دتاریخ په پارچه کې کوم ممتحن پوښتنه کړې وه چې سلطان محمود غزنوی دکوم خای اوسېدونکی وه؟
نجلۍ کوم ځواب نه وه لیکلی پلاريې پوهوله چې د (غزنوی) معنی داده چې په غزنی کې اوسیږی یادغزنی څخه دی او همدارنګه قاسم بغدادی ، رحیم بغدادی،عارف بغدادی داتول بغداد کې اوسېدلی دی.
بله ورځ همداسې یوه بله پوښتنه راغله چې دشهاب الدین غوری کور چېرې وه؟
نجلی ولیکل دا تول دبغداد اوسېدونکی دی.
دناتو ناکام،مزور،شرمنذه لېوان دتروریزم ځاله یوازې افغانستان بولی خو په دېپلوماتیک اړخ او دریخ کې ور ته مناسب وړاندیز نه لری دفرانسې ولس مشر زړه په شل کلن اشغال لا یخ نه دی ایمانویل مکرون دملګرو ملتو به کوم نورم او ستندرد دافغان ولس بشری مرستو لپاره دټول شموله په نوم شرطونو وړاندیز کوی ؟ فرانس انتر شبکه دې دانګریزانو خساء(کینګ ډم) پاچایې ، دشمالی کوریا،د نړۍ نورداسې هېوادونه شته او امثا لهم ته دې ټول شموله نظام و غواړی ایا د مکرون له فرانس انټر شبکې سره په مرکه کې دا فغان ولس په کورنی سیاست کې مستقیما مداخله نه ده ؟کله چې وایی «موږ ټول شل، چې اروپایان، امریکایان، چین، روسیه او په افریقا، اسیا او لاتینه امریکا کې ستر هیوادونه یوو…. باید په زغرده ووایو او د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه وټاکو» خو مکرون هم دنجلی په څېر یوازې بغداد په نښه کړی. دادوه لسیزو فرعونیت ته څه دول جواب اوتعریف لری؟ ک.ممکرونم هم ده د ممدوولسمې وړاندې طالبانو ځینې اقدامات وکړل
دښځو حقوق ، بشری حقوق ،دبیان ازادی نړیوال فاسد او پاسیف عناصر داټکل له هوایی کړکی پکه وهی دا خبره په ڼړۍ ،ملګرو ملتو ،داروپا اتحادیی کې اوس ډنډوره شوې مطلب دی او په انډوخر باندې بدله شوی. بناء بشردوستانه مرستې له لاس وهنې سره توپیر لری.

اصلا دغه غونده باید دسیاست تر نوم لاندې دبشری مر ستو لپاره په هېڅ توګه خنډ نشی . دافغانستان اسلامی امارت دمرستو په برخو کې باید سملاسی با کفایته دېپلوماسی، بېړنۍ مرستو ته چمتووالی ولری او دډنمارک ، شیطان انګریز ،المان ، فرانسې او نور بهرنیو چارو وزیرانو په وړاندې خبل دیخ له ولس سره شریک کړی وزیران دې خپلې خبرې بیرته واخلی بغداد دې نه ورنه جوړوی د ښاغلي ډراګي دایتالیا صدراعظم سیاست دې غوره کړی ، په غونډه کې له وخته مخکې پلمې/ بهانې دحل لاره نه ده په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو سره د اسلامی امارت نظام رامنخ ته شو،سولې او امن ، اود بشري ناورین په کمېدا او د ترهګرو پر ضد مبارزه د افغانستان د اسلامی امارت مهم اهداف دی خو د رسمیت نه مخنیوي په لارو چارو کې که ګاوندی هېوادونه دی اوکه نړۍوال خپل نړیوال دریځ باید روښانه کړی دښخو حقوق ،دبیان ازادی، او نور دخیل ټولنیزه مسایل باید دتولو نړیوالو هېوادونو په څېر عامه تناسب ولری . ناتوباید په افغانستان کې دخپلې ناکامۍ غچ اخیستلو په بدل کې بشری مرستو ته دترهګری په نوم پلمې جوړې نه کړی نړیوال او ملګری ملتونه دې دړندو چرګانو په څېر خانونه نه جوړوی باید بېړنی ګامونه اوچت کړی. سره له دې چې نړی دافغانستان به تېره بیا ملګری ملتونه او اسلامی بې شمېره هېوادونه ښه پوهیږی چې ا فغانستان کې بشری ناوړین ډېر کړکېچن دی.
ماریو دراګي وویل:" لومړۍ تر هرڅه هلته (افغانستان) کې بېړنۍ بشري مشکلات موجود دی. هغه څه چې زه یې اورم دادی چې هلته بشري ناورین د رامنځ ته کیدو بېړنی دی ځکه افغانستان تراوسه پورې لاد نورې نړۍ ملاتړی نلري."
دغه جګپوړي ایټالوي چارواکي وویل، یو شمیر هیوادونو ممکن نه، باید افغانستان ته څه ورکړي او بېړه وکړی خو د هغه په باور په افغانستان کې یو ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کې دی او دا د نړۍ د شتمنو هیوادونو مسولیت اونړیوال فرهنګ دی چې د بشري ناورین مخه ونیسی او د مخنیوي او د انسانانو د ژوند د ژغورلو په هدف سره متحد شی اولاس سره یو کړي. ملګری ملتو نه اویو شمېر اسلامی هېوادونه پرې نږدی چې بشری ناوړین په زیاتېدو شی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په دې غونډه کې به د نړیوال تروریزم پر ځاله د افغانستان د بیا بدلیدو د مخنیوي په لارو چارو هم خبري اتري وشي. ولې افغانستان باید دوه لسیزې دتروریزم تر نوم لاندې یوخل بیا ټپې نشی
هغه وویل:" بله موضوع داده چې ولیدل شوي نړیواله ټولنه او جي ۲۰ هیوادونه غواړي کوم ګامونه واخلي څو یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله د افغانستان د بدلیدو مخه ونیسي."
د ایټالیا صدراعظم د افغانستان په اړه د جي شل هیوادونو د غونډې د جوړیدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې د خوراک نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې ۱۴ میلیون کسان په کافي اندازه خوراکي‌ مواد نلري.
د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) پخپل تازه راپور کې ویلي چې د تازه سروې له مخې په افغانستان کې یوازې پنځه سلنه(۵٪ )کورنۍ کافي خواړه لري.
دغې ادارې زیاته کړې ده چې په ښار کې مېشتې لوستې کورنۍ هم د ډندو له لاسه ورکولو، پیسو د نشتوالي او د خوراکي موادو د نرخو نو لوړېدو له امله اغېزمن شوي دي.
په راپورکې راغلي چې دوه میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ(سوءتغذی) له جدي ګواښ سره هم مخامخ دي. د خوراک نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس په روانه سپټمبر میاشت کې د یاد پروګرام له لارې ۹۶۵۰۰۰ کسانو خوراکي مواد تر لاسه کړي دي.
راپور زیاتوي چې (WFP) خپلو همکارانو ۱۳۶۷۶ ټنه خوراکي مواد تسلیم کړي دي.
خو د خوراک نړیوال پروګرام پخپل راپور کې ویلي چې دوی تر ډسمبر میاشې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر او د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه بیا تر اپرېل پورې ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د اندېښنې په ښودلو ویلي و چې اوس مهال په دغه هیواد کې ۱۰ میلیون ماشومان بشري مرستو ته جدی اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۸ میلیون وګړي چې ددغه هیواد نفوس څه باندې نیمايي برخه تشکیلوي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ایټالیا صدراعظم په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د اکتوبر د ۱۲ په غونډه کې به د جي ۲۰ په غړو سربیره، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، قطر، هالنډ او هسپانیا استازي هم ګډون وکړي.
د اګست په ۱۵ نېټه واک ته د طالبانو له رسیدو او پر ټول افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته اوس افغانان او نړۍ ګوري چې آیا طالبان به یوځل بیا د ۱۹۹۰ لسیزې سخت قوانین بیا عملي کړي
کوم افغانان؟که هدف دبن دککړې معاهدې دسهامی شرکت فاسد غله وی :بغاوتګر اودولا،حامد کرزی ،زاخیلوال او نور خاین او که تنظیمی دالرخواره رهبران اوټېکه داران چې اصلا افغانستان کې ځای نه لری اوس شپه او ورځ د ټول شموله حکومت چیغې وهی داکوم عقل منی چې درمې لېوان دې بیا په کار واچول شی.