شاته

د امریکايي پوهنتون خوشې شوي استاد: نا هیلی نشوم چې ژوندی پاتې شوم

د طالبانو له خوا برمته شوی، تیموتي ویکس وایي، نا هیلی نشو چې ژوندۍ پاتې شو.

په کابل کې د امریکایي پوهنتون استاد تیموتي ویکس وایي، هیلې یې ورسره مرسته وکړه چې د برمته توب په څه باندې درې کلنه موده کې ژوندۍ پاتې شي.

ویکس چې د دې پوهنتون له بل امریکایي استاد کیوین کینګ سره یوځای د ۲۰۱۶ میلادي کال په اګست میاشت کې له کابله تښتول شوی و، شاوخوا دوه اونۍ مخکې د بګرام له زندانه د طالبانو د درې بندیانو د تبادلې له نتیجه کې را خوشې شو.

ویکس چې له کینګ، نن یکشنبې د آسترالیا په سیډني ښارکې د لومړي ځل لپاره د خبریالانو په وړاندې راڅرګند شواو برمته توب په موده کې د خپلو سترګو لیدلی حال او احساسات یې له خبریالانو سره شریک کړل.

ښاغلي ویکس وویل، د یرغمل نیونې دغې ځورونکې مودې پرې ډيراغیزکړی دی.

هغه وویل: "هغه وخت چې ما له طالبانو سره د برمته په توګه تیر کړ، ژور او د نه تصور وړ اغیز یې په ما کړی و."

د طالبانو له لوري د خوشي شوي اسټرالیايي تیموتي ویکس تازه انځور
د طالبانو له لوري د خوشي شوي اسټرالیايي تیموتي ویکس تازه انځور

ویکس زیاته کړه، په دې موده کې یې داسې احساس کاوه چې مرګ یې نژدې شوی او دی به هیڅکله هم بیا خپل عزیزان ونه ګوري.

خو د ده په وینا خدای غوښتل چې ژوندۍ پاتې شي او نن ورځ دی دلته خوندي او آزاد دی.

ښاغلي ویکس وویل، که څه هم آزادیدو یې د تمې خلاف ډير وخت ونیو خو بیا هم هیڅکله په دې موده کې ناهیلی نشو.

۵۰ کلن ویکس چې د تیرې پنجشنبې په ورځ بیرته استرالیا ته رسیدلي وایي، ګومان یې کاوه چې شپږ ځلې به امریکایي ځانګړیو ځواکونو د ده او کینګ د راخوشې کولو لپاره هڅې کړې وي.

هغه زیاته کړه دا ځکه چې ساتونکو به د سهار شاوخوا دوه بجې له خوبه راپاڅول او تونلونو ته به یې بیول او ورته ویل به یې چې د داعش وسله وال دي.

خو وروسته ورته پته ولګیده چې خبره داسې نده بلکه د ده په باور دا امریکا ځانګړي ځواکونه و، چې هڅه یې کوله دوی راخوشې کړي.

ویکس وایي هغه وخت یې احساس وکړ چې نوریې کړاوونه پای ته ورسېدل چې په هیلکوپټر کې سپورشو.

هغه دغه راز وویل: "له هغې شيبې چې مې دواړه بلک هاک هلیکپوټرې ولیدې او ځان مې له ځانګړو ځواکونو سره ولید، هغه وخت پوه شوم چې دغه اوږد اوځورونکی حالت نورپای ته ورسید."

ویکس وویل، که څه هم هغسې چې تمه یې کوله له دوی دواړو سره ښه چلند کیده خو ډیرله یوه ځایه بل ځای ته لیږدول کیدل او ځینو وختونه هم په تیاره خونو کې ساتل کیدل.

ښاغلی ویکس وایي، له ساتونکو چې پر دوی به یې پیره کوله، کرکه نه لري او ډیر خلک داشی نشي درک کولای خو د ده لپاره هغوی سرتیري وو چې باید د خپلو قومندانانو امر یې پرځای کړی وای او له دې پرته دوی بله لاره نه درلوده.

په کابل کې د امریکایي پوهنتون دواړه استادان تیموتي ویکس او کیوین کینګ د بګرام له زندانه د حقاني شبکې د مشرد ورور انس حقاني او د طالبانو د دوو نورو مهمو غړیو، عبدالرشید عمري او حاجي مالي خان د خوشې کیدو د تبادلې په نتیجه کې را خوشې شول.