ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده ، خو افغانانو ( اولس ) هيڅكله ازادي نه لرله ، فقط خارجي استبداد په داخلي بدل شوى دئ . 
انګريزان ولا ړل ، خو داخلي انګريزان حاكم شول او دا سلسله تر اوسه روانه ده 
روسان وشړل شول ، لاكن تنظيمي وحشتواكي مسلطه شوه 
او دادي اوس امريكايي اشغال روان دئ او دشر او فساد اداره يې تحميل كړې ده . 
هو همداسى ده . 
نن ورځ دازادۍ خبره دهرې خولې نه اوريدل كيږي ، ځينى حتى امريكايي نظامي يرغل او اشغال ته ازادي وايي او ځينى د قدرت په څوكۍ كيناستلو د اولس دترور ، قتل عام او اوارګۍ په بيه ازادي بولي . 
راځئ ازادي و پيژنو او د حاصلولو او ساتلو دپاره يى دمبارزې ظرفيت او لياقت پيدا كړو او نور ځانونه او راتلونكى نسل د اسارت د ځنځيرونو نه خلاص كړو او دازادۍ تر نامه لاندى ناولي تجارت ته چې دازادۍ د دښمنانو له لوري په شيطاني شكل جريان لري دپاى ټكى كيږدو .
ازادي د ظلم ، اختناق ، استبداد ، بى عدالتى او دزور نه خالي ژوند كولو ته وايي . 
ازادي ترقي ده، 
دانساني حقونو مراعاتول دي 
دانساني كرامت احترام دئ 
د تعقل او تفاهم په وسيله د شريك قانون جو ړول دي چى بى له زوره او اسلحى دتفاهمي او توافقي اساس له كبله اعتبار لري او د ټولنى ټول افراد ورته احترام لري او مراعاتوي يى . 
ازادي په سوله كى ژوند دئ 
ازادي د ټولنى په تصميمونو او پريكړو كى بى امتيازه د ټولنې دافرادو برخه اخستل دي 
ازادي د ټولنى دافرادو په وسيله او نظر برابر دسياسي -اجتماعي -اقتصادي-فرهنګي -امنيتي نظام جو ړول دي . 
ازادي داقتصادي رشد او عامه رفاه منځته راو ستل دي . 
ازادي دقومي -ژبني -مذهبي - نژادي - دپوستكي رنګ او سمت دتعصب په بنا د فتنو او شر وركول دي . 
ازادي دتجاوزي او مداخله ګرانه كړنلارو نه انصراف دئ 
ازادي د افرادو د استعدادونو درشد ، خلاقيت او ابتكار دپاره زمينه برابرول دي او كار اهل دكارته سپارل دي 
ازادي د استعمار او استثمار ردول دي 
ازادي خپل عزت ، ګټه او ارامي دنورو په عزت ، ګټه او هوسايۍ كى ميسريدل دي 
او با لا خره ازادي مقدسه ده او د ې تقدس ته د ټولنى دهر فرد وفاداري او تعهد دئ . 
نو 
اوس به څوك مستند او بى غرضه شواهد ، ثبوتونه او لاسوندونه دافغانستان په ټول تاريخ كى و ړاندى كړي چى دهغى په اساس اقرار او فخر وكړو چى هو مو ږ ( افغان اولس ) ازادي لرله او يا يى لرو ؟ 
ځواب نه دئ 
دافغانستان د ټولو روانو او تيرو مصيبتونو علت د ازاد ۍ فقدان دئ 
او دا مصيبت به ترهغه روان وي تر څو چى دجامعى افراد جسماً او فكراً دازادۍ دنعمت نه برخورداره او په ساتلو يى ځانونه مكلف ونه ګڼي . 
دازاد او خپلواك افغانستان په هيله
 
 
						