شاته

 د نیویارک د چاودنې د مشکوک بریدګر تصویر خپور شو

د نیویارک ښار پولیسو د هغه سړي تصویر خپور کړی، چې شک کیږي د نیویارک په ښار کې د شنبې د ورځې په چاودنې کې به لاس ولري. په دغې چاودنې کې ۲۹ تنه ژوبل شول.

دغه ۲۸ کلن ځوان نوم احمد خان رحمي نومیږي او اوس یې پولیس لټون کوي. د امریکا د فدرال پولیس وايي دغه مشکوک کس د افغانستان دی.

پولیس چارواکو ټولو امریکایانو ته ویلي که هر چا دغه کس ولیده او یا یې د ځای ځایګي په اړه معلومات پېدا کړل، سم له واره دې پولیس پرې خبر کړي.

د نیویارک ښاروال ،بیل ډي بلاسیو، سي ان ان، ته وویل چارواکي ډاډه دي چې دا سړی به پیدا کیږي او پولیس به ترې تحقیقات کوي. د فدرال پولیسو هم ویلي چې په دغه مشکوک کس پسې یې لټون پیل کړی دی.

چارواکي وايي پولیسو د نیویارک ښار د بروکلاین په لویې لارې کې یو ګاډی هم درولی او له پنځو کسانو نه یې تحقیقات کړي دي، خو تراوسه رسمآ په دغې چاودنې کې په لاس لرلو څوک تورن شوي نه دي.

د شنبې د ورځې د چاودنې ټول زخمیان له روغتون نه رخصت کړل شوي دي او یو یې هم د مرګ له خطر سره مخامخ نه دي.

د نیویارک ښار د منهاټن د چاودنې سیمې ته نژدې پولیسو په چاودېدونکو توکو ډک یو بل دیګ بخار هم پېدا کړ، چې یو تیلیفون ورسره نښلول شوی او چاودنې ته اېښودل شوی و، خو پولیسو شنډ کړ.

اوس د فدرال پولیس د دغو چاودېدونکو توکو معاینه کوي، چې څنګه او چېرته جوړ شوي دي.