BBC
 شاته

کورونا وېروس: هرات کې ۲۲ تازه پېښې؛ ټوله نړۍ کې ۳۰ زره کسان وژل شوي

هرات د انځور حقوق Herat Public Health Department
Image caption هرات کې د کورونا وېروس ۲۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی دی چې په دې ولایت کې د کورونا وېروس ۲۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵ ته رسېدلی، چې ۱۰۶ یې یوازې هرات ولایت کې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا چارواکي وایي، د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ۶۸ مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې یې ۲۲ مثبتې را وختلې‌.

د دوی په وینا، دې کسانو کې ۱۳ نارینه او ۹ ښځې دي او ټول د هرات ولایت دي.

د نورې نړۍ حال:

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر اوس له ۳۰ زرو اوښتی دی. د یکشنبې پر ورځ د ټولې نړۍ په کچه اسپانیا کې د کورونا وېروس له کبله تر تولو ډېر، ۸۳۸ کسان وژل شوي دي.

په ټوله اسپانیا کې اوس نژدې ۸۰ زره کسان په کورونا وېروس اخته دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ایټالیا کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۵۶ کسان وژل شوي

‌په ایټالیا کې د یکشنبې پر ورځ د مړینو کچه یو څه راټیټه شوه، خو بیا هم ټولټال ۷۵۶ کسان وژل شوي دي. دې هېواد کې د جمعې پر ورځ ۹۰۰ کسان او د شنبې پر ورځ ۸۸۹ کسان وژل شوي وو.

په ټوله ایټالیا کې تر دې دمه ۱۱ زره کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي،‌ چې اوس د نړۍ په کچه په یوه هېواد کې د وژل شویو کسانو تر ټولو ډېر شمېر دی.

په ایټالیا کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر سل زرو ته نژدې شوی دی.‌

امریکا کې هم وضعیت ترینګلی دی او چارواکي وایي،‌ له یو لکو تر دوه لکو کسانو د مړینې امکان شته.‌ تر دې دمه په ټوله امریکا کې څه باندې ۱۲۵ زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي.

فرانسه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۲ او بریتانیا کې ۲۰۹ کسان وژل شوي دي.