BBC
 شاته

د افغانستان د وزلوبې لیګ سیالۍ رسما پيل شوه

وزلوبه د انځور حقوق AFP
Image caption د وزلوبې په دې سیالۍ کې د ۱۴ ولایتونو لوبډلې برخه لري.

د نوي کال په مناسبـت په افغانستان کې د وزلوبې لیګ سیالۍ رسما پیل شوې ، دې لړ کې لومړۍ لوبه سبا ( سې شنبه ۸ مارچ) ترسره کیږي.

له کابو څلوېښت کلن ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د وزلوبې لیګ په افغانستان ترسره کیږي. د وزلوبي دا سیالي د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون له خوا په ګډه د نوي کال په مناسب جوړه شوې ده.

دا لیګ نن ماښام په کابل کې په غازي سټیډیم پرانستل شوی، چې بهیر یې په ژوندۍ بڼه د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون له لارې خپرېده.

په دې سیالیو کې د فاریاب، تخار، کابل پنجشیر، کاپيسا، پروان، کندوز، سمنګان، بدخشان، سرپل، جوزجان، بغلان، بامیان او بلخ ولایتونو لوبډلې برخه لري. دا سیالي شپږ ورځې دوام کوي او د کابل ښار په حضوري چمن کې ترسره کیږي.

د افغانستان د بدني روزنې د فدراسیون عمومي مشر حفیظ الله ولي رحیمي د وزلوبې لیګ د پرانستلو مراسمو ته وویل د وزلوبې لیګ ترسره کول د افغانستان د لوبو په تاریخ کې لویه لاسته راوړنه ده.

وزلوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې یوه ده، شاوخوا درې کاله وړاندې وزلوبه په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.

هغه مهال چارواکو ویلي و چې د وزلوبې نوی قانون، د ژویو خوندیتابه په پام کې نیولو سره جوړ شوی دی. پخوا به د وزلوبې لپاره یو څاروی کارول کېده چې د سیالۍ ګډونوال یې باید له ځمکې راپورته او ځانګړي ځای ته ورسوي، خو اوس یې پر ځای له پلاستیکي توکو د جوړ شوي ورته څاروي څخه ګټه اخیستل کېږي.