روانې چارې او بېلابېل
دنويې فتنې غږ : هزاره کشي را بس کنيد
اول خو دا ادعا په خپله ډېره غلطه او بې اساسه ده چې په افغانستان کې يوازې هزارهګان وژل کيږي او د دوی وژل په قومي او يا مذهبي بنياد دئ . په افغانستان کې جنګ د قومونو او مذهبونو تر منځ نه پخوا صورت نيولئ دئ او نه اوس شته ، په دې برخه کې هېڅ سند او ثبوت نشته . دوهم که د ژبې ، قوم او مذهب په لحاظ د قربانيانو محاسبه وشي ، نو ددې انساني تلفاتو او مادي زيانونو ۹۰٪ ضرر پښتنو ته اوښتې ده ، خو تر اوسه په سازماني او تنظيمي شکل ددې قربانيو او تلفاتو عامل بل قوم او مذهب د پښتنو له لوري نه دئ ښودل
د افغانستان هايدروپولتيک په هکله د ايران حساسيت!
د افغانستان هايدروپولتيک په هکله د ايران حساسيت! څو ورځې د مخه چې له کابل څخه راتلم، په موټر کې مې د څنګ ملګرو سره خبرې شروع کړې، پوښتنه مې ترې وکړه چې له کوم ځاى څخه راغلئ؟ نو دوى (درې نفره) وو، ووئيل چې له ايران څخه راغلو، په قاچاقي لارو مو غوښتل چې د ايران له لارې ... همداسې تر اروپا پورې لاړ شو، خو په سرحد کې د ايراني عسکرو لخوا ونيول شوو، د نيول کېدو سره سم يې راسره سخت چلند پيل کړ، تر دې چې زندان ته يې ورسولو هلته يې هم چلند ډېر سخت وو، وهل، ټکول تر دې چې يوشمېر ملګري يې راته د
عمرزی صیب، افغانستان کې مړه کېدل عادي خبره ګرځېدلې!
سهار له کوره را ووتم د دفتر په لور په موټر کې روان وم، د مکروریانو د ملي بس له څلور لارې لږ وړاندې تر محمود خان پله پورې رسېدلی وم، چې له کوره زنګ راغی: ـ ته ښه يې؟ ـ هو، ولې څه خبره ده؟ ـ همدا اوس د چاودنې غږ و. ـ نه شکر زه ښه یم، ستونزه نشته. اندېښنه مه کوئ! چاودنه د ملي بس په څلور لارې کې شوې وه، چې ښايي دوه درې دقيقې د وخت توپير به و، چې زه د پېښې له ځایه تېر شوی وم. دا لومړۍ ځل نه و، چې له دې ډول ګواښ سره مخ وم. له څو ورځو راهيسې مې په موبایل کې انټرنېټ نه درلوده،
د ملي ارزښتونو کباړ
ښه مې په یاد دي؛ د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي د اتمې په ماښام؛ زه د فاتحینو د کاروان په څلورم ډاټسن کې د څو عربو ژورنالستانو سره یو ځای ناست ووم. د نیمګړي مازیګر وړانګو د ماهيپر دنګ غرونه په غیږ کې ټینګ نیولي وو چې موږ پلچرخي ته ورسیدو. د پولیګون د سړي خورو کندو څخه لږ وړاندې، د ښي لاس دیوال ته مې په پام شو. په چڼیدلي خط باندې یوه کرښه لیکل شوي وه: « قشنګ، ارزان، با دوام ». د برغنډ برغنډ سړک بلې غاړې ته یوه غنچه ترهیدلي کابلیان د پلاستیکي ګلانو سره ولاړ وو؛ د هرکلي لاسونه یې ښورول. د مجاهدینو د
د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟
د کرونا وبا له پيل څخه تر اوسه په دنيا کې لومړۍ ستره حضوري نړيواله اقتصادي غونډه.سره له دې چې له تېر کال راهيسې کرونا وايروس ټوله نړۍ ډېره ځپلې ده او اوس یې په لويديځه او پرمختللې نړۍ کې د واکسين او روغتيايي اصولو په نظر کې نيولو سره کرار، کرار څپې په کمېدو دي ، د کرونا وايروس همدې کمېدلو او کمزوري کېدلو ته په کتلو او د کرونا پر وړاندې د پرمختللو هېوادونو د خلکو معافيت او واکسين کېدل لامل شول چې سږکال د St. Petersburg International Economic Forum دوويشتمه نړيواله اقتصادي غونډه په حضوري ډ
د منځنی آسیا کورنی ګواښونه او ستونزې
د منځنۍ آسیا ټول هېوادونه په کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د منځنۍ آسیا ثبات له جدي ګواښونو سره مخامخ کېدای شی. روسان هم دببړو راغی نارې وهی !په منځنۍ آسیا کې احتمالی بې ثباتی په سیمه کې د امریکا ګټې او اهداف زیامننوالی شی. په منځنۍ آسیا کې د ډیموکراتیکو حکومتونو نشتون، پراخ اداري فساد، بده حکومتولی لکه افغانستان، د نفوسو زیاتوالی د توندلاریتوب د خپرېدو او د بې ثباتۍ رامنځ ته کېدو لپاره زمینه اوشرا یط برابر کړي دي. د منځنۍ آسیا دولتو
طالب لومړی چا ګيدړ او نن زمری کړ؟
کله چې امريکا په مستقيم ډول په افغانستان کې د پاکستان په تور پوځ «طالب» بريدونه پيل کړل ترڅو افغان خاورې ته په دې بهانه داخل شي، چې موږ ته ملا محمد عمر او اسامه بن لادن، چې يو بېګانه عرب دی راکړي، خو طالب هم په دې برخه کې خپله لکۍ دوه متره جګه کړه او هغه ور نه کړ، چې په څلرويشت ساعتونو کې خپل حکومت پرې له منځه يوړ او د تورخم له مزي واوښتل ترڅو هلته ورته په حيات آباد او اسلام آباد کې پټ ځايونه ورکړي، چې اسامه بن لادن ته خو يې لا آن په آيبټ اباد کې د استوګنې ځای ورکړ، چې په همدغه بهانه امريکايا
اسرائيل، این غده سرطانی ومتعفن و این زخم ناسور، چگونه در بدن ما، سر برآورد
اسرائيل، این غده سرطانی ومتعفن و این زخم ناسور، چگونه در بدن ما، سر برآورد ؟ عبدالخالق صارم ........................................................ قضیه ازین قرار بود که : هرتزل یکی از بنیانگزاران صهیونیزم، برای ایجاد یک میهن و حکومت برای یهودیان، کوشش خودرا آغاز کرد. نخست موزامبيک و در پی آن کنگو و در سال 1897 م آرژانتین و در سال 1901 قبرس و در پی آن در سال 1902 جزیره سیناء را برای برپایی میهن و حکومت یهودی انتخاب کرده بود . و در پی آن و در سال 1903 و
د طالب په اړه، د افغان حکومت او خلیلزاد متضاد دریځونه
د طالبي غدۍ په وړاندې افغان حکومت او خلیلزاد چې د امریکا د ګټو پر بنسټ طالبانو سره د امریکايي سولې استازولي کوي، متضاد دریځونه لري. دا متضاد دریځونه ورځ تر بلې په ډاګه کیږي. دلته دا نه وایو چې امریکا دې د افغانستان د ملي ګټو په پار تر امریکايي ګټو په یو اړخیزه توګه تېره شي، یا دې هغه بابیزه وګڼي؛ بلکې وایو چې افغانان هم نه غواړي د امریکايي ګټو لپاره تر خپلو ملي ګټو تېر شي او د داسې ګټو لپاره دې د قربانۍ ګډوري وبلل شي. افغانان غواړي په ټولیزو توګه او همدارنګه د طالبانو په تړاو هم، امریکا سره پ
ادا ره امور که د زرداد پاټک
په تیرو حکومتونوکې د چارو اداره يا ننی اداره امور د حکومت او ولس تر منځ د وصل نقطه وه،له دې ادارې مهمې ولسي ستونزې او ناخوالې تر ولسمشر پورې رسيدې، له دې لارې به د ولس ستونزې له هر ډول سانسور او لاسوهنې پرته په پوره امانتدارۍ د وخت حاکم ته رسيدې اوحل کيدې به يانې اداره امور يا د چارو اداره د ارګ د دروازې حيثیت لاره. د کرزي صیب په وخت کې چې کله صادق مدبر ددې ادارې رئيس شو پښتانه به چې ورغلل لونګۍ به يي ورکړه اوهسې به يي غولول خو خپل قوم ته يې له دې ځايه دومره څه وکړل چې ښايي بل هيڅ چا نه و
ارتباط تنگاتنگ رقص و موسیقی با جنایات آمریکا و اسرائیل !
ارتباط تنگاتنگ رقص و موسیقی با جنایات آمریکا و اسرائیل ! عبدالخالق صارم ........................................................ صحنه موسیقی آمریکایی مانند دیگر جنایاتش، صحنه آشفته است با غوغا و هیاهوی گوش خراش و کرکننده وحرکات اجتماعی دیوانه وار، ناموزون وخسته کننده ودرعین حال وحشت زا، که انسانیت انسان را فرار می دهد. این موسیقی با ريتمهايی شديداً افسار گسيخته و اجراهايي بسيار بلند و ديوانهوار، درميان جوانان و کهن سالان آمریکایی و همچنین در کشور های اشغالی شان، به ا
روان حالات او تش په نامه روشنفکران!
لومړی باید ووایم چې د «تش په نامه» روشنفکرانو څخه موخه، یوازې هغه کسان دي چې د حالاتو او پېښو د شننې، څېړنې او د ذهنونو د تنویر ادعا کوي، خو د دې ټولو منطقي پایله یا غايي هدف يي د طالب او جهادي مافیا په ژرنده، په لویلاس اوبه ورسمول دي! د هېواد په روانو حالاتو کې چې د اسلام اباد او تهران په ملاتړ د طالب وسلواله جګړه او د جهادي مافیايي کړیو سبوتاژ يي منځړی جوړوي؛ د مرکزي حکومت کمزوري ښودل یا کمزوري کول او پر شاوخوا يې د ځواکونو د راټولو پرځای، د هغو پاشلو ته مغز او قلم کارول، ایا د روشنفکر
عليپور او هزارستان، د عليپور موخه
د هزارستان نوم په اورېدو مه خفه کېږئ؛ په مرکزي افغانستان، د نجیب وخت کې د (ت ن ن ن ه) په نامه پوځي خوځښتونه را پېدا شوي. د دې ټولو پېښو بېخ بیا د کارمل دورې ته ورګرځي چې د فاطميون نامه یې قومي جوړښت را مینځ ته کړ، الېپور/عليپور وتوانېد چې د ايران باور پر ځان زياد کړي، علیپور نن سبا د هزارستان د دفاع د نا اعلان شوي وزیر په توګه د وسله والو افرادو مالي سرچينو او ميليونونو ډالرو څښتن دی. هزاره ګان له بهره په زرګونه ډالر په هره میاشت کې په مختلفو طریقو او نومونو
د هېرېدو ناروغي
ليکنه: ډاکټر نازيه ساپۍ الزایمر ناروغي (په انگرېزي: Alzheimer's disease) د حافظې ورانېدل منځته راولي چې زیاتره معمولا د ۶۵ کلنۍ عمر وروسته پېښېږي، خو له دې نه په کښته عمر کې هم لیدل کېږي. د ځینو احصائیو له مخی دا مهال نژدی ۷ میلیونه کسان په نړی کی پری اخته دی او اټکل کیږی چی په ۲۰۵۰ کال کی به یی شمیرڅلور برابره لوړ شی . ددی ناروغۍ یو له لاملونو څخه په مغز کی د ځینوموادو لکه البومینو راټولیدل او غټۍ کیدل گڼل شویدی . د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ
د پرېښانۍ/افسردګۍ او اضطراب ناروغي
ليکنه: ډاکټره نازيه ساپۍ نن ورځ په هره ټولنه کي داسي نوي ځوانان وینو چي په خپل ګریوان کي ښکته ګوري ، عصبي او افسرده وي ، څېرې يي هم تغیر کړی وي او هر څوک هغوی ته وايي چي بیړۍ دي غرقه شوې ده، هو ، دا عوامل او ددې تر څنګ ځیني نور عوامل چي ورته به اشاره وشي د یوې داسي ناروغۍ نښي دي چي هغې ته افسردګي ویل کیږي . د افسردګي تعریف : افسردګي داسي حالت دی چي د شخصیت د پیدایښت پر کیفیت باندي ژور تأثیر کوي او له خپل ځان او چاپیریال څخه يي د درک ډول بدلوي . خُلق څه شئ ده؟
خروج امریکا وعواقب پیش بینی احتمالی بحران در منطقه
جوبایدن رئیس جمهور امریکا خروج سربازان خود رااز افغانستان به امریکا تایید کرد که کاری خوب است وی به کانگرس خاطرنشان ساخت که مامسول حکومت سازی درافغانستان نیستیم اینکه بدی ندارد این تصمیم ریس جمهوربرخلاف نگرانی جنرالان هاو مشاورین نظامی و امنیتی تشنه جنگ این کشور که شرایط وامکانات را برای جمع آوری اطلاعات وتهدید تروریسم به مشکلات مواجه میگرداند اعلام نمود.ولی تعریف بایدن از تروریزم تنها درافغانستان نمی گنجد و نبود بلکه از یمن ٬سومالیا٬عراق ٬ سوریه وبرخی ازکشورهای افریقای نیز نام بردواقعیت این
امريکا يو ځل بيا افغانان په نيمه لار کې پرېښود
کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوه او پښې يې سپکې کړې، نو امريکا او نړيوالې ټولنې افغانستان ته شا کړه او افغانانو خپلو کې کورنۍ جګړه پيل کړه، چې اور يې تر اوسه بل دى. په ١٩٨٨ کال کې په جنيوا کې د روسيې ، امريکا او پاکستان ترمنځ يو تړون لاسليک شو، چې د شوروي اتحاد تر وتلو وروسته به په افغانستان کې يو نوى حکومت جوړيږي او هلته به د کورنيو جګړو د نه کېدو تضمين هم پکې شوى و، خو کله چې شوروي اتحاد له افغانستان څخه ووتل، نو امريکا افغانان يواځې پرېښود او دادى د بهرنيو له وتلو
ایانه وځی،وځی ،وځو د سیمې ثبات خرابوی؟
له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونودوتلوضرب الاجل را ورسېد واشنګتن کې د امریکا ولس مشر جو بایدن کانګرس ته وویل چې غواړی له افغانستان څخه خپل پوځ وباسی او دافغانستان دحکومت جوړونې مسولیت ددوی کار نه دی خو دمنځنۍ اسیا د هېوادونوخپلې بهرنۍ تګلارې ته به یوځل بیا کتنه وکړی دا به داسې حال کې ده د۲۰۰۱ کال دسپتمبر یولسمې له بریدونو وروسته دمنځنۍ اسیا هېوادونو په وړاندې دامریکا بهرنی تګلاری په افغانستان باندې دامریکا له جګړې سره مستقم تړاو درلود په دې موده کې امریکا په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته داکما
چين او د سوريې بحران
پيکېنګ او دمشق د اړيکو اوږده او نرمه سابقه لري. ددې دواړو هېوادونو د اړيکو د پيل داستان په ۱۹۴۶ کې د چين نيشنلېسټ دولت لخوا د سوريې په رسميت پېژندلو او په ۱۹۵۶ ميلادي کال کې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيکو په پيل کېدو سره را شروع شوی دی چې د لسيزو په تېرېدلو او د سوريې د داخلي جنګونو سره،سره لا تر اوسه هم ښې او تقريبا پیاوړې پاتې شوې دي.چين د يوه اقتصادي ځواک په توګه د سوريې له داخلي جګړو مخکې ددې هېواد د تجارت يو عمده او اصلي شريک و.او د يوه ځان ساتي هېواد په توګه د خپل خارجي سياست د اص
تروریزم آمریکایی، از تورات و انجیل تحریف شده، نشئت می کند !
قسمت دوم : - حقوق اسیران وزنان در تورات و انجیل تحریف شده. درین جاخواهم گفت که کتاب های تحریف شده و تروریستی تورات و انجیل، در باره اسیران و زنان چی موقف دارد و پیروان خود را به چی سفارش می کند . بعد از آن خواهیم دانست که انگیزه ای این همه تعذیب و شکنجه و کشتار زندانیان مسلمان در زندان ها، یا بهتر است که بگویم در ( محاکم تفتیش عقائد ) گوانتانامو، بگرام، أبوغریب، پلچرخی و در زندان های اسرائیل در فلسطین اشغالی و ... از کجا نشئت می نموده است. خدا برای موسی گفت : ا
د ماسکو ــ مسعود تړون او د امریکا ــ طالب د دوحا تړون
د ماسکو ــ مسعود تړون او د امریکا ــ طالب د دوحا تړون د ثور د ۸ په مناسبت: د ۱۳۷۱ کال د غوایې د ۸ مې نیټې پېښې چې د جهادي مافیا بېلا بېلې ډلې يې په لویلاس او یا ناخبرۍ د جنون تر بریده ستایې، په حقیقت کې د نظارشورا ــ جمعیت او ماسکو ترمنځ د ۱۹۸۸ کال د تړون د پلیتوب په موخه رامنځته شوې. د ماسکو ــ مسعود تړون کې لومړي د افغانستان د فیدریشن او په بل ګام کې د تجزیې پلان په پام کې نېول شوی. د نظارشورا او جمعیتیاتو پرته، د ګلبدین د اسلامي ګوند په ګډون د جهادي مافیا نورې ډلې خوشې د غوايې د ات
در توحش ایدیالوژیک
در توحش ایدیالوژیک (معرفی کتاب «د انقلاب قربانیان») مصطفی عمرزی در تنگنای بحران، بیش از چهل سال است که مردم ما قربانی می دهند. کثرت این تکرار، نام ها و شهرت های زیادی ست که چون انبوه می شوند، زود فراموش می کنیم؛ اما در سوی دیگر آن، کثرت نام ها و شهرت هایی هم انبوه می شوند که هرچند در تناسب مردم نیستند، اما با خلق بحران، خود را نیز غرق کرده بودند. از 7 ثور سال 1357 به این سو که
تروریزم آمریکایی، از تورات و انجیل تحریف شده، نشئت می کند !
قسمت اول : هنگاميکه متوجه، اعمال تروريستى، قتل هاى دسته جمعى، نسل کشی، چپاول و غارت گرى، جنایات سازمان یافته، دخالت در امور داخلى همه کشور هاى جهان و...که توسط ايالات مختلفه آمريکا صورت مي گيرد، می شدم، نخست در من اين شک را پيدا نموده بود که شايد این همه اعمال تروريستى، دهشتگردى، قتل و قتال، ويرانى و... از تورات و انجیل نشئت می کند و آمریکایی ها را دین شان به این همه جنایت و وحشی گری امر می کند و هنگاميکه دقت بیشتر نمودم، دیدم که فرهنگ آفت زده و انسانیت به تاراج رفته و هویت تروریست و
د ثور ٧مه؛ د جمهوريت ريښتونى مزل او يو گونديز جابر رژيم
د ١٣٥٧لمريز کال د ثور اوم د هیواد په معاصر تاریخ کې د ورانۍ، ویجاړۍ، دربدرۍ هغه توره ورځ ده چې دافغانستان لپاره د هولناکو واقعاتو، زړه بوګنوونکو کیسو او ورانوونکو پېښو معتبر ادرس په ګوته کیدای شي. پدې ورځ چې جمهوریت ړنګ شو؛ ټولمنلی منظم او منسجم حکومت راوپرځول شو، د هیوادوالو د وینو رودونه روان شول، په افغانانو هیواد تنور شو، پرته د څو تنو چې د خلق او پرچم حزب ته منسوب وو، په نورو هیوادوالو د ژوند کړۍ داسې راتنګه شوه چې پرته له هیواد پرېښودنې بله لار نه وه ورپاتی. پدې تړاو دلایلو او شواهدو ته
جوبایدن، فاحشه سیاسی است یا حافظه را ازدست داده است ؟
روز شنبه 4 ثور 1400 جوبایدن، کشیش کلیسای قصر سفید، ادعا نمود که، ترک های عثمانی در سال 1915 ارمن های مسیحی را نسل کشی نموده اند )؟!!!) اکنون سؤالی که این جا مطرح می شود اینست که: 1- آیا جوبایدن، یک فاحشه سیاسی است و با این ادعاهای بی مورد خود می خواهد در فضای سیاسی، روسپی خانه جدیدی را برای خود، دست و پا نماید و تا بتواند در این روسپی خانه، سه پر درآمد ترین تجارت آمریکایی (روسپی گری، جاسوسی و قاچاق مواد مخدر ) را راه اندازد ! 2- یا اینکه آقای بایدن حافظه خود را از دست