پر عراق يرغل، نيمګړي استخبارات
د عراق په جګړه کې د بریتانیا د رول په اړه د چېلکاټ رپوټ له اوه کلن انتظار وروسته د جولای پر شپږمه خپور شو. رپوټ وایي بریتانیا په ۲۰۰۳ کال کې پرته له دې چې ټولې سوله اېزې او دېموکراتیکې لارې وڅېړي، د عراق جګړې ته یې ورودانګل.
خوست ته له وزیرستانه د راغلیو کډوالو حال
د افغانستان په خوست ولایت کې له پولې هاخوا وزیرستانه ورغلي کډوال وايي بي کورۍ ځورولي خو په خوست کې اوسېدو ځینې ګټې هم ور رسولي.
افغانستان کې د کوچني اختر لپاره چمتووالی
کابل کې کوچني اختر ته د خلکو د چمتووالي او امنیتي تدابیرو په اړه له کابله راستول شوی ویډيويي رپوټ.
د عکسونو البوم: د سکاټلنډ او افغانستان لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه
د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.
کابل کې د بیوزلو لپاره د اختر کالیو ټولولو کمپاین
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د کوچني اختر په درشل کې، یو شمېر ځوانانو د بې وزله کورنیو لپاره د جامو راټولو هلې ځلې پیل کړې دي.
د خوست ځنګلونه په څه حال کې دي ؟
د افغانستان کرنې وزیر وايي د نویو ځنګلونو جوړونې ته به په یوه اوږد مهاله پروژه کې ملا تړي او هغه وهل شوي سپېره ځنګلونه به بیا زرغونوي چې په تېرو څو کلونو کې وهل شوي دي.
مصر کې پېشلمي ته د پاڅولو دود
پېشلمي ته پاڅېدل ښايي اوس لويه اندېښنه نه وي، په تېره دا چې روژه اوړي کې ده، نو پېشلمی وختي کېږي او ډېر ښايي لا تر هغه وخته ويښ وي او بل د ويښولو وسايل هم ډېر دي. خو پېشلمي ته د پاڅولو کار ډېرو اسلامي هېوادونو کې يو لرغونی دود دی.
امريکا کې د خوړو نوی قانون او اندېښنې
د امريکا واړه ايالت وېرمونټ ته، چې د دې جولای له لومړۍ په کې يو نوی قانون پلی شوی، چې له مخې يې ټول خواړه چې له جينيټيکي پلوه بدل شوي توکي لري، بايد په نښه شي.
د رومانيا ماشومان چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې کار کوي
په رومانیا کې ۳۵۰ زره داسې ماشومان دي، چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې په کارونو پسې تللي او دوی یې يوازې پرې ايښي دي. د دغو ماشومانو ۴۰ سلنه حالتونو کې یې مور او پلار دواړه تللي دي.
د خوست غوړېدونکی اقتصاد او کاروبار
د خوست په اړه د ځانګړیو راپورونو لړۍ په دویم کې نن د دغه ښار په غوړېدونکي اقتصاد او د پوهنې او روزنې پرمختګ کې، په خلیجي هېوادو کې د مېشتو کارګرو او سوداګرو ونډې ته کتنه شوې ده. زموږ همکار سید عبدلله نظامي يې راپور وړاندې کوي.
د عکسونو البوم: جرمنی د اروپا فوټبال سياليو نيمه پايلوبو ته لار ومونده
په فرانسه کې د روانو اروپايي فوټبال اتلوليو د منځلوبو په درېيمه لوبه کې جرمني د پېنلټيو پړاو کې ايټاليا ته ۶ -۵ ماته ورکړه او نيمه پايلوبو ته يې لار ومونده. د اضافي وخت له پای ته رسېدو وروسته هم لوبه ۱ – ۱ مساوي وه، خو په پېنلټو کې جرمني ايټاليا ماته کړه.
د عکسونو البوم: د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې بريد
د بنګله دېش حکومت وايي، د پلازمېنې ډاکې په یوه کېفې کې د مشکوکو اسلامپالو د یرغمل پېښه او نښته کې ۲۰ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.
د خوشال خټک غږيز کتاب - پنځلسمه برخه
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.
فکر لارې: د بې وزلو لاسنیوی څنګه کېدای شي؟
مسلمانان د روژې په میاشت کې چې د عبادت مياشت هم نومېږي د نور هر وخت په پرتله د بې وزلو لاس نيوی ډېر کوى.
واشنګټن پوسټ: د کابل تر ټولو خونړی برید
واشنگټن پوست د کابل پرونۍ چاودنې ته په اشاره ليکلي: پرونۍ چاودنه چې په کې څه د پاسه ٣٠ تنه تازه روزل شوي پوليس ووژل شول له تېر اپرېل راهيسې په کابل کې تر ټولو لويه هغه وه.