دالهی( ج) بې بدیله نعمت او پېرزوینه ده اقسام اوانواع نه لری د باعزته او بې عزته قاموس په نوم نه جلا کیږی یوه سوله او صفا سوله ! دیوه بشپړ معیار لورونه اود رحمانیت مهم ګام دی چې د ژوندانه د نورو نعمتونو په ډېرو برخوکې د ګټې اخیستنې لپاره د هوسا ،بې کرکې ،بې زور اوزرو ، افراط او تفریط ،چل اومنافقت ،لافو او باټونه څخه اخوا په کور،کلی ،ښار اوولس کې دپرمخ تللی ژوند بنسټ جوړونکې ده . بهترین او عالی ترین حسن نیت او صفت خکه دی چې تولنه دپوهې په لوری بیایی او بدلون راځی نن سبا دانسان په ذهنیت کې
اوله ژوند سره دوسایلو او ابزارو تړاو دومره معقولیت پیداکړی چې تخنیک او تکنالوژی یې په ډیرو برخو کې شاهده ده . ددې نعمت په قدراو ارزښت هغه ولسونه پوهیږی چې له دې ارزښتونو څخه برخمن وی. سوله په یوه ټولنه کې ډېرې حیاتی برخې ،قلمرو، منسجم سیاسی لرلید او اغېزې لری .سوله ظاهری بڼه او ریا کاری نه لری زورواکی ،جګړه ماری ،اوټولې فردی خپل سری له منځه وړی .دواک انحصار غندی ،زورواکی او کرکه او سیاست لوبوته دپای ټکی ږدی اوپراخ متمرکز بهیر باندې راڅرخی .د فقر ،لوږې ، بې کاری،نسبي بیعدالتی سره نه ستړی کېدونکې مبارزه کوی .د هېواد له ټولو منابعوڅخه په غیر عادلانه تو ګه ګته اخیستل دملی مصالحو سپکاوی د سولې د اصولو خلاف کاردی اوستر خیانت یې بولی.سوله ددین اوهېوادله دښمنانو او مخالفینوسره ددسیسو او سازشوونو له لارې جوړجاړی محکوموی .سوله کې بهرنی سازمانونه ،سفیران ،جاسوس، لاس وهونکی، مدا خله ګراجنت ، استخباراتی کړۍ او هرنا بلل شوی خولۍ او چپنې له وخته مخکې د ښځو د حقوقوادعا و ې اوپلمو، کا واکه تخریبی لاس وهنې په کلکه ردوی .ځوان ځواکونه،علمی کدرونه په حکومت کې کار اهل کار ته سپارل،اخلاص او انصاف ،دقربانی او انعطاف دوه اړخیزه لوری د سولې اصلی اهداف ټاکی .محافظه کاره ریاکا ران ،دروغجن شهرت خوښونکی ، په نفس سپاره دجالان ، مغرور او متکبر پاټکیان او دتش سیاست په نو م پخوانی او اوسنی واکدران دسولې فرهنګ کې خای نه لری دلته مې هدف له فرهنګ څخه دود او کلچر نه دی خکه ډیری هېوادونه کلچر لری ولی له اسلامی فرهنګ بې برخې دی. سوله پټه خزانه نه ده بلکې په ډانګ پییلې او ټول اوصاف یې څرګند دی.دڅلورو لسیزو د کړکېچونود پیغام آغاز!به سوله کې دعلم اوحکمت په مرسته باید سیاسی ګټه واخیستل شی نه د بغاوتګر په نوم ډرامه!
سوله په ټولنه کې دجهالت ،ناپوهی ، حماقت،شیطانت،بد مرغۍ اوفاسد سیستم سره دوخت او شرایطو پر بناء په کلکه جګړه کولی شی نو طبیعی خبره ده چې حق حقدار ته هم رسېدلی شی او دالهی( ج )دنعمتونوڅخه په سمه توګه ګته اخیستل کیدای شی چې دسولې عملی کېدل دغه مزایا اوښېګڼې دځانه سره په عادلانه توګه ،انصاف او اسلامی فرهنګ کې ډېرې مثبتې وړتیاوې لری .اسلام د سولې او ډاډ،انسانی کرامت،اخلاق ،عدالت او انصاف ،او امت وسط دین دی هرډول انسان ته بې له هرډول انحصار او بندیز،ژبې ،سیمې ،نژاد، رنګ،مادی برتری او بهتری بلنه ور کوی چې سوله کې ژوند وکړی حتی څاروی په سوله کې په ډېر فزیکی قوت سره بې له منطق یو او بل منی اوهمدارنګه کاینات . سوله د انسا ن ارزښت،عزت،مال او نامو س خوندی کوی چې داستر کمال دی.دسکون او اطمینان باور به ټولنه کې را پیدا کوی سوله خیر دی اوقوت ،اعتبار او انسانی کرامت ،خپلواکی او شرافت،سلامتیا او ژمنتیا.سوله کې دهرې بشری تولنې،انسانی نیکمرغی، اصالت ،بریالیتوب ، ډاډ،فضا په ډېره سمه تو ګه تامین کېدای شی. سوله انحصار نه ده حدود اربعه هم نه لری سوله کې سیاسی،اقتصادی ،شخصی ،سمتی او ګروهی سیالی کې به سالمه توګه بېساری پرمختګ کولی شی چې سوله ایزه تګلاری یې داسلام پر اصولو اوعقایدواستواروی امن او سوله د اخرت او دنیا نیکمرغی ده او له غلامۍ نه تولنه ژغوری مینه او محبت رامنځ ته کوی.د سولې ارزښت په اقرا ء پیل شوی.
«ولاتستوی الحسنة ولا السته ادفع بالتی هی احسن فاذا الذی بینک وبینه عداوة کانه ولی حمیم»
نیکی او بدی هېڅکله نشی برابرېدای نو د بدی مخه په ډېرو ښوسره ونیسی بیابه وګوری هغه څوک چې له تاسې سره پخه دښمنی لری ستاسې دخواخوږی دوست په شان به وی.
سوله ایزه ژوند د هر انسان او هرې ټولنې اړتیاده د یوه هېواد دا فرادو هوساینه اوټولنیزې ښېرازې په سوله امن او خواږی پورې تړلی دی نه دلېوانو اتڼ !سوله په اسلامی فرهنګ کې یو منل شوی اصل دی .سوله کې ګواښ نشته مشت نمونه خروار باندې تاکید نه کیږی دتو هین واستهزا په وړاندی روښانه دریځ لری . مهمه نه ده چپ وی او که راست. دا ډیره مهمه ده کله چې یو څوک ځان ته لیکوال وایی او بیا دبل لیکوال ستاینه کوی داهم سوله ایزه نظر دی چې خپلې املا او انشا ،دنارینه او ښځینه نومونو مراعات،د جمع او تفریق اصطلا حاتو توبیر په سمه توګه وکړی که په بله ژبه نه پوهیږی بیا دې نه کاروی دمثال په تو ګه دفرهنګی کمیټې مشر وایی: الحکم الله ولې که هدف یې الحکم لله وی نو زیات توپیر لری .اوهمدارنګه انا الله وانا الیه راجعون دې په انا لله وانا الیه راجعو ن باندی بدل شی. با عرض معذرت یو لیکوال هم مسولیت لری .
دمسلمانانو قوت اوییاوړتیا، دطبیعت او چاپېریال سلا متیا،دخیر اوفلاح لاره لټول ،دجهالت په نوم ددښمنیو له منخه وړل،دکورنیو سلامتیا، له مشروع لارې څخه د مال او شتمنی تر لاسه کېدل،دالهی(ج) له نعمتونو څخه ګته اخیستل ،په اسلام کې د هرموءمن دبری راز په نصیحت او خیر رسونې پورې تړل شوی .سوله یوازې دننه بلکې بهرکې هم داهمیت وړ ده او دملی او اسلامی سیاست لپاره متناسب ،باوری ،او دبهرنیو لارو راشو او درشو کې باید اخلاقی دیپلوماتیک اړخ ولری.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پایله: واعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو .
دټپی افغانستان ددایمی سولې او ثبات په هیله!
تر بلې لیکنې........................