BBC
 شاته

نیویارک ټایمز: پنټګان عراق کې د کتایب حزب الله د له منځه وړلو پلان جوړوي

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په ځانګړي رپوټ کې وايي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان په عراق کې د ایران ملاتړې شیعه وسلوالې ډلې کتایب حزب الله د له منځه وړلو پر پوځي طرحه کار کوي، خو د امریکا د پوځ یو مهم قومندان د دې طرحې پر لوجسټیک خنډونو سربېره له ایران سره د پراخې پوځي نښتې د احتمال خبرداری هم ور کوي.

دا ورځپاڼه د څو ولسي او پوځي چارواکو له خولې رپوټوي چې سپینه ماڼۍ کې د مارچ پر ۱۹ په یوه غونډه کې ډونلډ ټرمپ د دا ډول عملیاتو لپاره اجازه صادره نه کړه، خو پنټګان ته یې اجازه ور کړه چې د داسې عملیاتو لپاره نخچه جوړه کړي.

خو نیویارک ټایمز زیاتوي، په عراق کې د امریکايي ځواکونو قومندان رابرټ پي. رایټ چې کله دا ډول عملیاتو ته د نخچې جوړولو امر ترلاسه کړ، نو تېره اونۍ یې یوه لیک کې واشنګټن ته خبرداری ور کړ چې دا پلان ممکن له ایران سره د بشپړې جګړې سبب شي او همدارنګه د لوجسټیک له مخې امریکا د همدې موخې لپاره عراق ته باید څو زره نور سرتېري واستوي.

پر دې سربېره جنرال رایټ دا هم ویلي چې دا عملیات په عراق کې د پاتې امریکايي ځواکونو له دندې سره په ټکر کې دي چې د داعش بشپړ له منځه وړلو او د عراقي ځواکونو د روزلد مسوولیت لري.

نیویارک ټایمز له دې مخکې یوه رپوټ کې ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت نوی سلاکار رابرټ اوبراین- چې د جان بولټن ځایناستی دی- په عراق کې پر امریکايي ځواکونو له وروستي برید وروسته- چې دوه امریکايي پوځیان هم پکې ووژل شول- په دغه هېواد کې د ایران او د هغه د ملاتړو ډلو پرضد د سخت او غلیمانه غبرګون ملاتړ کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption درې اونۍ مخکې عراق کې پر اډه د راکټي برید له امله دوه امریکايي پوځیان ووژل شو

خو د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز مارک مېلي په څېر کسان له ایران سره د جنګ د پېښېدو د امکان او همدارنګه له دا ډول عملیاتو سره د بغداد د مخالفت له امله اندېښمن دي.

خو بیا هم دفاع وزیر مارک اسپر د دې عملیاتو لپاره د نخشې او پلان جوړولو امر کړی دی.

نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو له خولې وايي، د پنټګان له امر سره د جنرال رایټ مخالفت پر دې مسله د ټرمپ په کابینه کې سخت اختلاف ښيي.

د پنټګان ویاند د نیویارک ټایمز د وروستي رپوټ په هکله وايي، عراق کې د امریکايي ځواکونو اصلي دنده کې بدلون نه دی راغلی چې هغه د داعش بشپړ له منځه وړل دي، خو ټینګار کوي چې پنټګان د هغو کورنیو بحثونو او فرضیو په هکله تر هغه خبرې نه کوي چې جدي او عملي اړخ یې خپل کړی نه وي.