شاته

په فراه او سمنګان کې لسګونه طالبان وژل شوي- چارواکي

افغان چارواکي وايي چې په فراه او سمنګان کې یې د دوو طالب مشرانو په ګډون ۴۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

په سمنګان کې چارواکي وایي افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د هوايي ملاتړ په همکارۍ د یکشنبې په سهار (سپتمبر۱۵) په دغه ولایت کې د طالبانو تش په نامه والي چې مولوی نورالدین نومېده وژلی دی.

په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي چې له مولوی نورالدین سره د هغه څلور نور وسله وال هم وژل شوي. دوی د سمنګان د دره صوف په ولسوالۍ کې په نښه شوي دي. خو ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې مولوي نورالدین ژوندی دی.

اخوا د افغانستان د فراه ولایت چارواکي وايي چې د انار دره ولسوالۍ کې د طالبانو یو بل ولسوال ملا سید عظیم هم وژل شوی دی. د فراه د والي ویاند محب الله محب وايي چې دغو هوايي عملیاتو کې ۳۴ نور طالب وسله وال هم وژل شوي دي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته څو اونۍ پاتې دي. طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی دی خو افغان حکومت وايي چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۱۰۰زره امنیتي ځواکونه چمتو کړي دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره شاوخوا نهه میاشتې خبرې وکړې او هیله دا وه چې یوې موافقې ته نژدې شوي دي. خو ولسمشر ټرمپ دا خبرې لغوه کړې.