ایټالیا د کورونا وېروس له کبله '۱۶ میلیون کسان' قرنطین کوي
په ایران کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېدلی او ۱۴۵ کسان پکې مړه شوي او ایټالیا غواړي د لومباردي او ۱۱ نورو سیمو کابو ۱۶ میلیون کسان د کورونا وېروس له کبله قرنطین کړي.
رپوټونه وايي، یو بل پارلماني وکیل هم په ایران کې د کورونا وېروس له کبله مړ شوی، چې د روغتیايي چارواکو په وینا، ښايي اصلي شمېرې تر اعلان شوې هغې لوړې وي.
ایټالیا هم په اروپا کې د کورونا وېروس له کبله ډېره زیانمنه شوې او په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په لوړېدو دی.
د ایټالیا یوه وتلي سیاستوال نیکولا زینجاریتي د شنبې په ورځ وویل، دی هم په کورونا وېروس اخته شوی.
- کورونا وېروس؛ کلیفورنیا کې بېړنی حالت اعلان شو
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو
- افغانستان کې کورونا؛ روغتیا وزیر: نوروز مراسمو کې ګډون مه کوئ
د کیڼ لاسي دیموکرات ګوند دغه سیاستوال پر فېسبوک لیکلي: "زه ښه یم، باید راتلونکې څو ورځې په کور کې پاتې شم."
په ایټالیا کې د کورونا وېروس له کبله لږترلږه ۲۳۰ کسان مړه شوي او چارواکي وايي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ کسان مړه شوي، خو په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۵ زرو او ۸۸۳ ته رسېدلی.
ددغه وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه، ایټالیا غواړي په لومباردي او ۱۱ نورو شمالي سیمو شاوخوا ۱۶ کسان د راتلونکې اپرېل میاشتې تر درېیمې نېټې قرنطین کړي.
دې چارې ته متقاعد ډاکټران هم همکارۍ ته ورغوښتل شوي.
په ګرده نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د ۳۵۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده، چې ډېره برخه یې په چین کې - هلته چې دا وېروس پیدا شوی دی، ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس د کورونا وېروس خپرېدل "زښت ډېر اندېښمنوونکي" بللي او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د وېروس کنټرول خپل "لومړیتوب" وګرځوي.