BBC
 شاته

د لوړې مراسمو ته د ولسمشر غني او عبدالله چمتووالی

ټاکنې د انځور حقوق ARG/ ABDULLAH FACEBOOK
Image caption د لوړې مراسمو ته د چمتووالي ترڅنګ د ښاغلي عني او عبدلله د ټاکن ډول ترمنځ خبرې روانې دي

ټاکل شوې چې یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خو په ورته وخت کې اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسمو ته چمتوالی نیولی.

د ښاغلي غني د لوړې مراسم په ارګ ماڼۍ تر سره کیږي او په دې مراسمو کې د ګډون لپاره بلن لیکونه استول شوي دي.

ټاکل شوې وه دامراسم دوه اوونۍ وړاندې ترسره شوي وای، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک لپاره وځنډول شول.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې ویاند حکمت الله حکمت بي بي سي ته وویل ښاغلی عبدالله به د ولسمشر په توګه راتلونکې دوشنبه لوړه وکړي. هغه زیاته کړه مراسمو کې د ګډو لپاره ګڼ شمېر سیاسي مشرانو او په کابل کې مېشتو بهرنيو دپلوماتانو ته نن ( شنبه ۷ مارچ) بلن لیکونه استول شوي دي.

خو ښاغلي حکمت وویل چې د "ګډ حکومت د رامنځته کېدو په اړه " خبرې او هڅې لا هم روانې دي.

د ثبات او همپالنې ویاند وویل تر اوسه د دوی او دولت جوړوونکي ټاکن ډلې ترمنځ د ټاکل شویو پلاوو ترمنځ دوه ناستې شوې او شونې ده چې سبا ته بیا هم غونډه وکړي.

دوه ورځې وړاندې ښاغلي عبدالله په یوه مرکه کې ویلي وو: "هره حل لاره چې هوکړه پرې وشي د لوړې له دوه مراسمو غوره ده".

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف د ولسمشر غني او اجرائیه مشر عبدالله ترمنځ د جوړ جاړي لپاره هڅې کوي. خو تر اوسه په دې برخه کې د کوم پرمختګ څرک نه دی لیدل شوی.

په افغانستان کې د ولسمشر ټاکنو پایلې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اعلان شوې، چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ( ۹۲۳۵۹۲) رایې په اخېستو بریالی اعلان شو. د دې ټاکنو د پایلو له مخې عبدالله عبدالله ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه یا (۷۲۰۸۴۱) رایې تر لاسه کړي دي.

خو ښاغلي عبدالله دا پایلې ونه منلې، ځان یې د دې ټاکنو بریالی اعلان کړ او د خپل حکومت د جوړولو هوډ یې څرګند کړ.