BBC
 شاته

امریکا کې د کورونا نیولیو شمېر له یو لکو پورته شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا کلیفورنیا په سن پرانسیسکو کې تش سړک

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحده ایالتونو کې د کورونا نیولیو کسانو شمېر یو لک او څلور زرو کسانو ته ورسېد. تر اوسه نږدې ۱۷ سوه امریکایان له دې وېروس مړه شوي دي.

د جمعې په ورځ له بل هر هېواد په امریکا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو ډېر شمېر ثبت شوی دی.

وروستیو ورځو کې امریکا کې پر کورونا د اخته کېدو شمېر خورا زیات شوی دی او تراوسه نږدې پنځه لکه یا نیم میلیون کسان معاینه شوي دي.

نیوکګر یا منتقدان وايي، د کورونا معاینو په برابرولو کې ځنډ او لومړیو ورځو کې ورو کار د دې سبب شو چې دا معاینې ډېر په ځنډ امریکا کې پیل شي.

* امریکا کې د کورونا پېښو شمېر له چین ډېر شو

* د کورونا وېروس له مړو سره څه کېږي؟

* کورونا وېروس: افغان حکومت لس زره بنديان خوشي کوي

وروستیو ورځو کې د امریکا په مختلفو سیمو کې کتنځي یا معاینه خونې په ګرځند ډول او ګاډو کې جوړې شوې.

کوم کسان چې دا معاینه غواړي یا به یې عمر له ۶۵ کلونو ډېر وي او یا به یې هم د بدن تودوخه له ۳۷،۵ سانتي ګراد لوړه وي او سا اېستلو کې به ستونزه لري او یا به مرستندوی یا طبي کارمن وي.

دا چې کتنځي اوس د ډېرو خلکو لپاره تیار دي او په اسانه ور تلی شي، نو تمه ده چې امریکا کې په راتلونکو ورځو کې په کورونا د اخته کسانو شمېر لا ډېر شي.

ځینې امریکايي چارواکي وايي، د نیویارک او کلیفورنیا په څېر بیروباري سیمو کې د کورونا نیولیو شمېر د ثبت شوي شمېر څو برابره دی.

دوه سوه میلیارد ډالري مرسته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کلیفورنیا لاس انجلس کې تش واټونه چې یو وخت په بیروبار مشهور و.

د جمعې په ورځ د امریکا کانګرس د کورونا ویروس له کړکېچ سره د مقابلې لپاره دوه سوه میلیارد ډالر مالي مرسته تصویب کړه، چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره مالي هڅونه ده.

دا طرحه یوه ورځ مخکې د امریکا مشرانو جرګه کې تصویب شوې وه او د جمعې په ورځ ولسي جرګې رایه ور کړه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دې طرحې له امله د دواړو ګوندونو مننه وکړه او هغه یې لاسلیک کړه.

د دې طرحې له مخې ډېری امریکايي وګړو سره نغده مالي مرسته کېږي.

خو هره کورنۍ چې د لویانو عاید یې له یو لک ډالرو ډېر وي دا مرسته نه ور سره کېږي.

هغه کورنۍ چې هر لوی غړی یې ۷۵ زره یا تر هغه کم عاید لري ډېره مرسته ترلاسوي چې د هر لوی کس لپاره ۱۲۰۰ ډالر او له ۱۸ کلونو کم عمره غړي ته یې ۵۰۰ ډالر دي.

دې طرحه کې له واړه کاروبار سره پور، د بېکاري بېمه، زیانمنو شرکتونو ته پور او د کورنا وېروس له روغتونونو او فشار سره مخ ایالتونو سره نغده مرسته راځي.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره مالي هڅونه ده، خو له تصویب مخکې او وروسته هغه کسان پرې نیوکې کوي چې د اوسني کړکېچ د مقابلې لپاره یې پوره نه بولي.

د دوی په ډله کې د نیویارک والي- چې اوس امریکا کې د کورونا نیولیو له نیمايي ډېر شمېر پکې دي - وايي، چې دا هڅوونکی بنډل د وګړو، ایالتي حکومتونو او روغتیايي نظام د ملاتړ لپاره بس نه دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له جنرل موټر کمپنۍ وغوښتل چې سملاسي د سا اخیستلو مرستندویه وسیله جوړه کړي.

د پنجشنبې په ورځ وویل شول چې په امریکا کې نږدې درې میلیونه او درې لکه کسان همدا اونۍ بې کاره شوي دي.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بدتره اونیزه بې کاري ده او د ۱۹۸۲ کال ریکارډ ماتوي چې یوه اونۍ پکې شپږ لکه ۹۵ زره کسان بې کاره شوي وو. یانې اوسنی شمېر د تېر ریکارډ پنځه برابره دی.

درې اونۍ مخکې نږدې دوه لکه کسان امریکا کې بې کار شوي وو، خو لسو ورځو کې د بېکاري کچه ۱۵ برابره شوه.

شنونکي خبراری ور کوي چې که دا شمېر هر څومره لوی هم وي بیا هم د هغه تاوان ریښتونی انځور نه ور کوي چې د کورونا ویروس د نه خپرېدو لپاره له لویې رخصتۍ را منځ ته شوی دی، ځکه ډېر کسان دې شمېر کې نه دي ګڼل شوي.