BBC
 شاته

دېره اسماعیل خان کې د امنیت ساتلو چارې پولیسو او پوځ ته سپارل شوې

Image copyright
Image caption دا وروستیو کې دېره اسماعیل خان کې نژدې ۱۸ کسان وژل شوي

د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د هدفي وژنو ډېرېدونکو پېښو مخنیوي لپاره د پولیسو تر څنګ پوځیان هم ګومارل شوي دي.

دېره اسماعیل خان ښار ته پر غځېدلو لارو هم د پوځ پوستې رغول شوې دي.

پوځیان له پولیسو سره په شریکه ښار کې ګزمې کوي، موټران تالاشي کوي او که پر یوه موټرسایکل دوه کسان ناست وي، په هماغه ځای یې جریمه کوي.

دغه ګام د اختر په ورځ د یوه شیعه وکیل له وژل کېدو وروسته پورته شوی. دغه وکیل شاهد زمان نومېد او په ملتان روډ سیمه کې نامعلومو کسانو په ډزو وواژه.

له دغې وژنې وروسته د وکیل خپلوانو او ځای اوسېدونکو د هغه مړی پر سړک د احتجاج په توګه کېښود او لارې یې وتړلې.

دېره اسماعیل خان کې تېرو دریو میاشتو کې نژدې ۱۸ کسان وژل شوي، چې ډېری پکې شیعه ګان او یا پولیس دي.

په وژل شویو شیعه ګانو کې پنځه وکیلان، یو د پوهنتون استاد او یو ښوونکی شامل دي.

ځايي رسنیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې ښايي قبایلي سیمو کې د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو امنیت ساتلو چارې هم پوځ او ملېشه ځواک ته وسپارل شي.

دغه ګام وايي په دغو ادارو کې د فساد مخنیوي لپاره شوی. قبایلي سیمو کې ۵۵۰۰ ښوونځي فعال دي، چې شاوخوا نیم میلیون زده کونکي په کې زده کړې کوي.