شاته

افغانان د نړۍ تر ټولو ناهیلي خلک دي - نظرپوښتنه

د ګالوپ څیړنیز بنسټ یوه تازه سروې ښيي، ۸۵ فیصده افغانان چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه شمېره جوړوي، په خپل ژوند کې کړېږي.

د ګالوپ د څیړنیز بنسټ دا سروې، چې د افغانانو د ژوند د وضعیت او راتلونکې ته د هغوی د هیله‌مندۍ په اړه په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوې، نتایج یې نن د دوشنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) نشر شول.

د دې سروې نتایج ښيي، چې ژوند ته د افغانانو د هیله‌مندۍ کچه له بل هر وخت څخه ټیټه ده چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د افغانانو د خوشحالۍ کچه ۵۲ فیصده راټیټه شوې ده.

د ګالوپ سروې کې راغلي: "په پرله پسې دوو کلونو او ۲۰۱۸ کې هم هیڅ افغان خپل راتلونکی ژوند چې په کې پرمختګ وي، په مثبت ډول نه دی ارزولی. په ورته وخت کې د هغو افغانانو شمیر چې ځان یې بېوزله ارزولی او یا رنځېږي، ۸۵ فیصدو ته رسېږي. دا تر ټولو نوی ریکارډ نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ په کچه دی".

د ګالوپ د معلوماتو په اساس، افغانستان په ۲۰۱۳، ۱۴، او ۱۷ عیسوي کلونو کې هم د نړۍ په کچه تر تولو له کړاونو ډک هیواد و.

دې بنسټ ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د خلکو ژوند "تباه" کوي او په افغانانو کې د ښه ژوند کولو شاخصونه د "ناهیلۍ او کړاونو" انځور وړاندې کوي.

د ګالوپ سروې ښيي، چې په افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب ټیټه کچه د دې لامل شوې، چې افغانان د خپل اقتصادي ژوند د ښه‌والي او د مهمو زیربناو لکه، سرکونه، ښوونځي او روغتيايي بنسټونو د بیارغونې لپاره لږ فُرصت ولري او د ښارونو په څنډو کې وسله‌والو نښتو افغانان اړ کړي، چې د ژوند کولو لپاره د کابل په څیر د ښارونو مرکزونو ته لاړ شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم تائیدوي، چې جګړو او ناامنیو د افغانانو پر رواني وضعیت ناوړه اغیزه کړې ده.

د دغه وزارت د رواني صحت د روغتون سرطبیب قدرت‌الله صدیق امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د جګړو سربیره د خلکو خراب اقتصادي وضعیت هم د دې لامل شوی چې اکثره افغانان له رواني ستونزو وکړېږي او یا هم غمجن واوسي.

که څه هم ډاکټر صدیق د ګالوپ له خوا د ترسره شوې سروې نتایج تائید نه کړل، خو زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې دوامداره تاوتریخوالي د اکثرو افغانانو ژوند تریخ کړی دی.