شاته

د پاکستان یو مذهبي مشر د عمران خان د حکومت د پرځولو ګواښ وکړ

د پاکستان د یو ستر اسلامي گوند مشر د صدراعظمۍ له څوکۍ نه د عمران خان د پرځولو لپاره د یو پراخ کمپاین د پیل کولو خبر ورکړ.

د پاکستان د جمعیت علما گوند مشر مولانا فضل الرحمان په یو خبري کنفرانس کې د عمران خان حکومت "نامشروع" وباله او وویل چې هغه د شفافو انتخاباتو له لارې نه بلکه د پاکستان د پوځ له خوا واکمن شوی دی.

هغه وویل: "مونږ تصمیم نیولی چې د اسلام آباد په لور لاریون وکړو. زمونږ اصلي غوښتنه داده هغوی چې د واکمنۍ هیڅ حق نلري، باید سمدستي استعفا وکړي."

عمران خان تیر کال د فساد ضد مبارزې او د پاکستان د اقتصادي وضعیت د رغولو په شعار انتخابات وگټل، خو د حکومت د جوړولو راهیسې تر اوسه د پاکستان اقِصاد ندی ښه شوی.

ښاغلی خان د خپلو سیاسي انتقاد کوونکو ادعاوې چې وایي د پاکستان د پوځ په ملاتړ واک ته رسیدلی ردوي. د پاکستان پوځ او د هغه هیواد انتخاباتي مقاماتو هم د عمران خان د سیاسي مخالفینو ادعاوې رد کړې دي.

مولانا فضل الرحمان چې د پاکستان د پخوانیو سیاسي څیرو څخه دی د یو سیاسي ایتلاف مشري کوي او د پاکستان په پارلمان او ولایتي شورا کې څو څوکۍ هم لري. هغه همداشان د پاکستان په ښوونځیو او دیني مدرسو کې هم نفوذ لري.

د پاکستان د پخوانیو صدراعظمانو نواز شریف او بینظیر بوټو د گوندونو په گډون د پاکستان یو شمیر سیاسي ډلو او ګوندونو ویلي دي چې د عمران خان په وړاندې د فضل الرحمان د کمپانیونو ملاتړي، خو ټینگار کوي چې د غیر قانوني اقداماتو پلوي ندي.

د پاکستان حکومت ویلي دي تیار دی چې د خپلو سیاسي مخالفانو سره خبرې وکړي، خو زیاته کړې یې ده چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې په اسلام آباد کې ورځنی ژوند گډوډ کړي.