روانې چارې او بېلابېل
افغان کډوال له بریده وروسته استرالیا کې ځان خوندي نه احساسوي
افغان کډوال عبدلهادي مرادي چې تیر کال د جنوري میاشت کې د استرالیا په اډیلاډ ښار کې پرې د یو استرالیايي وګړي لخوا مرګونی برید شوې وه، د دوشنبې په ورځ محکمه کې وویل، استرالیا کې ژوند کول ورته اوس خوندي نه بریښي. نوموړي وویل، له بریده وروسته دته رواني ستونزې پیدا شوي او د داسې بریدونو د بیا پیښیدو له ویرې رنځ وړي. عبدالهادي تیرکال جنوري میاشت کې د استرالیا د اډیلاډ ښار په (سالیسبوري) سړک کله چې له کاره خپل کورته روان وو، د (ډیویډ جان پیرس) په نوم یو استرالیايي وګړي پرې له شانه
ښکر په ښکر دوستانه لوبه
په افغانستان کې د جګړې د اور د وژلو ، سولې او ثبات د راتلو د پاره ، د امریکا متحده ایالات او د پنجاپ استعماري – تروریستی اداره یو له بله د ښکر په ښکر دوستانه ارامه لوبه کوي. که څه هم د امریکا متحده ایالات څرګندوي چې دوی د هغه مسایلو په هکله چې په افغانانو پورې تړلي دی خبرې نه کوي خو بیا هم د افغانستان خلک د امریکا په فعالیتونو او د پنجاپی استعمار په کړنو باندې شکمن دي . د پنجاپ سره د ښکر په ښکر لوبه کې ډیر داسې ښکاري چې تر اوسه کوم لوری په دې بریالی شوی ندی چې خپلې غوښتنې په
موقت حکومت، که د پنجاب پښو ته غورځېدل!
موقت حکومت، که د پنجاب پښو ته غورځېدل! که افغانستان کې د سولې د بسیا په اړه، افغان حکومت سره د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادو د تربګنۍ او دښمنۍ هڅې او نیتونه یوه شېبه شا ته پریږدو، په لومړي نظر څرګندیږي چې په کور دننه حکومت سره د ځینو ډلو او اشخاصو اختلاف او تربګنې، یوازې د افغانانو د ابدي سیال او بدنیتي، پنجاب په ګټه تمامیږي، چې هیڅ افغان ته د منلو نه ده! که ځیني افغانان او یا ټاکلې ډلې حکومت سره د نظر اختلاف د بیان ازادي او دیموکراسي بولې چې په ځینو برخو کې د پاموړ ده؛ خو د نظام، اسا
اوس غواړي واکسین هم حرام کړي
اوس غواړي چه واکسین هم حرام کړي په دی ملک کي د موسم په تغیر سره د ځینو شیانو حرمت او حلالوالي هم تغیر کوي همداسي نه ده؟ ګوره په غټو سویچونو ګوتي مه وهه چه برق دي نیسي. په دین کي ټول حلال او حرام معلوم دي هر څه تکمیل شویدي او نور نه څه اضافه کیږي او نه هم کمیږي. بس خلاص نور دا اوتي بوتي مه وایه. دا پوښتنه دي ترڅه پوري رایاده شوه، ستا مغز خوسم د شیطان ځاله ده؟ ځکه راپه یاد شوه چه ځیني کسان وايي چه واکسین حرام دي. کله چه کوم شي ستاسو ژوند ژغوري او تاسو یی ددوا په توګه
خط سرخ اول جوزا
براساس قانون اساسی کشور، وظیفه ی رییس جمهور پس از تکمیل پنج سال، به تاریخ اول جوزا پایان می یابد. شمارش معکوس حکومت ناکام دکتور غنی در اول جوزای سال 1398، به خط سرخ می رسد. گمان ها در اوج نارضایتی ها مشهر اند که تیم «دولت سوز»، از خط سرخ (پایان حکومت) عبور خواهد کرد. این زنگ هشدار، در اوضاعی که نارضا
مړي سترګي او مړه کاته- یاره دا دي څه وکړل
یو ځل یی بیا درلیږم تیر ځل خپره نشوه نه پوهیږم چه ولي ؟ مړي سترګي او مړه کاته- یاره دا دي څه وکړل خپل معشوق ته دا خبره کول ښه خوند کوي ځکه په عشق کي دا مړه کا ته نه دي بلکه د بڼو غشي دي چه د سترګود لیندې څخه را وزي او د عاشق زړه د پسرلي د باران په شان – چه للمه مځکه اوبوي- بمباروي. داد میني او عشق اصول دي او مینه هم د درد د زغملو په بنیاد ولاړه ده. زارۍ، ننواتي او عاجزي د میني په مذهب کي ښي خبري دي او د ځینو مینانو په طریقت کي خو حتي فرض ګنل کیږي. چوپ شه د کافر بچیه
عذر بدتر از ګناه!
عذر بدتر از ګناه! په څو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د رامنځته کېدو خبره کوي. نوموړي د تېرې کب میاشتې په ۲۴ مه، په باجوړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو خبرداری ورکړی وو. هغه ویلي ول «افغانستان کې به یوه ښه حکومت رامنځته شي، داسې یو حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي ، جګړه پای ته ورسیږي او په هغه ځای (افغانستان کې) سوله رامنځته شي» د عمران خان د داسې څرګندونو په تړاو، افغ
اندونیزیا کې ګڼ شمیر ناقانونه کدوال نیول شوي
د اندونیزیا د مهاجرت ریاست وايي، د شنبې په ورځ یې د (تانجنګ سینکانګ) ښار په بندر کې د پولیسو په همکارۍ لږترلږه ۱۵۵ ناقانونه اندونیزیايي مهاجر کارګر نیولي چې تازه له مالیزیا څخه بیرته اندونیزیا ته راستانه شوي وه. د دغه ریاست په وینا، یاد مهاجر کارګر د سیمه ایزو خلکو د اطلاعاتو له مخې چې په دغه غیر رسمي بندرګاه کې یې د ګڼ شمیر وګړو د تګ راتګ په هکله پولیسو ته سپارلي وو، ونیول شول او د قاچاقبرو ډلو له منګولو وژغورل شول. د یاد ریاست په خبره، په ژغورل شوو کسانو کې ۱۲۰ نارینه، ۳۲ ښځ
تایلینډ وايی د انسان د قاچاق پر وړاندې سختو اقداماتو ته دوام ورکوي
د تایلینډ مرستیال لومړي وزیر (پراوېت وانګسوان) په يوه غونډه کې ژمنه کړی چې د هیواد سرتاسره به د انسان د قاچاق وړونکو ډلو پر وړاندې په دوامداره ډول سخت اقدامات ترسره کړي. مرستیال لومړی وزیر پراوېت چې د تایلینډ د دفاع وزیر دنده هم پرمخ وړي دغه غونډې ته چې د انسانې قاچاق د مخنیوي په پار جوړه شوې وه، ډاډ ورکړ چې د تایلینډ حکومت د انساني قاچاق ضد اقداماتو تراوسه مثبتې پایلې درلودلي دي او په راتلونکې کې هم ترې د ښو لاسته راوړنو هیله کیږي. نوموړي ویلي، اړوند چارواکي به د تایلیند په ه
حیف و میل و سوء استفاده
هر دو جنبه ی ضیاع دارایی های عامه (حیف و میل و سوء استفاده) را می توان در عملکرد دولت مشاهده کرد. در عرصه ی فرهنگی و رسانه یی، تجمع افرادی که تلاش می کنند از رییس دولت منجی سیاسی بسازند، در انبوه حضور، اما مُخل و مزاحم، مردم را به ستوه آورده است. حرف در این است که اگر واقعاً از کفایت بهره می داشتند، چرا از طول اقتدار ملی کاسته می شود؟ دربن
سدسازی در برابر صلح
تقابل سیاسی در حد سقوط اخلاقی، حکومت را در برابر مهم ترین آرزوی افغان ها، یعنی صلح قرار می دهد. خیلی عجیب است که ادعا هایی حکومت جهت تامین امنیت مردم، برعکس عمل می کنند. پس از آغاز مذاکرات جدی صلح بین الافغانی، سعی دکتور غنی و همکاران نزدیکش برای سبوتاژ صلح، حکومت را به حد مُخل درآورد. این افت اخلاقی که عدم تعهد افغانی (ملی) در آن مشهود است، این حقیقت را نیز تبیین می کند که اعتماد ما به تیم به «تحول و تداوم»، نه همانی
موضع سخیف
تحلیل سطحی روابط خارجی افغانستان، چنانی که در سفر اخیر به اصطلاح مشاور امنیت ملی دکتور غنی رونما شد، در چند بُعد، بسیار نگران کننده است: انحصار حکومت در گرو حلقه ای که روزتاروز در حد بی تجربه یا کم تجربه سقوط می کند. بی ثباتی دایمی شخص اول کشور و فشار های مضاعف که در نبود مدیریت موثر رونما می شوند و در بازتاب داخلی و خارجی، حکومت را در چهار راه تصمیم قرار می دهند. از آن جایی که اغراض در تعیین افراد کم تجربه یا بی تجربه،&nbs
د نیوزیلینډ ترهګریز برید: کرکجنو خبرو د یو برتانوي سیاسي مبصر ویزه فسخه کړه
د استرالیا حکومت د مشهور برتانوي ملتپاله جورنالیست او سیاسي مبصر (میلو یانوپولوس) ویزه وروسته له دې فسخه کړه چې هغه د نیوزیلینډ په تروریستي برید کې یو شمیر وژل شوي مسلمانان له ترهګرو سره په تړاو تورن کړل. د استرالیا د مهاجرت وزیر ډیویډ کولمن د شنبې په ورځ وویل چې د کرایست چرچ د تروریستي برید په هکله د یانوپولوس کړې خبرې خواشینونکي او له کرکې ډکې دي او د دغه ډول افکارو درلودونکي اشخاصو ته استرالیا کې ځای نشته. کولمن وویل، «په کرایست چرچ کې ترسره شوې برید د وحشت او نفرت څخه ډک ی
د نیوزیلینډ ترهګریز برید پرمهال د بریدګر سره د افغان کډوال مبارزه وستایل شوه
عبدالعزیز هغه اتل افغان کډوال دی چې د نیوزیلنډ بریدګر سره یې مبارزه وکړه. د نیوزیلینډ پولیس وايي باوري دي چې بریدګر برنټون ټرنټ دا برید په یوازې سر کړی دی، خو هغه افغان چې دی یې په دوهم جومات د برید پر مهال له پښو وغورځاوه عبدالعزیز نومېږي. عبدالعزیز کلونه مخکې له کابله نوي زیلنډ ته ولاړ. دی د برید پر مهال په دوهم جومات (لینوډ) مسجد کې و چې له جوماته بهر یې د خلکو چیغې واورېدلې. د رپوټونو له مخې کله چې ښاغلي عزیز پوه شو چې پر جومات برید شوی، د کریډت کارت یو ماشین یې را
په کارپوه او مسلکي کسان اوس کولای شي د استرالیا ویزې ترلاسه کړي
د استرالیا د مهارت لرونکو ویزو د ترلاسه کولو لپاره د دندو نوی لیست خپور شو. د استرالیا حکومت وايي د مهاجرت په سیستم کې یې یو لړ نوي بدلونونه رامنځته کړي او د مهارت لرونکو ویزو د ترلاسه کولو لپاره یې یاد سیستم ته یو شمیر نوې دندې او شغلونه وراضافه کړي. د استرالیا د کورنیو چارو وزارت وايي، نوي بدلونونه د دې لپاره ترسره شوي ترڅو استرالیا ته د لوړو مهارت لرونکو بهرنیو کارګرو تګ په منظم ډول وساتل شي او ورسره د استرالیا د مارکیت اړتیاوې پوره کړل شي. په نوو بدلونونو کې د مهار
کړکېچن حالت او د حکمتيار بې پروايي
که څه هم چې له جهادي مشرانو څخه د ښېګڼې تمه لېونتوب دی، خو په ګوډ او مات توپير سره ښاغلي حکمتيار ته سترګې ور اوړېدلای شي. له بده مرغي چې د روان کړکېچن حالت په اړه يې بې پروايي نه يوازې د ژورې اندېښېنې، بلکې د غندلو وړ ده. ښاغلی حکمتيار د امريکا پر چل او مکارۍ او د طالبانو پر سوډرۍ، ناپوهۍ او بې سارې بې عقلۍ ښه پوهېږي. په همدې توګه ښه پوهېږي چې د افغانستان اوسنی حالت تر تېرو اووه لسو کلونو ډېر کړکېچن دی او نه يوازې ګاونډې ملکونه، بلکې کورني شرمښان د دې لپاره تياری نيسي چې څنګه د دې م
خلیلزاد په تقدم او تاخر کې تېروتلی دی!
خلیلزاد په تقدم او تاخر کې تېروتلي دی! د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د مارچ په ۱۴ مه، امریکا ته د سفر په مهال، طالبانو سره په خبرو اترو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازي، زلمي خلیل زاد په هغه دریځ نیوکه وکړه چې نوموړی يي طالبانو سره په دوحه کې د پټو دروازو ترشا مخې ته وړي. سي بي ایس نیوز وایي، ښاغلي محب ورته ویلي:«موږ فکر کوو چې یا زل (د زلمي خلیلزاد د نوم لنډه بڼه) – سفیر خلیلزاد نه پوهېږي چې څرنګه خبرې وکړي یا ممکن د ده دا کار کوم بل علت ولري. څه چې دی کوي د داس
سوله، طالب، امريکا او د شرارت زاويې
هسې خو هم په افغان مېني د طالب زېږد د يوې لويې بدمرغۍ پيلامه او د اسلام لپاره ستره بدنامي وه او ده، خو د سولې لپاره يې له امريکا سره وروستۍ بې پايلې ناستې د افغان ولس په وړاندې د يوې بلې لويې خونړۍ توطئې جوړول دي چې د سولې په نامه يې د تړلو دروازو شاته تراشي. او دا دي نن دغه توطئې د پنجاب مشر عمران خان هم تصديق کړې چې په افغانستان کې يې د يوه نوي حکومت د راوستلو اعلان وکړ. که څه هم چې عمران خان به د خپلې خبرې په مانا ګوډ او مات پوهېږي که نه، خو په دې ښه پوهېږي چې افغان حکومت ته د خپل ملت ګټې
سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه!
سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه! عبدالله وردک لومړۍ برخه انګلستان - مارچ - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وی. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا د زیاتره افغانانو وروڼو او خویندو څخه دغه خبره ډېره اورېدل کیږي، چې د افغانستان ټولو سیاسی ګوندونو، د خپل ملت سره خیانت وکړ، او دوی ټولو سیاسی ګوندونو ته، په یوه سترګه ګوري. زه پخپله، له دغه خبرې سره موافق نه یم. زما په فکر سره ټولو ګوندونو
د مزار شریف د ورستنیو حوادیثو قانونی ارزونه
عزیزالله (حقپال ) د بلخ د ورستنیو حوادیثو قانونی ارزونه په هیوادونو کی تغیر او تبدیل د حکومتی چارواکو یو عادی او نورمال کارونه دی چی د دولت د واکمنانو لخوا د خپلو قانونی صلاحیتونو په چوکات کی صورت نیسی پدی لړ کی د دولت د جمهور رئیس د ځانګړی فرمان له مخی عبدالرقیب مبارز د پولیسو یو افسر د بلخ ولایت دامنیه قوماندان په ټوګه ګمارل کیږی ، له بلی خوا د مزار امپراطور اعطا محد نور چی لس کاله د مزار شریف والی پحیث پاته شوی وه د بلخ د امپراطوراو جنګسالار په توګه
ایا عطا نور د یوه قومندان د ګمارنې او سلب حقوقي واک لري؟
ایا عطانور د یوه قومندان د ګمارنې او سلب حقوقي واک لري؟ کله چې عطا محمد نور د بلخ ولایت له مقام څخه ګوښه شو، اوس په حکومت کې نوموړی کوم حقوقي شخصیت نه ګڼل کیږي. همدارنګه که څوک د ولایت په مقام یا بل مقام کې دنده هم ولري؛ د حکومتي چارواکو بدلون رابدلون خپل پروسیجر لري او داسې مقام چا ته حقوقي واک نه ورکوي چې د چارواکو په ګمارنه او سلب کې دې د تنظیمي، سمتي او یا بلې خپلوۍ پر بنسټ لاس ووهي او واک دې ولري! ګمان نه کیږي چې عطانور دې له داسې پروسیجره بې خبره وي، اوس پوښتنه دا ده چې نومو
عطا محمد نور ناقض قانون و افزار سیاسی ایران-روسیه
ارسالی: داود نعیم " گزارشات و تحلیل های ژرف سیاسی به ما میرساند که موضوع تقابل عطا محمد نور با دولت افغانستان فقط به تغییر قومندان پلیس بلخ خلاصه نمی شود! عطامحمد نور با پیام اخیرش در قدم اول از مالکین دوکانها و مغازه ها تقاضای مسدود نگهداشتن دوکانها و مغازه های شانرا نموده است، با این عمل وی در قدم اول مارکیت بلخ را کرخت و فلج گردانیده، رقم نارضایتی مردم را در بلخ بلند می برد. ایران و روسیه که در پی پلان های منطقوی برای خودشان اند، دولت افغانستان را یک "پروژۀ امریکا
یوه لسیزه په توقیف کې
یوه لسیزه په توقیف کې ـ استرالیا کې پناه غوښتونکي د ناټاکلې مودې لپاره کریسمس ټاپو ته لیږدول کیږي. یو رپوت وايی، کله چې تیر کال د سکاټ موریسن حکومت د کریسمس ټاپو د کډوالو توقیف مرکز وتړو، نو دغه حکومت په ویاړ سره وویل چې د خپل کار په دوران کې یې ټولټال دا اتلسمه توقیف خونه ده چې استرالیا کې تړي. دغه حکومت دا هم وویل نور اړتیا نشته چې د کریسمس ټاپو توقیف مرکز په څیر ځایونو باندې بې ځایه لګښت ترسره شي ځکه استرالیا ته د سمندر له لارې د راتلونکو ناقانونه کډوالو شمیر راکم شوی.
استرالیا: ملي امنیت ته د ګواښ په صورت کې به پناه غوښتونکي کریسمس ټاپو ته ولیږو
د استرالیا حکومت وايي، له پنځوسو زیات هغه پناه غوښتونکي چې اوس په سمندری توقیف مرکزونو کې دي او د استرالیا امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي، که چیرې درملنې ته اړتیا ولري نو هغوی به د استرالیا په ځای د طبي درملنې لپاره د کرسمس ټاپو توقیف مرکز ته واستوي. د استرالیا د مهاجرت پالیسۍ په اساس، هغه پناه غوښتونکي چې غواړي د سمندر له لارې استرالیا ته ورسیږي، په سمندر کې نیول کیږي او په پاپوا نیوګینیا او نایرو هیوادونو کې سمندري توقیف مرکزونو ته استول کیږي. خو د استرالیا حکومت د فبرورۍ په میاشت ک
یو افغان پناه غوښتونکی له ځانوژنې هڅې وروسته روغتون ته لیږدول شوی
د رپوټونو په حواله د استرالیا د سیډنې ښار د کډوالو او پناه غوښتونکو په (ویلا ووډ) توقیف مرکز کې یو تن افغان پناه غوښتونکی له ځانوژنې هڅې وروسته د دغه توقیف مرکز د چارواکو لخوا په بیړه د سیډنې ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوې. دغه ۲۷ کلن افغان پناه غوښتونکی د دوشنبې په ورځ سهار ۵ بجې د توقیف مرکز د مسولینو لخوا په خپل اطاق کې بې هوښه موندل شوې. د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف وايي، یاد افغان پناه غوښتونکی له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د ناقانونه کډوالۍ په جرم په توقیف کې ساتل