ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملانیا ټرمپ: زما د مېړه پرضد د ''جنسي ځورونو'' تورونه دروغ دي

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د کاندید ډونالډ ټرمپ مېرمنې ملانیا ټرمپ د خپل مېړه پرضد د ځینو ښځو د جنسي ځورونو ادعاوې دروغ بللې دي.

18.10.2016 BBC

پاکستان په ۵۶ منډو له وېسټ انډیز لوبه وګټله

په دوبۍ کې د لومړۍ ټېسټ لوبو پر پنځمه او وروستۍ ورځ پاکستان سیالې لوبډلې وېسټ انډیز ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا د پاکستان ۴۰۰ مه ازمېښت لوبهه چې د ۵۶ منډو په توپیر سره یې ګټل د لوبغاړو لپاره له ویاړه ډک اېسي.

18.10.2016 BBC

اېکسپرس ټریبیون: طالبانو مولوي نېک محمد تهران کې خپل استازی ټاکلی

د پاکستان چاپ اېکسپرس ټريبيون ورځپاڼه په خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې د طالبانو د يوې سرچينې له خوله وايي چې دوى له ايران سره خپلو اړيکو ته رسمي بڼه ورکړې او مولوي نيک محمد يې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کندهار کې د ښوونې او روزنې مشر و، په تهران کې د دغې ډلې استازى ټاکلى.

18.10.2016 BBC

د هند اوریسا ایالت روغتون کې اورلګېدو ۱۹ کسان وژلي

هندي پولیس وايي، د ختیځ بهوبانسوار ښار په یوه خصوصي روغتونو کې اورلګېدو لږترلږه ۱۹ کسان وژلي دي. اور د درملتون وارډ کې لګېدلی بیا نورو خونو ته غځېدلی.

18.10.2016 BBC

"غواړم له پښتنو مېرمنو سره د انسان غوندي چلند وشي"

د قبایلي سیمې د مومندو پښتنه فعاله پېغله وږمه فېروز وايي، د پښتنو په اکثره سیمو کې ښځو ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي او هغه څه چې له دوی سره کېږي، په پرمخ تللې نړۍ کې به ان له حیوانانو سره هم شوي نه وي.

17.10.2016 BBC

روسیې ویلي د اتو ساعتونو لپاره پر حلب بمباري دروي

روسي چارواکو ویلي له حلب ښاره د ملکي کسانو، ټبیانو او وسله والو د وتلو لپاره اته ساعته پر حلب بمباري نه کوي. د روسیې دفاع وزارت چارواکو ویلي د بمبارۍ پر درولو له دې کبله هوکړه شوې، چې وسله وال او ملکي کسان وکولای شي له ښاره د وتلو فرصت ومومي.

17.10.2016 BBC

په کلې کمپ کې د کډوالو حال

بریتانیا کې کمپاین کوونکي پر حکومت غږ کوي چې هغه پروګرام چټک کړي چې له مخې به یې سلګونه هغه ماشومان چې بې سر پرسته د فرانسې د کلې په کمپ کې پراته دي بریتانیا ته را وړل شي.

17.10.2016 BBC

له داعش د موصل نيولو جګړه

عراق کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې د وروستي مرکز موصل بېرته نیولو لپاره عملیات روان دي.

17.10.2016 BBC

ازاده جرګه: کلتوري راشه درشه

ډېری افغانان د امنیتي ستونزو او کلتوري مسایلو له امله هم په خپل هېواد کې دننه هغومره نه ګرځي. همدې موضوع باندې د بي بي سي ازادې جرګې بحث وکړ.

17.10.2016 BBC

هغه کور ورانیږي، چې هټلر په کې زېږېدلی و

هغه کور چې اډولف هټلر په کې زېږېدلی و، له دې کبله ورانیږي، چې د نویو نازیانو پر مرکز بدل نه شي. دغه کور له دې مخکې د میلمستون په توګه کارېده

17.10.2016 BBC

برتانیا کې د روسي ټلویزیوني چینل بانکي حسابونه کنګل شوي

د روسیې دولتي ټلویزیون ار-ټي یا 'روسیه نن ورځ' مشره وايي، 'بریتانیا کې ناټ ویسټ بانک د دغه ټلویزیوني چینل بانکي حسابونه کنګل کړي دي.'

17.10.2016 BBC

د عکسونو البوم: د عراق موصل ښار بېرته نیولو عملیات

عراق کې حکومتي ځواکونو د اسلامي دولت نومي ډلې له ولکې نه د وروستي لوی ښار موصل د بېرته نیولو پراخ عملیات پیل کړي.

17.10.2016 BBC

د ملارسول په مشرۍ د طالبانو ډله وايي، که د بهرنیانو وتل تضمین شي وسله ږدو!

د ملا محمد رسول په مشرۍ له افغان طالبانو بېلې شوې ډلې ویلي؛ که د افغانستان حکومت له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو ضمانت وکړي، دوی به جګړه پرېږدي.

17.10.2016 BBC

لندن کې د فلمونو فيسټيوال

لندن کې هر کال د بریتانیا فلم انسټېټیوت له لورې د فلمونو فسټيوال جوړېږي. دغه فسټیوال چې نژدې دوه اوونۍ دوام کوي په کې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او ژبو لسګونه فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي

17.10.2016 BBC

د افغانستان لوړپوړي دولتي چارواکي یو میلیون ډالر د برېښنا پوروړي دي

د افغانستان برېښنا شرکت (برېښنا) ویاند صدیق توحیدي ویلي؛ لوړپوړو حکومتي چارواکو، د پارلمان غړو او د کابل ښار "زورواکو" څه دپاسه یو میلیون ډالر د برېښنا لګښت پیسې نه دي پرې کړي. د مرستیال ولسمشرانو او پخوانیو جهادي مشرانو نومونه هم نوملړ کې دي.

17.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more