په پېښور کې د ۲ نجونو او یو سړي سوځول شوي جسدونه موندل شوي
په خيبر پښتونخوا کې امنیتي چارواکي وايي، په مرکزي ښار پېښور کې یې د دوو نجونو او یو سړي مړي موندلي. د ډاکټرانو په وینا، دغه کسان اول په ډزو وژل شوي او بيا یې مړي په کمياوي موادو یا پیټرولو سوځول شوي دي.
عربستان 'په ټول توان' د افغان سولې د بهیر ملا تړي
د سعودي عربستان پاچا سلمان د افغانستان ملي یووالي حکومت له اجرائیه مشر عبدالله عبدالله سره په خبرو کې ویلي، سعودي عربستان وايي، 'پخپل ټور توان' سره د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟
د سړې جګړې له پای ته رسېدو راوروسته کله هم د امریکا متحده ایالتونو او روسیې اړیکې تردې کچې خرابې نه وې.
اوس د کمپیوټري ګېمونو تکنالوژي د میلیونونو ډالرو ارزښت لري او لا هم د ودې په حال کې ده
کله چې لس کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره مجازي نړۍ په کمپیوټري لوبو او ګېمونو کې وکارول شوه، نو له ځینو ستونزو سره مخامخ وه. کارونکي به یې ګنګسېدل
کندهار کې د هغه جومات چارې لا هم بشپړې شوې نه دي چې نژدې دوه لسيزې مخته پرې کار پيل شوى و
د افغانستان په دويم لوى ښار کندهار کې د هغه جومات چارې لا هم بشپړې شوې نه دي چې نژدې دوه لسيزې مخته پرې کار پيل شوى و
سوات کې د وروستيو د نا امنيو له امله د اوسېدونکو ذهني روغتيا له ستونزو سره مخامخ بلل شوې
د ډېورنډ کرښې پورې غاړې سوات کې د وروستيو کلونو د نا امنيو له امله د اوسېدونکو ذهني روغتيا له ستونزو سره مخامخ بلل شوې ده
د میکروبونو مخنیوي لپاره د یوه ژوي شېدې ګټورې بلل شوي
استرالیا کې څېړونکي وايي د یوه ځنګلي ژوي شېدې به د هغو ځواکمنو ویروسونو او میکروبونو پر ضد چې له انتي بیوتیکو سره مقامت کوي، ښه وسیله وي.
مزار شريف کې ځينې ښځې مزدوريو ته راوتلې
ځايي چارواکي وايي دا په دغه سيمه کې د امنيت او ډاډ ښکارندويي کوي، خو نور بيا وايي بې وزلي ډېره شوې ده.
نېټ فلېکس وايي د مشتریانو شمېر یې ډېر شوی
د نېټ فلېکس شرکت اعلان کړی چې په تېرو دریو میاشتو کې یې د خدماتو د پېرېدونکو شمېر خورا ډېر شوی.
د هرات ولایتي شورا غړی عسکر انوري په اعدام محکوم شوی
د هرات ولایتي شورا یو غړی ته سړي تښتتونه کې د لاس لرلو په تور د هرات محکمې له لوري د اعدام سزا ورکړل شوې.
افغان چارواکي: حکومتي پلاوي له یوشمېر لوړپوړو طالب مشرانو سره لیدنې کتنې کړې
کابل کې چارواکي وايي له وسله والو طالبانو سره یې د سولې بې ثباته حالت کابو کړی او په وروستیو ورځو کې حکومتي پلاوي له یوشمېر لوړپوړو طالب مشرانو سره لیدنې کتنې کړې.
د موصل جګړه: عراقي ځواکونه له 'مهالوېش مخکې' روان دي
د امریکا دفاع وزارت وايي، له 'اسلامي دولت' نه د موصل ښار د بېرته نیولو عملیات له ټاکل شوي 'مهالوېش وړاندې' روان دي. بریتانیا وايي په عملیاتو کې د ولسي وګړو ساتلو ته باید 'لومړیتوب' ورکړل شي.
بریتانیا کې تېره میاشت د پیسو پړسوب ۱٪ ته پورته شوی
په بریتانیا کې رسمي شمېرې وايي، په دغه هېواد کې د پیسو د پړسوب(انفلاسیون) کچه په سپټمبر میاشت کې ۱٪ ته زیاته شوې ده. دوی وايي، دا کچه په اګسټ کې ۰،۶ سلنه وه.
سامسنګ د ګلکسي نوټ ۷ ځینې فیچرونه خپلو نورو ټېلفونو ته ورزیاتوي
سامسنګ شرکت غواړي د ناکام ګلکسي نوټ ۷ ټېلفون ځینې ځانګړنې "ګلکسي اېس ۷" او "ګلکسي اېس ۷ اېج" ټېلفونو ته ورزیات کړي. سامسنګ وروسته له هغه دا هوډ ښوولی چې د ګلکسي نوټ ۷ د ځینو موبایلونو د اور اخستو راپورونه خپاره شول.
د افغانستان څارګره اداره: پروان کې د ځانمرګي برید مخنیوی شوی
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي؛ ددوی سرتېرو یو ځانمرګی بریدګر یې نیولی چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو د ډک موټرسایکل پر مټ د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې ځانمرګی برید وکړي.