په تېرو شلو کلونو کې افغانستان، د هغه خلک، سرکار او خاوره د داسې خلکو او ډلو ټپلو له خوا یرغمل وه چې د بن کنفراسن، امريکايي نېواک، دوو افغان هېوادمشرانو او بهرنيو لاسوهنو ورته لار اواره کړې وه. هغه ډلې ټپلې چې مشرانو يې د جهاد داوې کولې، په ۱۳۷۱ ل کال کې د ډاکتر نجيب الله تر واکمنۍ وروسته د هېواد په کورنۍ جگړه کې داسې ښکېل شوې چې هېچا يې نه يوازې د مظلوم جگړه ځپلي افغان انسان د وينو پروا ونه کړه، بلکې لا يې په هېواد کې د چور، چپاول، د بې گونا انسانانو په سرونو کې مېخونه ټک وهل، د خلکو پر ناموس تېری او نور داسې زړه بوږنوونکي جنايتونه ترسره کړل چې د افغانستان په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي. 

دغه تش په نامه جهادي ډلې ټپلې د واک و ځواک او د انسان وينې تویولو ته دومره تږې وې، چې د شلو کالو په تېرېدو سره هم د دوی تنده ماته نه شوه. لا له هماغه ۱۳۷۱ ل کاله راهيسې بیا د هېوادمشرانو حامد کرزي او اشرف غني په واکمنیو کې ټول مادي او مانيز امتيازونه د دوی په واک کې ول. د هېواد د ملي او ځاني شتمنيو لوټ يې خپل روا حق باله. په سرکار کې يې واک و ځواک خپله روا ټيکه بلله. هم يې له سرکار څخه معاش اخيست، هم د سرکار مخالفين ول او هم يې سرکار ننگاوه. د هېواد د بېلابېلو قومونو په منځ کې يې د ملي بې اتفاقۍ او ژبني تعصب توخم وشينده. په ځانگړې توگه په دولتي کچه له پښتنو او پښتو ژبې سره تعصب يې تر دې کچې وو چې په پښتو ژبه خبرې او يو پښتو کتاب يې هم نه شو زغملای. 

بهرنيو هېوادونو ته جاسوسي کول، د افغان سرکار کمزوری ساتل، د افغانستان د ملي گټو سپکاوی، هېوادپلوري، د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ته گواښ، د سولې مخنيوی، په هېواد کې د ودې او پرمختگ په لارو کې خنډونه جوړول او مخنيوی يې کول، د افغانستان د وسله پوځ پرضد دوښمنانه چلند، د هېواد په ځينو ولايتونو کې د واکمنۍ ټاپوگان جوړول، د ځينو نامسؤله وسله والو ډلو او د هغوی د مشرانو زېږول او د ارگ له لوري د هغوی ملاتړ هغه څه ول چې د افغانستان د خلکو ارام ژوند او د هېواد شتون يې له خطر سره مخ کړی وو.    

د ليکنې له اوږدېدو څخه د مخنيوي په پام کې نیولو سره راتلونکي سرکار ته د اوس لپاره دا لاندې سلاوې ورکوم: 

لومړۍ: د هېواد ټولې سیمې، په تېره بيا هغه ولسوالۍ يا ولايتونه، چې د هېواد مرکزي واکمنۍ ته ترې گواښ پېښ شوی، دې په کره ډول تلاشي شي، هلته ټوله موجوده درنه، سپکه وسله او پوځي تخنيک دې د مرکزي حکومت اړوند، مسؤل او حساب ورکوونکي اورگان ته وسپارل. 

دويمه: اوسمهال د هېواد شمالي ولايتونو ته يوازې د سالنگ له لارې تگ راتگ کېدای شي. دا لار کله کله د ځينو ستونزو له کبله بنده شي چې تگ راتگ پرې شونتيا نه لري. چارواکیو ته وړانديز کوم چې د هېواد شمالي ولايتونو ته دې يوه بله داسې لار هم جوړه کړي چې له يوې خوا د طبيعي يا ځينو نورو پېښو له کبله د سالنگ لويې لارې د بنديدو په صورت کې ترې کار واخيستل شي او له بلې خوا پر سالنگ د ترانسپورتي گڼې گوڼې مخنيوی وشي.   

درېيمه: په افغانستان کې دې يو داسې حلقوي سړک ودان شي چې د هېواد یو گڼ شمېر ولايتونه سره ونښلوي. دا لار نه يوازې له اقتصادي، ټولنيز او لېږندويي پلوه اړینه ده، بلکې په هېواد کې د امنیت ساتلو له پلوه هم خورا مهمه بلل کېدای شي. 

څلورمه: د افغانستان په ټولو بندرونو کې دې سکن دروازې ودرول شي، ټول هغه توکي چې له بهره هېواد ته راځي، هغه دې له دغو سکن دروازو څخه راتېر، وڅارل شي، او د هر ډول ناقانونه وسلو، چاودېدونکيو توکيو مخنیوی دې وشي. همدا راز دې بريدوال ځواکونه جوړ شي تر څو له گاونډيو هېوادونو سره د پولې ساتنه وکړي. 

پېنځمه: د پلازمېنې کابل په ټولو هغو دروازو کې، چې لارې يې پلازمېنه له نورو ولايتونو سره تړي، دې سکن دروازې ودرل شي. د پلازمېنې د امنیت په پار دې هر ډول بارکښ او نابارکښ ترانسپورت ددغو سکن دروازو پر مټ کنترول کړای شي. 

شپږمه: راتلونکی حکومت دې يو داسې ميکانيزم جوړ او په کار واچوي چې پر مټ يې په راتلونکي کې د هر ډول زورواکۍ، لنډغرۍ او مافيايي کړيو د راپيدا کېدو مخنیوی وشي.   

اوومه: راتلونکی حکومت دې تر هر څه لومړی د هغو لويو اقتصادي پروژو پلي کېدا او بیا امنيت ته پام واړوي چې د هېواد له خاورې تېرېدونکې دي او د هېواد بوديجې ته گټورې دي. لکه د ټاپي پروژه او ځینې نورې. 

اتمه: ټولې هغه ځاني او حکومتي ځمکې او شتمنۍ، چې د پخواني حکومت زورواکو او مافيايي کړيو غصب کړې وې، هغه دې خپلو خاوندانو ته او سرکاري هغه دې د سرکار اړوندو اورگانونو ته وسپارل شي. 

د اوس لپاره همدومره 

د ۱۴۰۰ ل ل کال د وږي ۱۶