شاته

د ایران دولتي تلویزیون د وروستیو مظاهرو مرگ ژوبله تائید کړه

د ایران دولتي تلویزیون د وروستیو خونړیو مظاهرو وروسته د لومړي ځل لپاره د امنیتي ځواکونو له لورې د یو شمیر مظاهره کوونکو د وژنې رپوټ ورکړی، خو یو شمیر اعتراض کوونکي یې "یاغیان" وگڼل.

د بخښنې نړیوال سازمان اعلان کړی دی چې د نومبر د میاشتې په نیمایي کې پدغو مظاهرو کې لږ تر لږ ٢٠٨ تنه وژل شوي دي. د ایران دولتي مقاماتو دغه شمیره "بلکل غلطه" گڼلې، خو د خپلې ادعا لپاره یې شواهد ندي وړاندي کړي.

د ایران وروستۍ مظاهرې د تیلو د بیو د زیاتیدو او د تیلو د ځیره کیدو په غبرگون کې د ایران په مختلفو ښارونو کې وشوې، څو ورځې یې دوام درلود. د ایران دولت انټرنیټ ته لاس رسی په ټول هیواد کې قطع کړی و، خو بیا هم د اعتراضونو په ترڅ کې د تاوتریخوالي رپوټونه بهر ته ووتل.

تر اوسه د ایران حکومت د مظاهره کوونکو د وژل کیدو اړوند چپ پاتې شوی و. خو د لومړي ځل لپاره د ایران دولتي تلویزیون یو رپوټ خپور کړ او د تاوتریخوالي جزییات یې وړاندې کړل.

پدې رپوټ کې راغلي چې یو شمیر وژل شوي کسان "هغه بلواگر وو چې پر حساسو او یا پوځي مرکزونو یې په وسلو او چړو بریدونه کړي وو او یا په ځینو ځایونو کې یې کسان یرغمل کړي وو". ددې رپوټ په بنسټ په نورو وژل شويو کسانو کې "لاروي، امنیتي سرتیري او اعتراض کوونکي" شامل دي.

رپوټ په تهران، شیراز او سیرجان کې نښتې تائید کړي. همداشان د "شهریار" په سیمه کې تاوتریخوالی یې هم تائید کړی چیرته چې د بخښنې د نړیوال سازمان د رپوټ په اساس "په لسگونو کسان" وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان اعلان کړی دی چې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ښایي د ٢٠٨ تنو څخه زیات وي.

خو د ایران د قضایي قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د بخښنې د نړیوال سازمان رپوټ غلط گڼلی او هغه یې " درواغ" گڼلي دي.

ښاغلي اسماعیلي همداشان وویل "اکثریت کسان چې ددغو اعتراضونو په پایله کې نیول شوي وو خوشې شوي دي، خو کومه شمېره یې ورنکړه.

له دې دمخه ویل شوي وو چې د ایران امنیتي ځواکونو د وروستیو مظاهرو په تړاو څه دپاسه اوه زره کسان بندیان کړي دي.