BBC
 شاته

ښځې ولې تر نارینه وو ډېر عمر لري؟

کیلکولیٹر

تازه څېړنه کې ویل شوي چې د یو ډول ځنګلي تي لرونکي نرانو پرتله د دې ژوو د ښځینه ځناورو منځنی عمر اتلس نیم سلنه ډېر وي. دا سړیو او ښځو کې د عمر له توپیر ډېر زیات دی چې اته سلنه دی.

سایسنپوهان وايي، ځناورو کې د عمر توپیر د جنس د ځانګړنو او ځايي چاپېریال له امله وي.

هره انساني ابادي کې ښځې تر نارینه وو ډېر عمر کوي، په داسې ډول چې د ۱۱۰ کلونو په منګ هرو لسو کسانو کې نهه مېرمنې وي.

څېړونکي وايي، له ۱۸ پېړۍ مخکې چې اول ځل د زېږون سم ریکارډ پیل شو، نو د ښځو او سړیو په عمرونو کې توپیر هم له هغه راهیسې شته.

* د اوږد عمر راز چېرته دی؟

* که اوږد عمر غواړئ، زیاته میوه او سابه وخورئ!

د ځنګلي ځناورو په هکله ډېره اندازه شمېرې نشته، خو بیا هم اټکل کېږی چې هلته هم ورته خبره ده.

اوس یوې نړیوالې څېړنډلې د ځناورو پر ۱۰۱ ډولونو کې د عمر د توپیر مالومولو څېړنه کړې ده.

ساینسپوهانو ته مالومه شوې چې دې تجربه کې د شاملو۶۰ سلنه ځناورو کې ښځې تر نرانو ډېر عمر کوي او دا عمر تر نر په منځني ډول ۱۸،۶ سلنه ډېر دی.

د انځور حقوق Getty Images

د فرانسې د لېون پوهنتون یو څېړونکی او د دې څېړونې وتلی لیکوال ډاکټر ژان فرانسوا لیمیتر وايي، چې د ځناورو په نر او ښځه کې د عمر توپیر د چاپېریال او د دوی جنس کې د جنیټیک توپیر له امله دی.

دی د ښکرورو مېږو مثال ور کوي چې له څېړونکو سره یې د نسل اړوند ښې شمېر او شواهد شته.

د هغه په خبره، عمر کې توپیر د نر او ښځې د جنین ترمنځ توپیر دی او بل دا چې نر تر ښځې ځانګړو چارو کې ډېره انرژي مصرفوي او بل د ځايي چاپېریال له امله ده.

* په نړۍ کې ډېر خلک له څه مري؟

* ولې ښځې تر سړیو ډېر ژوند کوي؟

خو تر نر د ښځې د عمر زیاتېدو له مخې دا نه ویل کېږي چې د عمر ډېرېدو سره د نر د مړینې امکان ډېر وي.

دا ټیک ده چې د نرانو د مړینې شمېر ډېر وي، خو دواړو جنسونو کې د عمر ډېرېدو سره سره د مرګ اندازه هم یو شان ده.

اوسنۍ څېړنه وايي، چې دې برخه کې د نر او ښځې ترمنځ جنیټیک توپیر مهم رول لري.

د انځور حقوق Getty Images

انسانانو کې هم د نارینه وو او ښځو ژونکو کې مختلفو کروموزوم شته. ښځو کې دوه اکېس کروموزوم دي، خو نارینه اېکس او یو وای کروموزوم لري.

نظریه دا ده چې ښځو کې اضافي اېکس کروموزوم د خطرناکو بدلونونو په مخ کې د خوندیتوب رول لوبوي او دا تیوري د ځناورو لپاره هم ټيک ده.

ډاکټر ژان فرانسوا لیمیتر وايي، چې د عمر د توپیر په هکله دواړه لاملونه سم دي.

دی زیاتوي: دا ښکاروي چې د اېکس اېکس یا اېکس وای کروموزوم جوړښت سره ښځه ډېر عمر کوي، ځکه ویلی شو چې پر جنس د کروموزوم اغېز وي.

نوموړی دا هم وايي، چې د څېړنې له مخې یې د نر او ښځې عمر کې دا توپیر په مختلفو نسلونو کې فرق کوي او د دې مسلې د پېژندلو لپاره پر نورو عواملو هم غور پکار دی.

دا څېړنه نېشنل اکېډمي اف ساینسز کې خپره شوې ده.