ملګرو خو چې دبن ککړه اداره جوړوله ایا هغه وخت نه ښخې پیداشوې نه وې اونه بشری حقوقو ته دومره درناوی وه . ولې چا معجزه نه غوښته او نه بله تماشه وه. نه په یوه ډهل ټولو کسانو نڅا کوله! خو اوس ښکاری چې د مېډیا په زور اټکلی تصمیمونو نیو کې بې شمیره دی. داهم دسوشل مېډیا بی سری .
اوس چې سوشل مېډیا دهرچا له خولې او باټو زموږ دټول شموله کابینی تشویش اورېدل کیږی او ښځې هم پلمه کوی نود اګډوډه لنډ غره یوتیوبګنګه مېدیا به څوک سمه کړی ایا د یوه ملت دامن او سکون همدا ګونګسی دی ؟.
برهان الدین ربانی دنورو پېښور ناستی تنظیمونوپه پرتله دقدرت اومقام ډېر تږی وه ربانی په ډېر هوس له مشورې پرته ماسکو ته په منډه لاړ( پاکستان تایمز).کله چې له ماسکوڅخه بیرته راستون شو خان یې دافغانستان داسلامی شورا ریس وټا که ددې لپاره چې دمسعود او د نجیب ګاو له بقایاو څخه ګټه پورته کړی، کمه موده کې یې یوه غونډه راوبلله چې دنجیب نه پاتې زیات پرچمیان هم ورسره ملګری شول ځان یی دافغانستان داسلامی جمهوریت ولی د یوه ولایت یوازې کابل ښار کې ریس جمهور وټاکه.
ملګری ملتونه دناکامو پدیدو تر شا:
د رباني د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د سولې لپاره دملګروملتونو کمزوری، کاواک تګلاری او پلان شنډ کړای شو. دملګرو ملتو لومړۍ،دومه ، دریمه او څلورمه ماده د یوه هېواد برخلیک په هکله څه وایی؟ ملګری ملتو نه ددغې سقاوۍ واکداری دجنایاتو بشپړه احصایه لری په دې وخت کې په ملګرو ملتو کې دافغانستان دایمی استازی زوړکرکجن مکار ډاکتر روان فرهادی ددایمی سفیر په توګه کار کاوه او له هغه څخه وروسته بیا دکابل پوهنتون د سازمان مشر پرچمی جاسوس ظاهر طنین داستاد خلیلی زوې په مرسته مسعود خلیلی پرچمی چې په نیو یارک کې اوسېده په هندوستان کې سفیر وګومارل شو اوبیا یې دبی بی سی دفارسی پروګرام متصدی طنین یې په ملګرو ملتو کې داوږدې دورې لپاره دایمی سفیر کړاو ان داشرف غنی احمدز ی له وخته پورې همدلته پروت وه او کاریې کاوه. دسفیرانوټاکنه هم په ټوله نړۍ کې تنظیمی بڼه غوره کړه . دملګرو ملتوپه انګړ کې د مرحوم عبدالرحمن پژواک افغانی بشپړملی فرهنګ کې لاس وهنې و شوی . د ربانی دکړکېچن سیاسي ځواک او د انحصار په موخه په هېواد کې ډېرې ناوړه نه منونکې غیر ملی جګړې راپیل شوې دغه ملګری ډیر ښه پوهیږی خو دلته د «یو ناما» لخوا د (۱۳۴) انجوګانودراجستر کېدو ګرم بازار او دمجاهدینو ډلو کې دستینګرو داد اوګرفت پلورل او سهم ډېر داغ وه ، (نیو یارک ټایمز)د ۱۹۹۲ کال د اپریل به ۲۸ نیټه کابل ته د تنظیمي ستمي اوپرچمی ځواکونو د ننوتلو سره سم په ښار کې سیاسی انډوخر پیل شو د ښار په ګډوډو کوڅو ، سیمو او له سیمو بهر د توپونو، توغندیو او شوبلو نه دریدونکي درنو او سپکو وسلو باندې بریدونه کېدل، د (اسلامي دولت ) نوم وه خو دواعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو خلاف جنګی جیټ – الوتکو د پرون په ګډ سنګره مجاهدینو او شورشیانو پر بیلا بیلو برخو بمونه ورول ، داد ې واک په سراحساساتی جګړې وې ، چې په پخوانیو نتظیمی ځواکونو سربېره د نجیب ګاو له حکومته ورپاتې ملېشې لکه دخوردضابط عبدالرشید ګلم جم او که ګلم بم، پوځیان او د خاد پولیس هم پکې ورګډ شول . که څه هم دا مهال د روسانو په جهاد څه نا څه شپږ ویشت میاشتې د مخه د هېواد څخه د شوروي پوځیانو د وتلو سره پای ته رسیدلی وو، خو بیا هم یوازې تنظیمي مشرانو نه بلکې د پردیو تر قوماندې لاندې په هر رنګېدلو داړه مارو ډلو، د واک پر سر دې جګړې ته لمن وهل کېده په تېره بیا بمبیرک دخټو زمری ، د واک پر سر دې جګړې ته جهاد او خپلو ملیشاو ته (مجاهدین ) ویل پر هېواد ددې غمیزې په څو کلن بهیر کې چې د صبغت الله مجد دي له استخاره ګر دوه میاشتني حکومت سره پیل او د برها الدین د ستمواکۍ په ټوله دوره کې یې دوام لاره، د افغانانو د ژوند او مال پر شمول هر څه ویجاړ،تباه وبرباد،غټې بی ناموسی او د هر څه چور تالان روان و. ستمیانو د خپل (غصب) کړي قدرت د ساتلو لپاره له ترور او ویرې اچولو څخه کار اخیست او د خپلو نارواو پر ضد یې حتی د بالقوه مخالفانو پر فزیکي نا بودولو لاس پورې کړی وو چې بل پروفیسور شیخ الحدیث د شهادت درجه ورکوی دې ته وایی جاهلانه انحصار!اسلام څه ملامت دی.
دملګرو ملتو د بې کفایته استازی/استازو میلمستاوې په کې چالان وې.کور په کور لکه زلمی خلیل زاد ګرځېده نور باسیف اجیران را پیداکړل .
په کابل ښار کې جګړو،کړکېچونو،پېچومو هغه مهال لا نور هم شدت و موند کله چې پخپله د ستمي ایتلاف تر منځ ډله ایزې نښتې پیل شوې . هغه وخت چې جمهور رییس رباني له قدرت څخه له لاس اخستلو غاړه و غړوله، جنګونو خورا شدت او پراخوالی وموند او کابل د ترهګرۍ په ډګر بدل شو سهار او مازدیګر دحکومت شش ګانه وبچه ګانه طفلانه او مزورانه نارې سورې یې وهلې .( واشنګتن پست) داسې یوه سیمه نشته چې د بم، توغندیو او توپونوله شره څځه خوندي وي . . . رباني په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره قدرت ته ځان کاندید کړی و او چمتو نه و چې ځای تش کړي له همدې امله یې پر سیاسي واک نیونې سربېره د پوځي ځواک د پیاوړي کولوتکل کړی وه ملګری ملتونه لکه نور ړانده سازمانونه هم دالرې او امتیازات تر لاس کول . د حزب اسلامي سره خو رقیب وه او دنورو په ضد یې ځان نور پیاوړی کړ او چمتو نه و چې د مخالفینو په مقابل کې له خپل دریځ څخه په شا لاړ شي . پر بشري حقونو دتیري او د هېواد د مادي او معنوي ویجاړتیا د کچې او وسعت په اړه یو څو لنډ مثالونه: .
پر بشري حقونو تیری او ګذار:
په ۱۹۹۴م کال کې حکمتیار د رباني او د هغه ددفاع وزیر احمد شا مسعود له واکه د لېرې کولو په موخه د دوستم ګلم جم سره لاس یو کړ. دغه فردی دریځ او لارو چارود قدرت لاس ته راوړلو په خاطر په افغانستان کې پراخه کورنۍ جګړې ته لارې هوارې کړې او ملګری ملتونه دخیر به غونډۍ ورته کښېناست ، د اټکل له مخې په ۱۹۹۴ کې د کورنۍ جګړې له امله د کابل ښار ډېرې برخې ویجاړاو کنډوالې شوی اودغه وخت نږدې ۴۵۰۰۰ کسان ووژل شول. ددغه وګړو ډیری قربانیان بېګناه ،مظلوم، بې دفاع مسلمان افغانان ول. بشرول خو دبشر مدافعان په درانه خوب ویده ول . په همدغه کال د دوه شیعه ګانو ګوندونو (حرکت اسلامي او حزب وحدت )تر منځ هم په جګړه کې په سلګونوبېګنا ه افغانان ووژل شول او په زرګونو له هېواده پاکستان ته کډوال شول . د کورنۍ جګړې ناسور د همدې کال تر پایه د هېواد نورو سیمو ته غځېدلی وه، پخوانیو جهادي دبی بی سی تر مینالوژیک قومندانانو هر یو ځان د اسلام ټېکدارو باله، د کابل ښار جنګسالارانو خپلو کې ویشلی وه، د کابل هر سړک د بېل جنګسالار تر کنترول لاندې وه. دغه مهال له بده مرغه معصومی باعفته افغان جنکۍ ، ښځې د جنګسالارانو د اخلاقی او اسلامی روحیې پرضد لکه څاروی د جنسي ښکارسبب شوې او هغوی به په خپلو کورونو کې خوندي نه وې . غلا، لوټماري ، جنسي تیری انسان ته سپکاوی د ورځې دتوپک چره وګرځېده ، افغان نجونې به د پیسو په بدل کې په عربانو او پاکستانیانو پلورل کیدلې، افغانستان په بېرحمانه ډول د بیسوادوغلو،لوتمارو زور واکانو تر منځ وویشل شو. افغان اقتصاد ی زیرمې د تباهۍ کندې ته ور غوځار شوې، کابل د هډوکو د سوداګرۍ په بازار بدل شو، یو ناما همدې بربریت سره خو ښ وه د افغانستان شتمني او د کابل موزیم د زورواکانو لخوا لویدیځ لرغونپوهانو ته ډالۍ شو، دلاجوردو،زمردو و یاقوتوقاچاق قیمتونه بیساری راوغورخول(ګار ډین) د نړیوالې بخښنې سازمان وایې چې : په ۱۹۹۳ کې وسلوالو مجاهدینو د ښځینه دماغي ناروغانو په روغتون یرغل وکړ او د ناروغانو په ډله ایزه توګه بې ستره کولو یې لاس پورې کړ، رباني ته وفا داره ځواکونو په ۱۹۹۳ د جنوري په میاشت کې د غچ په ترڅ کې د شیعه ګانو په کورونو یرغل وکړ او د هغوی ښخې او ماشومان یې بندیان کړل په ځوانو او پیغلو ښځو یې جنسي تیری وکړ او کورونو ته یې اور واچو. (ګار ډین)
مایکل ګریفن له عیني شاهدانو سره د مرکې په ترڅ کې لیکي : چې د ۱۹۹۳ په فبروري کې د رباني د حکومت ځواکونه د هزاره سیمو افشارو ته ننوتل او تر یو زر پورې ملکي کسان یې ووژل د زړو ښځو او کوچنیانو سرونه یې غوڅ کړل، او ټول یې په ډله ایزو قبرونو کې ښخ کړل ، امنستي انترنشنل د یوې ځوانې ډاکټرې خبرې راخستي او زیاتوي : هغوی دولس تنه ټوپکیان زما د کور ور مات کړ. بیا یې زما د خور د سپکاوي تکل وکړ، زما د هغوی د مخنیوی هڅه وکړه، خو هغوی زما پلار سخت وواهه او دهغه یوه پښه او لاس یې غوڅ کړل او سپي ته یې و غورځول . د برها ن الدین د ډلې جمعیت اسلامي یوه قومندان په ښار کې یوه میړوښه تښتولې وه د هغې میړه د افغانستان د اسلامي دولت مشر رباني ته عریضه وکړه . رباني یې تر عریضې لاندې ولیکل (محترم قومندان صاحب !زنش بدهید ). په دې ډول په سلګونه نور دردونکي حقیقتونه او واقعیتونه ددې محکومې واکمنۍ پر مهال پیښ شوي دي ملګری ملتونه دې داوخت له هغه وخت سره مقایسه کړی. .
پر تاریخ او ملی ارزښتو نو تیری:
د هېواد فرهنګي تاسیساتو ته اوښتل شوی زیان د اټکل له بریده اوښتی وو. پدې دوره کې د افغانستان ملي موزیم لوټ تالان شو او په بهرنیو هېوادونو کې لیلام ته وړاندې شو، د دارالامان ماڼۍ سورۍ سورۍ شوه، ملي ګالري د کندهار او غزني موزیمونه وېجاړ شول، د کابل پوهنتون، کابل پولتخنیک، د کابل طب انستیتوت، د افغانستان د علونو اکاډمي، حربي پوهنتون، دهوایي مدافعې پوهنتون، د تخنیک او پولیسو اکاډمي په سلګونو زره کتابونه لابراتوارونه او نورې نسخې له خاورو سره خاورې شوې یونیسکو، او نړیوال سازمانونه دحکومت دکابینی اصلی متخصصان چېرې ول؟ .
د هېواد پر اقتصادي بڼو او سکتوری برخو تېری او تور مارکیټ:
د برهان الدین رباني په مشرۍ ایتلاف د افغانستان اقتصاد ته داسې زیان اړولی دی چې د هېواد په تاریخ کې یې سار ی نه لیدل کیږی. د رباني د حکومت پر مهال په کابل کې دوه زره لویې او وړې فابریکې، کوچنۍ لاسي دستګاوې او د لاسي صنایعو کار ځایونه لوټ تالان او ویجاړ شول . د اقتصاد پوهانو په نظر د ستمیانو په دوره کې د افغانستان اقتصاد ته اوښتی تاوان د نورو په پرتله څو برابره و، د هغه لامل دادی چې د هېواد ټوله مادي شتمني ښارونو ته راټوله شوې وه او د افغانستان ټول صنعتي مرکزونه په ښارونو کې و. کله چې ستمیانو په د افغانستان په ښارونو ناتار جوړ کړ، نو دا هر څه یې د ځان غنیمت ګڼه نو ځکه یې په ګاونډیانو وپلور . د رباني د حکومت د افغانستان پر اقتصاد بل ملا ماتوونکی ګذار دا و چې په ټنونو افغاني بانک نوټونه یې په روسیه کې چاپ کړل دغه ټولې پیسې د جمعیت د جګړه ایزو عملیاتو د دوام لپاره کارول کیدې . د رباني د دورې یو کس داسې څرګندونې کوي . کله چې نوې پیسې چاپ شي نو د بګرام هوایي ډکر ته په کانټینرونو کې راوړل کیږي بیا ددې پیسو په یوولسو کې لس برخې مسعود ته او یوه برخه یې رباني ته لیږل کیږي . مسعود هغه پیسې بیا پنجشیر ته لیږدوي او په جګړه ایزو عملیاتو او د قومندانانو په پیرلو یې لګوي . دغه ټولې پیسې پرله پسې ګڼه سیریل نمبر ) نه لري. د راپورونو له مخې : هغه منبع چې د رباني حکومت ته پیسې چاپوي، د رباني د حکومت ځیني چارواکي په ګډه ددې پیسو یوه اندازه په تور بازار کې په بهرنیو اسعارو بدلوي او دځان لپاره یې ساتي . یو پرتلیزه احصاییه ښیي چې د ټولو هغه بانک نوټونو ګڼه چې له ۱۹۹۲ د مخه په افغانستان کې د ټولو رژیمونو لخوا چاپ شوي یو زر درې سوه یوولس میلیارد افغانیو ته رسیږي. د رباني په لومړیو کلونو کې د بانکنوټونو د چاپ شمېر څلورزره درې سوه پنځوس افغانیو ته ورسېد چې درې زره نهه دېرش میلیارد افغانۍ زیاتوالی ښیي. یوه څېړه ښیي چې د هغه پیسو اندازه :
الف- د ارواښاد پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه په ۴۲ کلنه دوره کې چاپ شوي نولس میلیارده افغانۍ
ب- د شهید محمد داود خان په پنځه کلنه دوره کې ۲۸ میلیارده افغانۍ
ج- دمزدورو کمونستانو په ۱۴ کلنه دوره کې ۷۰۰ میلیارده افغانۍ
د- د پروفیسور برهان الدین قاتل رباني په څلور کلنه دوره کې دولس زره میلیارده افغانۍ
چاپ شوي دي. د ځینو سرچینو پر بنسټ د هغو پیسو اندازه چې روسانواحمدشاه مسعود ته په بګرام کې ورکولې د هغو پیسو یوولس ځله زیاتې وې چې د افغانستان بانک کې راجستر کیدې، پدې سربېره څه نا څه ۴۶ ټنه سره زر د افغانستان د ملي بانک پشتوانه د احمدشا مسعود لخوا په ۱۹۹۶ کې پنجشیر ته وتښتوله. د پیسو دغه سرسام اوره پولی تورم (انفلاسیون) تور بازارهېواد له ډیرو ستونزو سره مخ کړ د خلکو ځانګړې شتمني کم ارزښته شوې، دغه د کنترول څخه وتلي حالت د هېواد په اقتصاد کې د افغاني اغیز له منځه یوړ، او دهېواد په لویو ښارونو کې بهرنۍ پیسې دود شوې ، دغه چارې په هېواد کې د شیانو د نرخونو بیې له سلو څخه یونیم زرته لوړې کړې . دمساله ای مرتجع ډاکټر انور الحق احدي په خپل یو مضمون کې وایې : کوم تورم (انفلاسیون ) چې د پیسو د چاپ نتېجه وي حکومت ته د ا قدرت په لاس ورکوي چې د خلکو نقدي شتمنۍ د ځان کړي له بده مرغه درباني د واکمنۍ پر مهال همدا څه پیښ شول.خو احدی دهمدې ادارې یو مسول احساساتی او هوسی غړی وه دډاکتر کلیمه دغه ډول شخصیت نفی کوی.
نور بیا ..............
ــــــــــــــــــــــــــــــــ