روانې چارې او بېلابېل


تشدد که عدم تشد د؟

(تشد د که عدم تشد د؟) د بشر او بیا د پښتنو/افغانانو په پیښلیک(تاریخ) کې له قابیل او هابیل راواخلئ تر اوسه ظالم-مظلوم،قاتل-مقتول،زورور -بیزوره، قوی-ضعیف،؛بادار-غلام؛غنی-فقیر؛ جاګیردار-بزګر؛ خان-مزدور...ښکیلاک او زبیښاکګر - مستعمرو او ځپل سوي؛ موجود وو ؛او دي دآدم له اولادې پیل نه تر اوسنۍ ټکنالوژۍ، ستورمزلو ،نوښتونو ...تر مصنوعي ذکاوت (اې.آی ) او د دنیا پر یوه کلي بدلیدلو سره سره دپورتنیو تضادونو په پلي کیدو کې د تاوتریخوالي اوجګړو(تشد د -)او د هغه (عدم یا د تاوتریخوالي نشتوالی )،

14.07.2024 متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

دامام حسين شهادت څه درس راکوي؟

دامام حسين شهادت ددرسونو مجموعه بسم الله الرحمن الرحيم ليکوال : علامه معين الدين ابوالفضل ... محترمو وروڼو ! تاسي ته معلومه ده چې په دې مبارکه مياشت کې د اسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) مقدس او مبارک لمسی حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) اودارنګه کورنۍ او واقعي مخلصان او قريبان يې د يزيد او د يزيد د طرفدارانو له لوري له داسي سختيو او تکليفاتو سره مخ شويدي چې د بشرپه تاريخ کې يې سارۍ نسته ـ د عالَم بشريت د تاريخ په اوږدوکې الله جل جلاله د هر مسلمان لپاره، د هر انسان لپار

11.07.2024 علامه محمد معين الدين ابوالفضل

جنګ او جګړه نه ، افراط او تفریط نه ، دروغ اوپلمه نه ، امریکاء اوروس نه، بیسواد او بې منطقه نه

سوله حق او عدالت ، تعلیم او تربیه، افکار او سوچ، پرمختګ او زعامت ، رښتینولی او اخوت، ڼړیوال اړیکی او مشارکت، کورنی سیاست او ملت سازی او انسانی کرامت د یوه معیار پر مبنا هویت او درایت دی .تفاهم او تعامل ، صلابت او رسالت ، یو موټی افغانستان او حریت هغه بشپړ ټکی دی چې دغه جنګ اوجګړو ، تزویر او ابتلاوو، لافو اوشاپو ، پڅ او ګونګ سیاستونو خوړلی ولس له تور چکړه او خنډونو څخه را ویستلی شی. دداکتر هاتف مختار دریز په دې برخه کې دستاینې وړ دی . فکری قیام ، علم ودانش ، پوه او رڼا کې دهغه (ولې )ته بای

10.07.2024 ع.شریف زاد

قربانګاه حقوق بشر در افغانستان

نشست سوم دوحه خلاف قطعنامه ۱۳۲۵ خود حمایت از حقوق زنان ګذر کرد وخلاف عملکرد های دیپلماتیک واهداف ارزشمند بشری خود زیر پا ګذاشت واپارتاید جنسی اشکارا تزيئد بخشید. سازمان ملل باین تار وپودش ، با این هیاهو وتلاشهای پیګیر بنام حقوق بشر ، حقوق شهروندان ، حقوق آن واین وپیهم بعنوان میزبان نشست سوم دوحه عملا در برابر اکثر شروط ګروه طالبان تمکین کرد . این ساخت وباخت یک سازمان مسئول بایک ګروه که مسئولیت ۴۰ ملیون انسان را انحصاری بدوش میګیرند چګونه میتوان ګفت که یک خبرنګار عادی نه تنها اهداف

06.07.2024 ع.شریف زاد

د ملي محور مشر، ډاکټر روهي: زموږ محور؛ د افغان ولس باورونه او ارزښتونه دي

د ملي محور مشر، ډاکټر روهي: زموږ محور؛ د افغان ولس باورونه او ارزښتونه دي مرکه: ولي الله ملکزی د سیاسي ګوندونو په قاموس کې، د نړۍ لومړنی منظم سیاسي حزب (ولسي ډیموکرات ګوند) دی چې د امریکا دریم ولسمشر، تامس جیفرسن په ۱۷۹۲م کال کې جوړ کړ. بیا دغه لړۍ اروپا او په مزه مزه آسیا او افریقا ته وغزیدله. په افغانستان کې لومړنی مشروطه غورځنګ، ویښ زلمیان، جمعیت وطن او ورپسې د ډیموکراسۍ لسیزې کې ښي لاسو او کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو وار په وار سر راپورته کړ. د څارونکو په باور، دغه ګوندونه

05.07.2024 ولي الله ملکزی

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او په خاص ډول د ۲۰۰۱م کال راوروسته «د نړیوالو تر ملاتړ لاندې جوړ جمهوری نظام» کې د مدني ټولنې اصطلاح او فعالیتونو ډیر رواج موندلی. په شل کلن جمهوري نظام کې په افغانستان کې د مدني ټولنې د رښتینې او روښانه تصویر پر ځای د هغو بدل او بدرنګ کاریکاتور افغانانو ته وړاندې شو چې په ځینو وختو کې د مدني ټولنې او مدني فعال په اړه د خلکو تر منځ د منفی نظرونو د راپیدا کېدو سبب شو؛ په داسې حال کې چې په اصل کې مدنی ټولنه ( civil society) د هېواد په مادي او معنوي ب

03.07.2024 نور محمد غفوری

لنډه لار اوږده مزلونه

مقدمه : کله چې دافغا نستان د اسلامی امارت ډلې خبریال ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دسازمان غونډې ته روان وه نو دایی وویلې چې افغانستان بحران کې دی! واقعا بحران کې دی زه له مجاهد سره سل په سلو کې موافق یم. هو ! افغانستان ډیر اوږده بحران کې دی او دغه بحران ډیر مختلف پېچلی ابعاد لری کورنی بعد یې زموږ له لاسه په کړکېچنو ګونګسیو، بن بست، ناندریو ، بلواګرو خود خواهیو له خم وپیچ نه وځی دغه فرهنګ لکه داور لمبې دتنور په داغه برخه کې کته او پورته کیږی . له بده مرغه داعرف زموږ دټولنې عادت ګ

03.07.2024 ع.شریف زاد

د پردې تر شا برتانيا!

برتانيا چې پخوانی ستر تاریخ لري او د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو ترې خپلواکي اخيستې ده ا، په اوس مهال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پنځو دايمي غړو څخه ده ، د جي ۷ او جي ۲۰ نړيوالو سوداګريزو ناستو غړيتوب لري او هم د ناټو يو تر ټولو برجسته غړی دی . د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په مسايلو او سياست کې ښکېله او د امريکا د متحده ايالاتو کلکه ملاتړې ده . امريکا چې څه شي ته اراده ولري لومړی یې له برتانيا او بيا له نورو هېوادونو سره شريکوي. او د برتانیا یې په هم په هر کار کې لومړۍ ملګرتيا کو

02.07.2024 محمد سليم سليمان

ایا پوهیدی چي د نړۍ اول پوهنتون یوي ښځې جوړ کړئ.

ایا پوهیدئ چي د نړۍ اول پوهنتون یوي ښځې جوړ کړی.؟ تعلیم همیشه د بشر د پرمختګ یوه مهمه برخه وه، چې پوهه، نوښت او کلتوري پرمختګ ته وده ورکوي. د القرويين پوهنتون په تاریخ کې ځانګړی ځای لري ځکه چې دا په نړۍ کې تر ټولو زوړ او په پرله‌پسې ډول فعالې ډګري ورکونکې پوهنتون دی. په ۸۵۹ میلادي کال کې په فېز، مراکش کې جوړ شو، القرويين نه یوازې د زده‌کړې یوه څراغ ده بلکه د اسلامي تعلیمي میراث او بین الثقافتي خبرو اترو یو سمبول دی. فاطمه الفهری د نهمې پېړۍ په لومړیو کې په تونيسیا کې زېږېدلې، وروس

30.06.2024 محمد الکوزی

داد پټی سر دی پټې بیرته سورور دی

دافغانستان ملی زعامت ، ملی حاکمیت ، ځمکنی موقعیت، دکړکېچ وخت ، داوسنۍ معاصرې زمانې خوی او عادت د روزا اوتونبایبوا له پوهې څو برابره لوړ دی روزا په سیاسی برخه کې ددې لانجې او بلواګرو رسنیو په وړاندې مناسب شخصیت نه لری داخبره په ډاګه ده. ځکه موږ په نړۍ کې په یوه داسې کلی کې اوسیږی چې تل دچل اوچم کارغان په کې کاغ کاغ کوی! موږ خپله ارزښتونه ، عرف اوعرفان پوهه اوځواک سختوو دحل لاره یې بل چاته په لاس کې ورکوو ، موږ ته له بل کلی سوله او متانت ، ثبات او اعتماد نه راځی . زموږ دژوندانه اداب اواسلام

25.06.2024 ع.شریف زاد

آیا موږ یو امت یو ؟

د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۲۵ نیټې، د امریکا هوايي څیړنو ادارې (NASA)، اروپایي ټولنې او کاناډا د یوې ګډې پروژې په توګه د جیمز ویب په نوم یو تلسکوپ هوا ته وتوغولو چې لس ملیارده ډالره لګښت ورباندې شوې وو. اصلي موخه یې دا وه چې له نن څخه د نژدې څوارلس ملیارده پخوا د سترې چاودنې (Big Bang) تیورۍ ته عملي بڼه ورکړي او د کهکشانونو انځورونه واخلي. قرآن کریم د الأنبياء د سورت په دیرشم آیت کې د خلقت پیل ته داسې اشاره کوي (أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا - آسمانونه او مځکه

23.06.2024 ولي الله ملکزی

څه کول په کاردی؟

داکیسه نوره زړه شوې ده چې تاڅه وکړل او ماڅه وکړل یا طالب څه کوی؟ دلته ولس وږی،تږی دی له جنګ اوجګړو نور ستړی دی او په معاصر وخت کې له هرڅه شاته پاتې دی. طبیعی پېښی بل آفت دی موږ زیات وخت په تېرو پسې ګرځو یو جمله مو حال بیانوی خو نور ټول زاړه پیامونه ، بړاسونه، افسانې او نیوکې دی چې دګونګوسی بڼه ځان ته غوره کوی او هیڅ ګټه نه لری که له واقعیت څخه سترګې پټې نه کړو موږ دولس لپاره داسې یو کار نه دی کړی چی هغه په ملی اواسلامی کچه دذهنیت جوړولو او ملت سازی پروسه په کې تاءمین اورامنځ ته شی. موږ تل افغ

20.06.2024 ع.شریف زاد

روس، چین، پاکستان او ایتالله ګان ولې وارخطا دی ؟

په رسمیت پېژندل ، تعامل او انعطاف طالبان غواړی خو منډې اوترړې همدې انډیوالانو پیل کړی دی. په پښتو کې متل دی وایې ګوربت چا په مړز نه دی نیولی.! روس په افغانستان یو ځل ماتې خوړلې او ازمایل شوی بیا تکرار به دماسکو ستر اشتباه وی نو ضمیر خان دې په دې برخه دوبرابره سوچ ووهی. چین لا وږی دی او دخپلوږې علاج او درملنه ورته په کارده چین ته ډیر وخت په کار دی چې کورنی ستونزو لاس اوپنجې نرمې کړی او دسیاست ډګر ته راووځی. ای اس آی تور وپنجابیانو دافغانستان لانجو کې په اجتماعی، سیاسی،اقتصادی،سیمه ایزه

15.06.2024 ع.شریف زاد

د دریمې نړۍ هیوادونو ځانګړنې او ستونزې!

مخکې له دې چې د نوموړو هیوادونو ستونزې او ځانکړنې در وپیژنم، ښه به وي چې د دریمې نړۍ په هکله هم معلومات ورکړم. نن وخت په عمومي ټوګه هیوادونه د پرمختګ له مخې په دوو ډلو ویشل کیږي، پرمختللي هیوادونه او پرمختیايې یا د ودی په حال کې هیوادونه. همدغه اوسني پرمختیایې هیوادونه چې پخوا وروسته پاتې هیوادونه هم ګڼل کیدل، د دریمې نړۍ هیوادونو په نوم هم یادیدل. البته اوس ورته د دریمې نړۍ اصطلاح نه کارول کیږي. له دی ټولو شاوخوا ۱۳۴ هیوادونو یې، ۷۷ هیوادونه پخوا د ناپیېلو هیوادونو یا د ۷۷ هیوادونو د ډلې

09.06.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

ملګری ملتونه او احساساتی غوڼډې

په کارده چې ملګری ملتونه دافغانستان کړکېچ ته دسمې لارې له اړخه جدی وګوری نه اټکل. ایا دغه هوسی غوڼډه ملګری ملتونه واقعا دسمو استدلالونو، دقضایاوو مبرمیت، ارزښتونو او اصولو پر بنسټ جوړوی که د امریکا، انګریز ، فرانسې او آلمان په خوښه؟ ملګری ملتونه پوهیږی چې غوڼډه په تکړه غړو، اسباب او لوازمو اود طرحو ساختار او ترکیب په مټ جوړیږی ایا ملګری داتوان اوظرفیت رامنځ ته کولی شی؟ دغه غوڼډه ملګری ملتونه په ملی اونړیواله کچه څه ډول ارزوی ایا دغه دوه مهم ټکی ملی اونړیوال یودبل سره پېژنی څومره؟څ

04.06.2024 ع.شریف زاد

د لويديځ دوه ګوني معيارونه

لويديځ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ايالات، برتانيا، فرانسه او جرمني چې د نړۍ په اقتصاد او سياست ژوره اغېزه لري د شرقي هېوادونو او په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر وړاندې double standard يا دوه ګوني معيارونه لري چې اوس مهال پکې جګړې روانې دي او يا جګړې پکې په نږدې تېرمهال کې پای ته رسېدلې دي، اسراییلو چې د واشنګټن او لندن په اشاره او مرسته یې په تېر مهال کې پر خپلو ټولو شاوخوا هېوادونو حملې کړې دي او په اوسمهال کې له فلسطينانو سره په درنه جګړه کې ښکېل دي ددې دوه ګوني معيار له نمونو څخه يو ښکار

03.06.2024 محمد سليم سليمان

د دوحې راتلونکې غوڼډه

په دوحه کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د غونډې د جوړیدو د پاره هيئتونه کابل ته تګ راتګ کوي او کوښښ کوي چې دااا ګډون په‌کې حتمي کړي . غونډې ،مجلسونه او کنفرانسونه په ملي او بين المللی کچه يو معمول او ضرورتي عمل دئ ، څو د ګډونوالو د پاره په مهمو مسايلو خبرې ،بحثونه ،تبادل د نظر ،پوهاوی او که ځنې شکونه ،سوالونه او ستونزو وي د حل لارې ولټول شي . د غربي -امريکايي اشغال په ختمېدو او د ااا په استقرار سره زموږ د اولس لويه ستونزه او تراژيدي ( اشغال) د بهرني اشغالګرو سره ختمه شوه . خپلواکي حاص

30.05.2024 د،ب،هيښ

تور غار یا Black hole

ویل کېږي چې په هر ستورغونډ یا کهکشان(Galaxy ) کې یو یا څو تور غاره (Black hole) شتون لري. زموږ د ستورغونډ یا شېدولار ستورغونډ(Milky way galaxy ) په مرکزکې هم یو تور غار شته. دا هم ویل کېږي چې په تور غار کې رڼا یا نور او یا بله هر ډول ماده لکه ستوري او سیاري بلع کېږي او له منځه ځي. زما په اند ځمکه هم یو تور غار یا Black hole لري او هغه افغانستان دی. د افغانستان پر ځمکه هم هر ډول تمدن، زبر ځواکونه او امپراطورۍ په خپلمنځي سیالۍ کې بلع کېږي او له منځه ځي. افغانستان پرته له دې چې ځانته

30.05.2024 سرلوڅ مرادزی

د سیمه ییزو اړیکو اهمیت

حکومتونه سقوط کوي خو د سقوط شکلونه سره فرق کوي ،کامیاب ملتونه هغه دي چې له حالاتو زده کړه وکړي او د شرایطو سره سم خپل ځان ترمیم او عیار کړي ، افغان حکومت ته پکار ده چې له تاریخ زده کړه وکړي او دخلکو مشروع غوښتونو ته پر وخت ځواب ووایي ،ترڅو یې حکمراني دوام پیدا کړي ، دغه راز طالبانو ته پکار ده چې د سیمې له هیوادونو سره ښیې اړیکې وپالې او تالاش وکړي چې د امنیتي ثبات ترڅنګ اقتصادي ثبات هم ټینګ شي او ددې کار دپاره اړینه ده چې د (بریکس) هیوادونو سره مکرر تماس ولري او دغه راز د شانګهاي سازمان له تج

29.05.2024 صافی

په فردوس کې دوزخي ټوپک

له نن څخه ټیک ۴۴ کاله وړاندې، موږ د فلپس یوه میرات مړې راډیو درلودله. کله به چې کوم غوړ خبر یا د استاد اول میر داسې فولکوریکه شانتې سندره وه،‌ نو غږ به یې هیسته جَړ پَړ شو. د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمې شپې بل رقم یخني وه؛ شین آسمان له ځلېدونکو ستورو ډک وو او په خوند خوند یې سترګکونه وهل. دغه مهال، زه تنکی ځوان او د دولسم ټولګي شاګرد ووم. ناڅاپه یو ګاونډي مو د بام سر ته وخوت او د خپل شلخي پنځه ډزي ټوپک یو شاجور یې په هوا کې تش کړ. زموږ یو معلم صیب چې غوږونه یې په چترالي پکول کې پټ کړي وو، د نورو

28.05.2024 ولي الله ملکزی

د سږکال اولمپيک لوبو پر وړاندې پرتې ننګونې

له هر څه مخکې به د اولمپيک لوبو په تاريخ لږه رڼا واچوو: د لرغونپوهانو او تاريخپوهانو په باور اولمپيک لوبې په لرغوني یونان کې ترسره کېدې، په پخوانيو وختونو کې دې جشنونو او نمانځلو مذهبي رېښه لرله او د لرغوني يونان د ارباب النواعو او الهه وو د مشر (زيوس) د خوشحالي لپاره به د يونان په اتن کې د المپيا پرغونډۍ ترسره کېدلې ، ددې لوبو لوبغاړي او ترسره کوونکي هغه شتمن خلک وو چې وزرشي کارونه ته یې کافي وخت او پوره شتنمي درلودله. هرڅلورکاله وروسته به ترسره کېدلې او پیل یې له ۷۷۶ قبل الميلاد څخه شوی دی.

26.05.2024 محمد سليم سليمان

دارد ندارد

په لندن کې د افغانستان انترنشنال نغاره چیان نه شرم لری او نه انسانی عفت. زه به هم دمحترم نوروز په ژبه وغږیږم . هغه وویل چې زه نه طالب یم او نه دهغو په خلاف او دازما حق دی اوزه منحیث دیوه مسلمان په توګه کوم شیان چې په دغه بحث کې دیادونې وړ دی خبرې کوم په مرکچیانو کې پیګیر، میرمن نوابی، او دمرستندویه موسسیې غړی نوروز خبرې کولې.. کله چې نوړوز دمیرمن نوابی شخصی ګیلې اوشکوې نقدې کړې نو وحیدې پیکان د پروګرام متصدی دنوابی پرځای کلک دریځ ونیوه. لفظی شخړه دناوړین او طبیعې پیښې په نوم چالانه شوه. د

13.05.2024 ع.شریف زاد

نور محمد تره کي خپله ټولنه سمه نه پيژندله

عبد الباري جهاني: نور محمد تره کي خپله ټولنه سمه نه پيژندله مرکه: ولي الله ملکزی د خان،‌ ملک او ملا مثلث چا او ولې ړنګ کړ؟ آیا پښتانه رښتیا توندلاري او د تشدد لارویان دي؟ موږ ولی ځینو پخوانیو شاعرانو ته بابا ګان وایو؟ د همدې او نورو پوښتنو د ځوابونو په خاطر مې د ملی سرود د شاعر او د اطلاعاتو او کلتور له پخواني وزیر،‌ ښاغلي عبد الباري جهاني سره ځانګړې مرکه کړې چې ستاسې په خدمت کې ده. جهاني صیب: تاسې ۱۶ د نظم او شاعرۍ اړوند او ۱۸ کتابونه د نثر په برخې کې لیکلي او درې نور

08.05.2024 ولي الله ملکزی

تعامل

از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار گویندگان و نویسندگان افغانی کلمهٔ (تعامل) بیشتر از پیش مورد استعمال قرار گرفته و در محیط سیاسی و اجتماعی افغانستان طرح تعامل بین اطراف مختلف سیاسی بعضاً سوالها و سؤتفاهمات را در اذهان ایجاد می نماید که در این مقالهٔ مختصر تا حدی به روشنی موضوع پرداخته می شود. تعامل enteraction در لغت به ارتباط متقابل، سروکار داشتن، کنش و واکنش متقابل و با یکدیگر داد و ستد کردن را می گوید و در اصطلاح عبارت از پروسه و حالتی است که در آن دو یا چند نفر، گروه، دستگاه، یا

07.05.2024 نور محمد غفوری

د سمندر په خیټه کې ، د علم مباح تونل

پرون په لندن کې د ټیلګراف ورځپاڼې او نن د الجزیرې نړیوالې شبکې ولیکل چې د مراکش او هسپانیې هیوادونه په ګډه سره غواړي د جبل الطارق په سیمې کې د سمندر لاندې د اورګاډي تونل جوړ کړي. له اروپا سره د آفریقا د لویې وچې د نښلولو نقشه له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې مطرح شوې وه، خو د هغه وخت تخنیکي وسائلو او ټکنالوژۍ د دې وړتیا نه درلودله چې دومره لویې او خطرناکې پروژې ته اوږه ورکړي. دا تونل چې ۱۷ میله (۲۸ کیلومتره) اوږدوالی به ولري؛ د سمندر په تل کې د ۴۷۵ مترو (۱۵۵۰ فټه) په ژوروالي، د را روانو شپږو کال

04.05.2024 ولي الله ملکزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more