا اغېزمن او ۷۲۲۶ ترې رغېدلي

ایران ۳۸۳۰۹ له کورونا اغېزمن او ۱۲۳۹۱ ترې رغېدلي

برتانیا ۱۹۷۸۴ له کورونا اغېزمن او ۱۵۱ ترې رغېدلي

سویزرلنډ ۱۴۸۲۹ له کورونا اغېزمن او ۱۵۹۵ ترې رغېدلي

نیدرلنډ ۱۰۹۳۰ له کورونا اغېزمن او ۲۵۲ ترې رغېدلي