BBC
 شاته

طالبان د یمګان ولسوالۍ د نیولو دعوه کوي

بدخشان

د افغانستان شمال ختیځ ته په بدخشان کې وسلوال طالبان وايي، چې د دغه ولایت یمګان ولسوالي یې نن د شنبې په ورځ( د مارچ ۲۸) نیولې ده، خو په دغه ولایت کې ځايي چارواکي د دې ډلې دا ادعا ردوي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې ولسوالي د حکومت لاس کې ده، خو زیاته یې کړه چې د ولسوالۍ شاوخوا جګړه روانه ده.

خو ځینې کره ناحکومتي سرچینو هم بي بي سي ته تایید کړه چې یمګان د سهار یوولس بجې د طالبانو لاسته ورغله او افغان ځواکونو د کران او منجان په لور شاتګ کړی دی.

یمګان ولسوالي له جرم ولسوالۍ سره هم ګاونډ کې پرته ده.

وسلوالو طالبانو دا هم ویلي چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې یې هم د افغان پوځ پر پوستو برید کړی، ۲۰ سرتېري یې وژلي او اویا نور یې له ځان سره بوولي دي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري هم مني چې طالبانو په جرم کې د افغان پوځ پر پوستو برید کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې، خو کره شمېر یې نه ښيي.

نوموړی دا هم وايي، چې افغان سرتېرو دغه ولسوالۍ کې له څلورو پوستو شاتګ کړی دی او اوس مرستندوی ځواکونه ور رسېدلي دي.

افغان حکومت د تېر سپټمر پر ۹ له څلورو کلونو وروسته د بدخشان یمګان ولسوالي له طالبانو ونیوله.

د دې ولسوالۍ تر نیولو دوه ورځې وروسته افغان ځواکونو د بدخشان کران و منجان ولسوالۍ هم له طالبانو بېرته ونیوله.