شاته

دطبي لارښوونو برعکس خیبر پښتونخوا کې زیاتره خلکو دجمعې نمونځ جوماتونو کې په جمعه کړی

دپاکستان په سندهـ اؤ بلوچستان ایالتونو کې د کرونا وائروسو د خوریدو دمخنیوي په خاطر دحکومتي بندیز له امله خلکو دجمعې نمونځونه په کورونو دننه کړي خو په خیبر پښتونخوا صوبه کې بیا دجمعې نمونځونه په جوماتونو کې شوي دي اؤ خلکو پکې په ګڼ شمیر برخه هم اخستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې کرونا وائروس دتیرې یوې اوونۍ راهسې په چټکتیا سره خوریږي اؤ په تر دې مهاله په دې هیواد کې د کرونا دناروغانو شمیره ۱۲۳۸ؤ ته رسېدلې ده.

دپاکستان دمرکزي حکومت اؤ د څلورو واړو صوبو دحکومتونو ترڅنګ طبي ماهرین پرله پسې د اولس نه غوښتنې کوي چې د ګڼې ګوڼې نه باید ځان وساتي اؤ په کورونو دننه پاتې شي ترڅو دکرونا وائروسو دلا خوریدو مخه ونیول شي.

په پاکستان کې دجمعې د ورځې له راتلو وړاندې په ټولنیزو رسنیو دې غوښتنې زور نیولی ؤ چې باید دجمعې د ورځې نمونځونه په کورونو دننه وکړل شي اؤ په دې لړ کې دسندهـ اؤ بلوچستان حکومتونو په رسمي ډول امر کړی ؤ چې خلک به دجمعې نمونځونو دپاره جوماتونو ته نه ځي.

دجوماتونو دننه د نورکله په پرتله کم رش

ددغو دواړو ایالتونو څخه د ډيوه خبریالان وایي چې په لویو ښارونو کې د جمعې نمونځونو دپاره خلک جوماتونو ته نه دي ورغلي خو په په کلیوالو سیمو اؤ بانډو کې بیا په ځېنو جوماتونو کې دجمعې نمونځونه په باجماعت یا په جمه شوي دي.

خو ددې په پرتله بیا په خیبر پښتونخوا صوبه کې دجمعې نمونځونه په جوماتونو کې په باجمات ډول شوي اؤ په زرګونو خلکو پکې برخه اخستې ده.

البته په ځېنو جوماتونو کې بیا یوازې فرض دوه رکعته نمونځ اؤ یوازې دجمعې خطبه شوې ده اؤ نور نمونځ خلکو په کورونو دننه کړی دی.

په پېښور،مردان،چارسده،نوښار، صوابۍ،کوهاټ،بنو،کرک اؤ نورو سیمو کې په ټولو ښاري اؤ کلیوالو سیمو کې په جوماتونو کې دجمعې خطبې هم شوي اؤ زیاتره خطیبان پخپلو خطبو کې کرونا وائروس دالله دعذاب په نوم بللی اؤ ددې د خوریدو علت یې د الله تعالی دحکمونو څخه نافرماني ګرځولې ده.

په ټولنیزو رسنیو دجمعې دنمونځ بحثونه

دجمعې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر هم په زرګونو خلکو “په جوماتونو بندیز نامنظور” په نوم ټرینډ جوړ کړی چې پکې اکثریت خلکو دطبي اؤ قانوني لارښوونو برعکس اولس ته جوماتونو کې په باجماعت ډول دنمونځونو کولو ترغیب ورکړل شوی.

په ټولنیزو رسنیو په باجماعت ډول دنمونځونو په حق کې د ټرینډ جوړیدو باوجود هم دجمعې دنمونځ په مهال زیاتره جوماتونو کې دخلکو ګڼه ګوڼه د نورکله په پرته کمه لیدل شوې ده.

دپېښور په مهابت خان جومات کې تر ټولو ستره دجمعې د نمونځ اجتماع شوې ده چې په شلګونو کسانو پکې برخه اخستې ده خو ددې تاریخي جومات خطیب قاري طیب بیا ډیوه ته ویلي چې دنور کله په پرتله ډير کم خلک نمونځ له ورغلي وؤ.

هغه وویل نور کله به په زرګونو کسان دجمعې په نمونځ کې شریک وؤ خو نن ددوئ شمیره په سوونو کې وه.

دجمعې دنمونځ نه دوه ساعته وړاندې دپاکستان صدر ډاکټرعارف علوي په ټوئټر لیکلي وؤ دتیرې جمعې په څېر به نن هم دجمعې نمونځ په کور دننه کوو ځکه چې زه دهغه شفیق پیغمبر (ص)منونکی یم چې دباران،یخنۍ اؤ بیمارۍ دخطرې په صورت کې یې په کور دننه دنمونځ کولو اجازه ورکړې ده.

خو دپاکستان دمیاشت لیدنې دمرکزي کمیټې رئیس مفتي منیب الرحمان بیا یو شمیر رسنیو ته ویلي چې نمونځ باید په جومات کې اؤ په باجماعت ډول وکړل شي.

دا مهال دکرونا وائروسو دمخنیوي په خاطر دسعودي عرب په ګډون یو شمیر هیوادونو کې جوماتونه دنمونځونو دپاره تړل شوي اؤ خلک په کورونو دننه نمونځونه کوي.

په زیاتره هیوادونو کې چې دجوماتونو دننه نمونځونه هم کیږي نو نمونځ کوونکي د یو بل نه په واټن ودریږي ترڅو دیو تن څخه بل ته د وائروسو دخوریدو خطره کمه شي خو په خیبر پښتونخوا کې دجمعې د ورځې دنمانځه په مهال دا اصول هم په نظر کې نه دي نیول شوي

په خیبر پښتونخوا کې دامهال د کرونا وائروسو ۱۴۷پېښې ریکارډ شوي دي اؤ د زیارت په ورځ د اطلاعاتو صوبایي مشاور اجمل وزیر مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې صوبه کې په دې وائروسو په شکمن ډول داخته ناروغانو شمیره۶۹۴ته رسېدلې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي