طالبان: له امریکا سره د هوکړې ماتولو هوډ نه لرو
وسله والو طالبانو د امریکايي چارواکو له خولې د اېنبيسي شبکې هغه رپوټ رد کړی، چې وايي، باوري څارګر معلومات یې ترلاسه کړي چې ګنې طالبان له امریکا سره پر شوې هوکړې د ژمن پاتېدو هوډ نه لري.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټوېټ کې ویلي، "له اېمبيسي تلویزیون سره د امریکا د استخباراتي چارواکو دا ادعا حقیقت نلري چې اسلامي امارت د شوې توافقنامې د ماتولو اراده لري، موږ دا تور په کلکه ردوو. دا چې تر اوسه د شوي توافق د عملي کېدو بهیر ښه روان دی، د مسئولو امریکایي چارواکو دا ډول څرګندونې په هېڅ ډول نشي توجیه کېدلای."
د امريکا درېيو چارواکو ويلي، د امريکا دولت داسې باوري استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې ګواکې طالبان نيت نه لري له امريکا سره شوې هوکړې کې خپلې کړې ژمنې پلي کړي.
د امريکا د اېنبيسي ټلويزيوني شبکې په دغه مطلب کې دا هم ويلي چې دغه څرگندونې له طالبانو سره د دونلډ ټرمپ او ملگرو يې هيله مند کوونکي خبرې پيکه کوي.
- ټرمپ: امریکا ۲۰ کاله افغانستان کې وه،۲۰ کاله نوره هلته نه شي پاتېدی
- عباس ستانکزی: طالبان د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي
- طالبان: که هوکړې سره سم عمل وشي او بندیان خوشي شي, بین الافغاني خبرو ته چمتو یو
- طالبانو او امریکا د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه
د اېنبيسي په وينا، د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ هم په خپلو ناعادي څرگندونو کې د افغانستان د ناروښانه برخليک واقعيت په يوډول منلى و.
د اېنبيسي په رپوټ کې راغلي چې د امریکايي چارواکو له خوا یاد شوي استخباراتي رپوټه له هغو خبرو سره اړخ لګوي چې په پاکستان کې د طالبانو سرچینې یې وايي، اېنبيسي وايي، دا چې هلته د طالبانو استازي د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره د سولې بهیر ته د یوې حل لارې په سترګه کوري نو تر هغه وروسته به په افغانستان کې د امریکا له ملاتړه پر برخمن حکومت برید وکړي.
د امریکا اېنبيسي خبري شبکې د طالبانو د یوه غړي له خولې چې له رسنیو سره یې د خبرو صلاحیت نه درلود ویلي چې "موږ به د افغانستان له مشرتابه او نورو سیاسي ډلو وغواړو، له دې امریکا موږ په رسمیت پېژندلي یو د دې وخت را رسېدلی چې تاسې هم موږ وپېژنئ او هېواد په سوله ییز ډول موږ ته تسلیم کړئ."
د دغې شبکې په وینا له استخباراتي رپوټونو سره آشنا یوه امریکایي چارواکي ویلي، موږ ټول هیله من یو چې طالبان دې خپله هوکړه پلې کړي خو موږ ګومان کوو چې په اصلي نیت یې پوهېږو.
اېنبيسي وایي، یوه پخواني امریکايي چارواکي چې له پلان جوړولو سره بلد دی منلې چې د امریکا حکومت په ویتنام کې د جګړې د پای ته رسېدو په شان په افغانستان کې په خطرونو پوهېږي چې په وینا یې طالبان به پر خپل قول پښه کېږدي او هېواد به ونیسي، خو هېڅ څوک دا په ډاګه نه وايي.
د دغې رسنۍ په وینا ډونلډ ټرمپ ژمن دی چې امریکايي سرتېري له افغانستانه وباسي. دا چې طالبان څه کوي یا نه کوي ځان ته خبره ده. د سي آي اې یوه پخواني چارواکي دوګ لندن چې پر طالبانو یې څېړنه کړې ویلي، زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې په ټاکنو کې د ټرمپ له پاره بری شونی کړي.
له حمد الله محب سره د خلیلزاد او تدامیچي یاماموتو لیدنه
بل خوا په کابل کې تېره ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره په لیدنه کې د افغانستان "د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو، سیاسي تحولاتو او امنیتي وضعیت" خبرې کړي دي.
د ملي امنیت خبرپاڼه وايي، پردې هم خبرې شوي چې څه ډول باید د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت نه ښه ګټه واخیستل شي چې راتلونکي اقدامات یې ښه رهبري شي.
همدارنګه ښاغلي محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره هم په لیدنه کې د افغانستان پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت، د سولې پر روانه پروسه او وضعیت بحث وکړ.
خبرپاڼه وايي د ملي امنیت سلاکار وویل، د سولې د مذاکراتو په موخه د مذاکراتي ټیم په جوړولو کې پرمختګ شوی او د دغو مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
دغه راز یاماموتو هم وویل، ملګري ملتونه د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي او هیله لري چې په دې برخه نور پرمختګونه هم وشي.