دانش: انتخاباتي اصلاحاتو او برېښنايي تذکرو ویش ته چمتووالی پیل شوی
د جمهور ریاست دویم مرستیال وایي چې د انتخاباتي اصلاحاتو او برېښنايي تذکرو د ویش لپاره چمتووالی پیل شوی دی.
محمد سرور دانش نن دا خبرې د شهید اوونۍ او د پخواني جهادي قومندان احمد شاهمسعود ۱۵م تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
ښاغلي دانش زیاته کړه:
"انتخاباتي اصلاحات او د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې انتخاباتو ترسره کېدو او همدارنګه د الکترونیکي تذکرو د ویش لپاره چمتووالی پیل شوی دی."
نوموړي همدارنګه وویل چې هېله مند دی څو هغه تخنیکې ستونزې چې پهدې برخه کې پاتې دي هغه برخه کې هم په راتلونکو ورځو کې اجرأت وشي.
د انتخاباتي اصلاحاتو د راوستلو په هدف د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې بڼه او د وګړو د ثبت او احوالو تعدیل شوی قانون تېره ورځ د ولسمشر غني لهخوا توشیح شول.