شاته

د افغان سولې خبرو لغوه کېدو په اړه د ایران او پاکستان غبرګونونه

له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه د غبرګونونو په دوام د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي که څه هم په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، ویلي چې ممکن په افغانستان کې له تازه رامنځته شوي وضعیت څخه ناوړه استفاده وشي او د وینو توېیولو یو نوی بهیر پیل شي.

نوموړي د «سپټمبر پر ۸مه» پر خپل ټوېټر لیکلي:"د ایران اسلامي جمهوریت خبرداری ورکوي، چې بېګانګان او یرغلګران ممکن په دغه هېواد«افغانستان» کې له تازه رامنځته شوي وضعیت څخه ناوړه استفاده وکړي او په افغانستان کې د وژنو او وینې توېیولو یوه نوې لړۍ پيل شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف همدارنګه زیاته کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د تاوتریخوالې د پای ته رسولو په هدف له افغان دولت او ګاونډیانو سره په ګډه همکارۍ ته چمتو دی.

ایران هم د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی، چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د تماسونو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي دي.

پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې پر دواړو لورو د زغم او حوصلې غږ کړی دی.

پاکستان ویلي، چې د افغانستان مسئله د زور او جګړې له لارې نشي هورېدای او زیاتوي چې دواړه لوري باید بېرته د سولې خبرو ته سره کښیني.

په کابل کې د بریتانیا سفارت هم ویلي، چې طالبان باید وښيي چې د سولې په اړه یې دریځ جدي دی او تاوتریخوالی بند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ د «سپټمبر پر۷مه» په کابل کې د طالبانو د وروستي موټر بم له امله چې یو امریکايي هم پکې ووژل شو، له دغه ډلې سره د سولې مذاکراتو د لغوه کېدو اعلان وکړ.

خو طالبانو بیا تېره ورځ په دې اړه پخپل غبرګون کې وویل، چې د سولې خبرو لغوه کېدل به تر ټولو امریکا ته زیات تاوان وکړي او زیاته کړې ده چې خپلې جګړې ته به دوام ورکړي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا پرون له دوو رسنیو سره مرکه وویل، که طالبان تاوتریخوالې ته دوام ورکړي، پوځي فشارونه به پر زیات کړي.

نوموړي همدارنګه وویل،که طالبان "مهمه ژمنه وکړي" ښايي مذاکرات بیا پيل شي.

د افغانستان حکومت هم تېره ورځ په دې اړه خپل غبرګون کې وویل، چې د سولې بهیر کې د خنډ رامنځته کېدو لامل د طالبانو جګړه او تاوتریخوالی دی.

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو مذاکرات له شاوخوا اتو میاشتو راپدېخوا په قطر کې پیل شوو، چې په دې وروستیو کې دواړه لوري وروستي موافقې ته هم نژدې شوي و.