BBC
 شاته

سیاف: د حکومت مرکچي پلاوي سره مخالفت د سولې بهیر ته زیان رسولی شي

سیاف د انځور حقوق Sayaf Facebook
Image caption ښاغلی سیاف وایي، د حکومت لخواو ټاکل شوی مرکچي پلاوی د ټول افغانستان استازیتوب کوي

د افغانستان پخواني جهادي‌ مشر عبد رب الرسول سیاف له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت لخوا د اعلان شوي‌ پلاوي ملاتړ کړی او ویلي یې دي،‌ له دې پلاوي سره هر ډول مخالفت د سولې بهیر ته زیان رسولی شي.

نوموړي یکشنبه په یوه ویډیویي پیغام کې ټینګار وکړ چې په دې پلاوي کې د ټولنې د ګڼو برخو استازي شامل دي او د ټول افغانستان استازیتوب کولی شي.‌

ښاغلي سیاف همدا راز د حکومت پر مرکچي پلاوي‌ غږ وکړ چې یو موټی او په یوه خوله له طالبانو سره خبرو ته کېني، او باید غړي یې جلا دریځونه ونلري.‌

نوموړي وویل، افغانستان یو ملت دی، قضیه هم یوه قضیه ده او د هېواد راتلونکی هم ګډ دی،‌ نو ځکه باید خبرو ته هم یو متحد پلاوی ولاړ شي.‌

د افغانستان یو شمېر سیاستوالو نیوکه کړې ده چې د حکومت پلاوي په جوړښت کې له دوی سره مشوره نه ده شوې.

خو پخوانی جهادي‌ مشر سیاف وایي، هر هغه پلاوی چې طالبانو سره خبرو کې د افغانانو دریځ وړاندې کړي او د افغانستان د ملي ګټو دفاع وکړي، د ټول افغانستان پلاوی دی.

د انځور حقوق Sayaf Facebook
Image caption ښاغلي سیاف یکشنبه د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره کتلي

نوموړی وایي، په دې برخه کې د نظر اختلاف او موضوع پېچلې کول بین الافغاني مذاکراتو او د سولې بهیر ته زیات رسولی شي.‌

ښاغلی سیاف په داسې وخت کې د افغان حکومت مرکچي‌ پلاوي ملاتړ کوي‌ چې د یکشنبې پر ورځ یې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي‌ چې دې کتنه کې یې له ښاغلي محب سره د هېواد پر روانو حالاتو بحث او مشورې کړې دي.‌

یاده دې وي چې وسله والو طالبانو هم د افغان حکومت پر مرکچي پلاوي نیوکړې کړې دي او وایي،‌ دا پلاوی د ټول افغانستان استازیتوب نه کوي.

خو افغان حکومت یې د یکشنبې پر ورځ په ځواب کې وویل، طالبان دې نور پلمې نه لټوي او ګام دې واخلي.‌

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر یکشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، حکومت د طالب پلاوي په اړه کومه نیوکه نه ده کړې،‌ نو طالبان هم حق نه لري چې د حکومت پلاوي سره مخالف وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، طالبان د حکومت پر مرکچي پلاوي د نیوکې حق نه لري

‌له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او همدا راز د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي‌ زلمي‌ خلیلزاد هم د افغان حکومت مرکچي پلاوي د اعلانېدو هرکلی کړی و.

افغان حکومت دوه ورخې وړاندې له طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړی، چې مشري به یې د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی کوي.

دې پلاوي کې پر پنځو مېرمنو سربېره د قومي مشرانو زامن هم شامل دي، لکه د عبدالرشيد دوستم رشيد زوی باتور دوستم، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی خالد نور د مطلب بېک زوی متين بېک د ملا نقيب الله زوی کليم الله نقيبي دي.