افغان وطن او انګریزان
لسمه برخه:
بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
کله چې ادوارډ لایټین د برتانوي هند نوی وایسرای (۱۸۷۶ ــ ۱۸۸۰) وټاکل شو، د امیر شیرعلي خان په وړاندې د برتانوي هند د « Forward Policy» سیاست پلیتوب د ورځې په موضوع بدل شو.
په ۱۸۷۶ ــ ۱۸۷۷ کلونو کې د برتانوي هند حکومت وغوښتل چې له امیر شیرعلي خان سره نوی تړون لاسلیک کړي او په افغانستان کې د برتانوي استازو د اوسېدلو اجازه تر لاسه کړي. امیر شیرعلي خان کابل ته د برتانوي دایمي استازي له منلو سره سخت مخالف وو، ځکه د افغان واکمنۍ له نظره دا یوازې یو «سفارت» نه وو، بلکې په کورنیو چارو کې د برتانیا مسقیم نفوذ وو.
امیر شیرعلي خان خپله لایټین سره ونه کتل، بلکې خپل لومړی وزیر سید نور محمدشا یې پېښورته د خبرو لپاره ولېږه. سید، د برتانوي هند د حکومت د رسمي استازي سرلیویس پیلي(Sir Lewis Pelly) سره د ۱۸۷۷ کال د جنورۍ په میاشت، په پېښور کنفرانس کې خبرې وکړي، البته د خبرو عمومي لارښوونې او بنسټيز شرطونه وایسرای لایټين له مخکې ټاکلي ول.
د مذاکراتو تر ټولو مهمه مسئله، په افغانستان کې د برتانوي استازو د مېشتولو غوښتنه وه. برتانوي لوري دا شرط د خبرو د بنسټ په توګه وړاندې کاوه؛ یعنې که شیرعلي خان په افغانستان کې برتانوي مامورینو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي، نو نوی تړون به لاسلیک نه شي. سید نورمحمد شاه استدلال کاوه چې پخوانیو وایسرایانو، په ځانګړي ډول جان لارنس، مایو او نارتبروک، له امیر سره داسې تفاهم کړي وو چې افغانستان کې به برتانوي دایمي استازي نه میشتوي، نو ولې اوس لایټن هماغه موضوع په نوي تړون کې د حتمي شرط په توګه وړاندې کوي؟
که برتانوي حکومت ریښتیا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نه لري، نو په کابل کې د برتانوي افسر د دایمي حضور اړتیا ولې دومره ټینګه نیسي؟
د مذاکراتو په جریان کې نورمحمد شاه دا پوښتنه هم مطرح کړه چې که نن یو وایسرای یو تړون وکړي او سبا بل وایسرای راشي، ایا هغه به هم دې تړون ته ژمن پاتې شي؟ هغه په دې توګه د پخوانیو تړونونو او ژمنو د اعتبار موضوع هم راپورته کړه. دا ټکی ځکه ډېر مهم دی چې سید نورمحمد شاه یوازې د یوه مأمور د نه منلو خبره نه کوله، بلکې هغه په اصل کې ویل چې برتانوي غوښتنه د پخوانیو افغان ـ برتانوي تفاهمونو له روح سره په ټکر کې ده. خو خبرې ناکامې شوې. دلته دوه علتونه سره جلا کول پکار دي.
لومړی دا چې د دواړو لورو اصلي غوښتنو سره ټکر درلود. د لایټین حکومت په افغانستان کې د برتانوي استازو حضور د امنیتي او سیاسي اړتیا په توګه غوښت. د هغه له نظره افغانستان باید له برتانوي هند سره داسې نږدې اړیکه ولري چې برتانیا وکولای شي د افغانستان له بهرني سیاست او د شمال له حالاتو څخه باوري معلومات ترلاسه کړي.
خو شیرعلي خان نه غوښتل چې کابل کې داسې برتانوي استازی وي چې د امیر د حکومت پر داخلي او بهرني سیاست بالقوه نفوذ پیدا کړي. دا هغه کرښه وه چې نورمحمد شاه یې د ماتولو اجازه نه لرله.
دوهمه خبره د نورمحمد شاه ناروغي او مړینه وه. نورمحمد شاه له وړاندې سخت ناروغ وو. د پېښور د مذاکراتو پر مهال یې روغتیا نوره هم خرابه شوه او بالاخره د ۱۸۷۷ د مارچ په ۲۶مه وفات شو. د هغه له مړینې وروسته، لایټن د مذاکراتو د دوام پر ځای د کنفرانس د ختمولو امر وکړ. سره له دې چې افغان لوري د بل استازي د لېږلو هڅه کوله. د برتانوي پارلماني اسنادو له مخې، د نورمحمد شاه د مړینې پر مهال بل افغان استازی په پېښور کې موجود وو او نوی استازی هم له کابله د ورتلو په حال کې وو. خو د مذاکراتو ناکامي یوازې دا نه وه چې « سید نورمحمد شاه شرط و نه مانه، نو خبرې ختمې شوې» ، بلکې د اسنادو له مخې، د هغه له مړینې وروسته هم د خبرو د دوام امکان موجود وو، خو لایټن پرېکړه وکړه چې کنفرانس ختم کړي.
ځینې برتانوي اسناد ښۍ چې شیرعلي خان د خبرو د بیا پیل لپاره لا هم هڅه کوله. په هغه وخت کې د برتانوي حکومت لخوا داسې تصور هم موجود وو چې نوی افغان استازی ښای بالاخره د برتانوي شرایطو منلو ته چمتو شي. خو لایټین انتظار ونه کړ او مذاکرات یې یوطرفه ختم کړل.
بلخوا، د لایټین د سیاست په اړه یوه مهمه څېړنه څرګندوي چې نوموړی په دې مرحله کې د امیرشیرعلي خان د حکومت په اړه ورځ تر بلې بدبین کېده او د افغانستان د داخلي بې ثباتۍ احتمال یې جدي باله. د دې پېښې تر ټولو مهم تاریخي ټکی دا دی چې د ۱۸۷۷ کال د پېښور مذاکرات د «روسي خطر» په نوم یوازې یوه عادي دیپلوماتیکه معامله نه وه؛ د اصلي اختلاف په مرکز کې دا پوښتنه وه چې ایا افغانستان به خپل داخلي سیاسي حریم ساتي، که برتانوي هند به په افغانستان کې د دایمي استازو له لارې د مستقیم نفوذ حق ترلاسه کوي؟ د هغه وخت اسناد دا اختلاف ډېر واضح ښۍ.
په یو اړخیز ډول د لایټین لخوا د پېښور د کنفرانس ختمول او بلخوا د «روسیې خطر» زیات پړسول په دې موخه ول چې کابل کې دې خامخا برتانوي استازی( Resident ) میشت شي، خو امیرشیرعلي خان نه روسیې استازی (Resident) غوښت او نه برتانوي استازی.
کله چې برتانیا په ۱۸۷۶–۷۸ کې خپل سیاسي حضور د ملاتړ د شرط په توګه وړاندې کړ، شیرعلي د روسیې له لوري راغلی مأموریت د توازن وسیلې په توګه ومانه. دا چې جنرال نیکولای ستولیتوف (Nikolai Stoletov) د روسیې استازی د ۱۸۷۸ کال د جولای په ۲۲مه کابل ته ورسید، د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ د وروستیو او د افغان ـ انګلیس د دوهمې جګړې په مستقیمو مقدماتو کې تر ټولو مهمه پېښه وه. خو امیر شیرعلي خان روسانو ته په ازادانه ډول بلنه نه وه ورکړې؛ د روسي پلاوي راتګ د روسي ترکستان د والي جنرال کافمان د ابتکار نتیجه وه او امیر په پیل کې له دې وضعې سره زړه نا زړه وو. ستولیتوف د جولای په ۲۶مه یې د امیر شیرعلي خان په دربار کې رسمي لیدنه وکړه.
دا هغه وخت وو چې د روسیې او برتانیا ترمنځ د منځنۍ اسیا او عثماني ـ روسي جګړې له امله لویه اروپايي سیالي توده شوې وه. روسي لوري غوښتل افغانستان له روسیې سره نږدې کړي، او کافمان ستولیتوف ته د همدې لپاره ځانګړې دنده سپارلې وه. خو دا د برتانویانو د دې ادعا په معنا نه وه چې امیر شیرعلي خان روسانو ته واوښت او د روسیې ملګری شو.
امیر شیرعلي خان څو کلونه پرلپسې له برتانوي هند غوښتل چې د افغانستان د خپلواکۍ ضمانت وکړي، افغانستان سره دفاعي مرسته وکړي، کورني او بهرني سیاست ته یې درناوی وکړي او په افغانستان کې دایمي برتانوي استازي ونه غواړي.خو د لایټین حکومت برعکس غوښتل، په افغانستان کې د برتانوي مامورینو د مېشتېدو حق ترلاسه کړي.
په۱۸۷۶–۷۷ کلونو کې د پېښور په کنفرانس کې د مذاکراتو همدا موضوع له بنسټیزو اختلافاتو څخه وه. حتی په برتانوي پارلماني بحثونو کې دا خبره ثبت شوې چې د شیرعلي خان تر ټولو لوی اعتراض دا وو چې لایټن د پخوانیو وایسرایانو د ژمنو خلاف په افغانستان کې د برتانوي Resident غوښتنه کوي.
نو کله چې بیا روسي پلاوی کابل ته راغی، شیرعلي خان له یوه ستراتېژیک انتخاب سره مخ شو؛ که برتانیا له ما سره مساوي او د افغانستان د خپلواکۍ پر بنسټ اړیکې نه غواړي، نو روسیه لږ تر لږه د برتانوي فشار د مقابلې لپاره یو توازن جوړولی شي. خو د دې خبرې معنا دا نه وه چې امیر د روسیې تر تابعیت لاندې راتلل غوښتل.
حتی امیر شیرعلي د روسي پلاوي له راتګ څخه اندېښمن وو او هڅه یې وکړه چې د هغه مخه ونیسي، خو کله چې روسي پلاوی کابل ته راورسېد؛ موضوع د هغه له کنټروله وتلې وه ، ځکه د هغه ردول د روسیې پر وړاندې د دښمني معنا ورکوله؛ په داسې حال کې چې امیر له برتانوي هند سره هم سخت اختلاف درلود او هغه مهال امیر دا د افغانستان په ګټه نه ګڼله.
دا چې امیر شیرعلي خان روسانو ته د دربار رسمي درناوی ورکړ، له دې څخه سملاسي دا نتیجه اخیستل چې «امیر د روسي متحد شو»، یوه نادرسته پرېکړه ده. د برتانوي حکومت له نظره بیا دا توپیر او د افغانستان د هغه وخت اړتیا او مجبوریت دومره مهم نه وو. هغوی داسې انګېرله، برتانوي مامور کابل ته نه پرېښودل کېږي، خو روسي جنرال کابل ته په عزت داخلېږي.
همدا د لایټن لپاره د هغه د سیاست «Forward Policy» د عملي کولو طلایي فرصت او پلمه شوه.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۴ مه
سرلوڅ مرادزی