سید عبید الله نادر
۱۵ د اکتوبر ۲۰۲۲ کال
د نیوکو او د بیان د آزادۍ څخه د طالبانو ویره!
داسي خو هم نه شي کیدای ، چې په یوه نظام کې دي ګوندی هیڅ نیوکي نه وي ،یا انتقادونه نه وي ،د بیان آزادی نه وي ،د اصلاح د راوستو له پاره ښه لاره د نیوکو په ځان قبلول دي،او د بیان آزادی لوی او مهم شرط دی ، که په یو دولت کې چارواکي په خپل سر روان وي ،او هلته د بیان آزادی یا نیوکي د هغو په خلاف نه وي ،آیا چې دا چارواکي به څوک د خپلو ناروا کړنو او سیاست کې ، خپلو غلطیو ته متوجه کړي ،یو حکومت یا اداره چې غواړي د سمون په لور مزل وکړي ،نو د نیوکو څخه باید و نه ویریږي ،ځکه ډیره ځله مصلحین د اصلاح خاوندان کولای شي د نیوکو له لارې د سمون لاره پیدا کړي ،یا ځانونه سم کړي ،نو د نیوکو او د بیان د آزادۍ څخه خو په بشپړه توګه باید و نه ایریږي ،د طالبانو حکومت د کومی ورځي نه چې مینځ ته راغلی او یا طالبان په قدرت راغلي نو په هر ځای کې اورو او په خپلو سترګو، یې وینو چې طالبان ، د نیوکو او د بیان د آزادی څخه سخته ویره لري ،او په اصطلاح و حشتناکه ویره لري ، او دا موضوع نه یواځي د ټولني پوهو قشرونوته ښکاره ده او درک کړې یې ده، بلکه ټوله دنیا پرې پوهیږي ،او عادی انسانان په کوڅو او بازارونو کې هم په دې پوهیږي ،چې دا خلک د نیوکو څخه او د جنکو د تعلیم او پوهیدنې څخه سخته ویره لري ، د ښځو د آزادۍ او د بیان د آزادۍ سخته مخالف دي ، د ښخو د کارکولو نه هم په ټولنه کې ډیره سخته ویره ښايي ، چې ټول یې حیران کړي ، دوي په دي کار سره د بخښلو نه دي ، افلاطون وایي : ( کولای شو ،په آسانۍ سره هغه ماشوم وبخښو ،چې له تیارې څخه ډاریږي، خو اصلی او واقعی تراژیدی هغه وخت مینځ ته
راځي چې انسان د روښنايي څخه وډار شي) ،
د نیوکو د مینځ نه خو دوی په اصل کې په ښه توګه د اصلاح لاره پیدا کولای شي ،
افلاطون وایي:
(هغوي چې مونږ سره موافق دي هغوي مونږ ته آرامتیا بخشي او هغوی چې مخالف دي پوهه رابخښي )،
او دا یو ښه واقعیت دی ، د دې مانا دا ده ، چې مخالفین به مخالفین وي خو د وطن په درد و غم کې به تر هر چا ډیر ځوریږي ،او په وطن به زهیر وي ،نو په دي اساس نیوکي کوي او خپله طرحه او وړاندیزونه وايي ،او دا لوستی خلک وي ، چې د خپل ملت نه په غیر ، د نورو ملتونو تاریخونه یې هم لوستي وي ، چې د وطن تیر تاریخ په رڼا کې دا نیوکي کوي ،هغوي د ملتونو د تیر تاریخ تجربو ته نظر کوي ، او د هغه لید په رڼا کې نیوکي کوي ، هغوي دا تاریخونه لوستی وي ، نو په دي اساس که یوه ډله سیاست کوي نو په دي ټکو باید پوه شي او ځانونه پوه کړي، چې نیوکې تل د هغه چا له خوا کیږي چې په دې وطن زهیر خلک وي ، د هغوي نیوکو او طرحو ته باید غوږ کیښودل شي .او په بی رحمی او بی ادبی ځواب ور نه کړ شي .