طنز

په نوي اساسي قانون کې غل هغه دی چې غلا نه کوي
ښه مسلمان هغه دی چې په خوله د طالب ملا نه کوي
حرام او حلال کارونه سره ګډ سوي دي دې وطن کې
ښه جهاد هغه دی چې مسلمان یې في سبیل الله نه کوي
ښه کارونه په دې ملګ کې لکه د دوبي وریځ په اسمانو ګرځي
داسې بدکړه ان مادر زاده او اصلي شیطان او هېولا نه کوي
عوام وژنه شکول اولوټ روان دی هر چیري چلیږي لکه هوا
داسې کارونه چې بسلمانان کوي ان هغه د اسلام بنګولا نه کوي
هغه چې وي د دې وطن د دښمن ته لاس په نامه ولاړ غلام
داسې په نامه مشران د خلکو په غم درد ژړا انګولا نه کوي
دلته هر واکمن له هوا بې اودسه او جنوب راځي له بهره
څکه یو يې هم په ښه کار اعو‌‌ذ بالله بسم الله نه کوي
دې ډیموکراسي داسې بیزو واني په عوامو خلکو وکړل
چې پر ښکلي ناوې یې توره شپه ان تک تور شابالا نه کوي
غلو داسې حال په دې وطن راوست لکه مچخ په کښت او ونو
چی د زرو کالو ټنبه یي دننه ان په بیت الخلا نه کوي