د وخت د حساسيت او د ممکنه ناورين د مخنیوي لپاره ضرور ده چې نن په زغرده په هغو ستونځو خبره او د حل لپاره يې وړانديزونه وکړو چې د جګړې د اوږدوالي لامل او د سولې په وړاندې خڼد ګرزيدلئ ده.
"واک ته رسيدل او په واک کې پاتې کيدل"
دا هغه ستونځه ده چې په مذاکراتو او غونډو کې د جګړې د اړخونو لخوا په شاذ او نادره توګه مطرح کيږې، خو اصلاً همدغه ستونځه زمونږ د شخړو او جګړو بنسټ جوړوي. تر هغو چې دغه ستونځه حل نشي، جګړه به دوام مومي.
له واک سره د ولسمشر غني په ليونئ مينه لا دمخه پوهيدم، مګر د ملي مصلحتونو له امله مو د نوموړي پلوي کړې ده. زمونږ په هیواد کې ډيرى مشران چې د واک په ګدئ کيناستلي دي، له لږ او زيات توپير سره يې په مختلفو نومونو او بانو د خپل واک د دوام لپاره جګړې ته د مشروعیت ورکولو لپاره هره روا او ناروا لاره نيولې او دولتي امکانات يې د خپل واک د غځيدو لپاره کارولي دي. ولسمشر غني هم استثنا نه لري. د واک مجنون ده، خو په واک کې د پاتې کېدو لپاره د اوږد مهاله پلان پرځاى په لنډو لارو باندي برياوې لټوي. کله د نجيب د استعفأ ستونځه بانه ګرزوي او وايي چې د استعفأ په ورکولو به دنجيب غلطي نه تکراروي. کله رسنيو ته وايي چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د نوموړي واک محدود او کاملاً تشريح شوئ ده. نوموړئ د منتخب ولسمشر په توګه د استعفأ ورکولو واک نه لري. کله کله بيا وايي چې د مصالحې عالي شورا د موقت حکومت د جوړولو واک نه لري او که احياناً داسې غوښتنه ورڅخه وشي، نو ملت ته به د پريکړې واک ورکړي. په دغه خبره نوموړئ اشارتاً د سولې د مشورتې لويې جرګې په څېر د بلې لويې جرګې رابلل موجه ګڼي.
دغه ډول څرګندونې د ستونځې د لا پيچلتيا لامل ګرځي. لمړئ خبره داده چې ډاکټر نجيب په هیواد کې د سولې په موخه استعفأ نه ده وړاندي کړې، بلکې په وطن ګوند کې د ننه د خلق او پرچم د بانډونو ترمنځ رقابتونه د دوستم مليشو په مرسته د پرچم په ډله پورې د تړلو ځينو مشرانو بغاوتونه د نوموړي د استعفأ لامل وکرزيدل. له قرائنو څخه داسې ښکاري چې ولسمشر غني په کور د ننه باور بايللئ ده او نړيوال ذهنیت داسې جوړ ده چې له طالبانو سره د سولې په صورت کې د ولسمشر په واک کې پاتې کيدل نه مني.
د سولې په برخه کې د نوښت او پلان نه جوړول يې عمدي عمل ګڼو، په ناببره توګه د جرګو رابلل او بيايې په سپارښتنو عمل نه کول، د سولي وزارت، بازرس اداره او ښځو د عالي شورا په څېر د نورو ګڼو موازي ادارو جوړول او په دندو باندي د ګمارنې تګلارو يې له هيواد سره د نوموړي د ليونئ مينې درلودلو دعوه مطلقاً نفى کوي. کاري ټيم نشي جوړولاى. له سياسي ګوندونو او عام ولس سره څه چې له خپل شريک عبدالله عبدالله سره هم د ستونځو د حل وړتیا نه لري. په ملت باندې د باور او تکيه کولو پرځاى په لنډه او مصنوعي بريا باور لري. د ښځو او ځوانانو د حقونو د خونديتوب په نوم له ارزښتونه سره لوبه کوي. ولسي توقعاتو او ملي هيلو ته د عمل په ډګر کې تحقق نشي ورکولاى. په ديني ځانګړتياو باندې نه پوهيږي، په ملي حساسيتونو يې سر نه خلاصیږي. په حکومتي چوکاټ کې د مشارکت اصل نه پيژني. د فساد د مخنیوي په برخه کې د نوموړي هڅې ننداره ايز شکل لرى. د سولې په برخه نيمګړتياوې لري. کار اهل ته د سپارلو وړتيا نه لري او په ژمنو باندي د عمل کولو په تړاو د نوموړي شاليد عيبجن ده.د ممکنه بحران په قابو کولو کې يې په وړتيا باور نه لرم. اوس خو د نوموړي په ارادو باندې هم شکمن شوئ يم. لنډه دا چې زما په اند د څلور نورو کالونو لپاره د ولسمشر په توګه د غني زغمل هيواد ته خطرونه زيږوي.
ولسمشر غني د ځوانانو د حقونو د خونديتوب چيغې وهي، خو په جګړه کې د وژل شوي ځوان نيمګړي ارمانونو نشي انځورولاى، د ښځو د حقونو ورکولو خبره کوي خو د وژل شوي افغان د بورې مورکئ په اسويليو کې نغښتل شوې پوښتنې نشي ځوابولاى، د کونډې خورکئ په آهونو کې پرتې ګيلې نشي ارزولاى او د يتيم بچي په سترګو کې د پرتو اوښکو په شکل کې د خپل محرومیت، له جګړو څخه د ستړيا او له سولې سره د مينې داستان نشي لوستلاى.
له دغو نيمګړتياو سره په نوموړي باندي د اعتماد کولو لپاره هيڅ شى شتون نه لري. اوس د نوموړي د واک شريکان هم طوعا و کرهاً ځانونه مجبور ګڼي چې له نوموړي سره د مشارکت د حق ترلاسه کولو لپاره په ژمنو نه، بلکې د عمل په ډګر کې ثبوت وغواړي. د ممکنه بحران په قابو کولو کې د ولسمشر په وړتيا باور نه کيږي. اوس خو د نوموړي په ارادو باندې هم شکونه کيږي.
د خوښئ ځاى ده چې د سولې په برخه کې ولس يوه خوله ده، سيمه ايزه او نړيواله اجماع هم د پخوا په پرتله د قناعت وړ ده، خو متاسفانه د ښکېلو اړخونو ترمنځ د باور کچه ښکته او د جګړې د ختمولو په هکله د هغوى ارادې لاهم د پوښتنو وړ دي.
که د واک د حرص پر ځاى سولې ته د ژمنتيا هوډ شتون ولري، غولول وخت تيرول، دوکه او هغه د پښتو متل خبره نه وي چې وايي؛
"يا به سر په غوائي ورکړم يا به پاس په غوائي کينم" نو د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په وړاندې د بندیانو د خلاصون موضوع خنډ جوړول د حيرانتيا خبره ده. که په جګړې کې د ښکيلو اړخونو په اجندا کې سولې ته ژمنتیا وي، نو بندیان نن يا سبا حتماً خلاصيږي. مهمه داده چې مونږ د وژنو مخه ونیسو. تعجب ده چې د درې سوه بندیانو د خلاصون په بانه د بندیانو له تعداد څخه د څو چنده زياتو افغانانو وژل به رب، ولس او وجدان ته څنګه او څه ډول توجیه شي؟ بندیان ژوندى دى خو د جګړې اړخونه نور افغانان وژني. يقيناً دواړه خواوې له ولس سره لوبه کوي. سوله د مقابل اړخ ماتول او تسليمي ګڼي، په يوه او بله بانه وخت تيروي، په مصالحه او مشارکت باور نه لري. په دغه ډول سناريو کې د بديلې لارې په غوراوى باندي کار کول اړين دي.
طالبان جګړه کولاى شي، مخالف اړخ تنګولاى شي، له ولس سره ځان ګډولاى شي، د جګړو لپاره لاملونه لتولاى شي، بهرني ځواکونه او کورني دښمن ننګولاى شي، په حکومت کې د شته نيمګړتياو، پراخ مالي ادارې او اخلاقي فساد، زورواکي او په حکومت کې د ننه د اختلافات په تبلیغاتي جنګ کې په خپله ګټه راڅرخولاى شي، مګر په هیواد کې د کورني مديريت، نړيوالو اړيکو، له قومونو او لږکيو سره د تعاملاتو، او اقتصادي پرمختګونو په برخه کې ستونځې لري. په ګاونډ سيمې او نړيوالو حساسيتونو باندي د پوهاوي او ورسره د تعامل کولو وړتیا نه لري. جګړه او مديريت مختلف بعدونه دى، ښه قومندان او ښه مدير بيلې وړتیا او جدا استعدادونه غواړي.
ملي يووالي ته د ژمنتیا په برخه کې طالبان د حکومت په پرتله ځينې مثبت اړخونه لري، په ملي نزاکتونو پوهيږي ديني اړخونه رغولاى شي محراب او منبر قابو کولاى شي او د حکومت په مقايسه د فساد کچه پکې کمه ده، خو په سيمه ايزه او نړيواله کچه ورسره حساسيتونه شتون لري او په يوازې ځان د هيواد د مديريت وړتیا نه لري.
د بيان د نسبي ازادي له امله د حکومتي ظلم په وړاندي د ولسي غبرګون مشهودې بيلګي لرو، خو د د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د هغوى د کړنو په وړاندې د هغوى له سخت غبرګون سره د مخ کيدو له خوف څخه څوک هم د احتجاج غږ نشي پورته کولاى. بربنډ واقعیت داده چې د طالبانو له خوا د ملکي تلفاتو، په ځينو ولايتونو کې له ولس سره د طالب چارواکو خشن چلن، پرمختيايي پروژو په وړاندي د خنډونو اچولو، د جينکو له زده کړو سره د مخالفت له امله او په وروستیو کې له امریکا سره د روغې جوړې او له حکومت سره د جګړې کولو له امله ولس له هغوى څخه ناراضه ده. که د روانې جګړې هر لورئ له ارزښتونو څخه د دفاع او مقدس نومونه ورکړي بيا هم د افغانستان خلک د روانې جګړې په سپيڅلتيا باندې باور نه لري. ولس پوهيږي چې که د واک ستونځه نه وي نو طالب او دولتي عسکر د يو بل د وژلو لپاره هيڅ دليل نه لري.
تر ټولو مهمه دا ده چې طالبان د خپلو قومي تړون، پخوانيو مديريتي تشو او له پاکستان سره د اړیکو له امله لا دمخه ستونځه لري. که احياناً فرض کړو چې طالبان به د توپک په زور کابل ونيسي، دا به د يوې بلې خوسا جګړې پيل وي. جګړه به بيا هم دوام وکړي او پوره باور لرم چې د توپک په زور د واک په ګدئ ناست طالبان د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه غير پښتنو توکمو ته کله هم د منلو وړ نه دي.
مونږ پوهيږو چې له ټولو تشو نيمګړتياو او منفي اړخونو سره سره د نظام تسلسل ساتل غوره کار او د موقت حکومت رامنځ ته کول مونږ شاته بيايي، خو سوله اوس مونږ ته د اکسیجن حيثيت لري. که سوله د موقت حکومت په جوړښت راځي نو مونږ بيا سولې ته د ارجحيت درجه ورکوو او شاته تلو تيار يو. بله دا چې طالبان په يوازې ځان د هيواد د مديريت وړتیا نه لري او د څلور نورو کالونو لپاره د ولسمشر په توګه د غني زغمل هيواد ته خطرونه زيږوي.
د موقت حکومت لپاره د وړتیاو لرونکي بې پرې ټيم لټون يوه ستونځه، په مذهبي حساسيتونو او قومي نزاکتونو باندې د هغوى پوهيدل بله اړتیا او له جوړيدو وروسته له ولس سره د هغوى متداومې اړيکې ساتل بل مشکل اړخ ده. د موقتي ادارې تر څنګ د سولې د ټولې پروسې د څار او عملي کارونو د تطبیق او د ژمنو د پلئ کولو په موخه د يوې واکمني شورا تشکیل هم بد غوراوى نه ده چې د موقت حکومت تر مديريت لاندي د سولې د پړاوونو د څار او لګښت واک ولرى.
په هر حال که نيتونه پاک، اراده راسخه، عزم متين او هوډ پياوړئ وي، نو هيڅ ډول خنډونه زمونږ د بريا مخه نشي نيولاى.

په درنښت
عبدالوحيد وحيد
کابل افغانستان