افغان وطن او انګریزان
دیارلسمه برخه:
بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
د ګندومګ تفاهم لیک:
د ۱۸۷۹ کال د فبروري په ۲۱ مه امیرشیرعلي خان په مزار کې وفات شو. که څه هم برتانوي هند د امیر شیرعلي خان د کورنۍ د واک د وراثت مخالفه وه او په دې ټکي ترینه امیر شیرعلي خان ناراضه وو، خو د ۱۸۷۹ کال په فبروري کې د امیر شیرعلي خان له وفات وروسته یې د یعقوب خان واکمني په بېړه ومنله. برتانوي هند د امیر شیرعلي خان برعکس، داسې یو افغان واکمن ته اړتیا لرله چې ورسره ژر تفاهم لیک، لاسلیک کړي او په کابل کې د برتانوي استازي( Resident ) حضور او د افغانستان پر بهرني سیاست د برتانیا نفوذ ومني.
لکه چې په تېر بحث کې ورته هم اشاره وشوه، برتانیا له ۱۸۷۸ کال مخکې له افغان دربار، افغان سیاسي استازو، سرحدي خانانو، قومي مشرانو، مخالفو شاهزادګانو او د افغانستان د سیاسي وضعیت له معلوماتي سرچینو سره داسې اړیکې درلودې چې د شیرعلي خان د حکومت د کمزوري کولو او د بدیل واکمن د موندلو لپاره پرې تکیه وکولی شي. امیر محمد یعقوب خان یې همدغسې یو شخصیت موندلی وو. د ګندومک تفاهم لیک د ۱۸۷۹ کال د مۍ په ۲۶ مه د محمد یعقوب خان او د برتانوي استازي کیوناري ( Louis Cavagnari) ترمنځ لاسلیک شو چې د همدې کال د مۍ په ۳۰ مه، د هند د وایسرای لارډ لېتڼ لخوا هم تصدیق شو.
برتانیا د ګندومک تفاهم لیک ځکه ژرغوښت چې د پوځي یرغل له لومړنیو بریاوو څخه یې د افغانستان د بهرني سیاست، مهمو سرحدي لارو او په کابل کې د دایمي سیاسي حضور په برخه کې ستراتیژیکې ګټې ترلاسه شي، بلخوا دوی نه غوښتل چې د جګړې لګښت او خطر بې ‌حده زیات شي.
یعقوب خان د برتانوي پوځ د فشار لاندې مذاکراتو ته ورغی. د برتانیا د ملي پوځ موزیم ثبتوي چې د هغه د راتګ پر لار ۴۷۵۰ سرتېري د برتانوي پوځي ځواک د ښودلو لپاره درول شوي وو. په کمپ کې د پوځ شتون یوازې د تړون د لاسلیک د امنیت لپاره نه وو، د ځواک ښودل او د مذاکراتو پر فضا اغېز اچول یې هم لویه موخه وه. که څه هم تفاهم لیک په رسمي بڼه د دوو لورو ترمنځ لاسلیک شو، خو د دواړو لورو د ځواک او د خبرو اترو د شرایطو ترمنځ توازن برابر نه وو.
د ګندومک انګریزي عسکري قشلې ته یعقوب خان یوازې نه وو، تللی. نوموړي سره نور کسان هم ملګري ول لکه لوی درستیز داوودشا خان، حبیب الله خان مستوفي، میرزا محمد نبي خان منشي او سردار محمد ولي خان لاتي. خبرې د ۱۸۷۹ کال د مۍ په ۸ مه پیل شوې.د انګریزانو استازي، کیوناري د خبرو په مهال په عمده توګه دا غوښتنې وړاندې کړي:
برتانیا باید د افغانستان د بهرنیو اړیکو د کنټرول حق ترلاسه کړي، د خیبر او مچنۍ د لارو کنټرول باید ومنل شي؛ کرمه، پښین او سيبي باید د برتانوي «حفاظت او اداري کنټرول» لاندې راشي او په کابل کې دې د برتانوي استازي(Resident) د استوګنې شرط ومنل شي. دغو شرایطو سره یعقوب خان موافقه درلوده، خو د هغه ځينو ملګرو لکه لوی درستیز داوودشاخان، مستوفي حبیب الله خان او میرزا محمد نبي خان منشي دا شرایط رد کړل او خبرې د مۍ د میاشتې تر ۱۷ مې وغځېدې. «دا مهال سردار محمدولي خان لاتي کیوناري ته یو ځانګړی وړاندیز وکړ او ورته یې وویل، که د کابل پاچاهي ورته ورکړي، نو دغه ټولې خبرې به په پټو سترګو ومني او لاسلیک به وکړي. خو انګریزان پوهېدل چې د سردار محمد ولي خان لاتي د انګریز پالنې نوم په ټول افغانستان کې خپور شوی او خلکو له ډېرې کرکې پر هغه «لاتي» نوم ایښی دی او هغه به هیڅکله په تفاهم لیک کې راغلې مادې پلي نه کړای شي. نو ځکه انګریزانو تصمیم ونیو چې دغه تفاهم لیک خپله په یعقوب خان باندې لاسلیک کړي او د ګندومک د خبروغونډه یې یوازې محمد یعقوب خان پورې ایساره کړه او ځان یې د لوی درستیز او مستوفي حبیب الله له مخالفت څخه بچ کړ.
کله چې د تفاهم لیک د لاسلیک په مهال انګریزانو د محمد یعقوب خان ضعف ولید، د تفاهم لیک شرایط یې نور هم سخت کړل او پر امیر یې د فشار په موخه، د سردار محمد ولي خان لاتي د وړاندیز په اړه هم ورته وویل. امیر محمد یعقوب خان خپل تره سردار محمد ولي خان لاتي ته د اطاعت او تابعدارۍ سره سره، په سیالۍ شو او د ۱۸۷۹ کال د مۍ په ۲۶ یې د ګندومک ننګین او شرمېدلی تفاهم لیک لاسلیک کړ او د افغانستان په تاریخ کې د محمد یعقوب خان تور نوم تلپاتې شو!»
افغانستان در مسیر تاریخ ۶۱۰مخ.
د ګندمک تړون لس مادې لري:
۱ ــ د برتانوي حکومت او د افغانستان د امیر او د هغه د ځایناستو ترمنځ د تلپاتې سولې او دوستۍ اعلان.
۲ ــ امیر باید هغو افغانانو ته عمومي عفوه اعلان کړي چې د جګړې پر مهال یې له برتانوي ځواکونو سره اړیکې لرلې وې او هغوی له سزا او ځورونې وساتي.
۳ ــ د افغانستان بهرني اړیکې به د برتانوي حکومت د مشورو او غوښتنو له مخې پر مخ ځي، امیر به د برتانیا له موافقې پرته، بل بهرني دولت سره تړون نه کوي او پر برتانیه به وسله نه پورته کوي. برتانیا ژمنه وکړه چې د بهرني یرغل پر وړاندې به د امیر ملاتړ کوي.
۴ ــ په کابل کې به د برتانیا استازی، له مناسبې ساتونکې قطعې سره اوسېږي. برتانیا به د اړتیا پر مهال سرحدونو ته هم خپل استازي لېږلای شي، د توافق شویو ترتیباتو له مخې، امیر هم کولای شي په برتانوي هند کې خپل استازی ولري.
۵ ــ امیر به د برتانوي استازو خوندیتوب او عزت تضمینوي، برتانیا ژمنه کوي چې استازي به یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
۶ ــ امیر به د برتانوي تابعیت لرونکو کسانو د سوله ‌ییز تجارت مخه نه نیسي، په دې شرط چې د برتانوي حکومت اجازه او د دواړو حکومتونو منل شوي ترتیبات مراعات کړي.
۷ ــ امیر به د سوداګرو د ساتنې او د مالونو د لېږد د اسانتیا لپاره هڅه کوي، د سوداګریزو لارو د ساتنې، محصولاتو او سوداګرۍ د تنظیم جزئیات به په یوه جلا سوداګریز تړون کې ټاکل کېږي.
۸ ــ برتانیا به پخپل لګښت له کورمې څخه تر کابله، د ټیلیګراف کرښه جوړوي. امیر به یې د ساتنې مسؤلیت لري.
۹ ــ برتانیا به کندهار، جلال‌اباد او نور نیول شوي ځایونه بېرته امیر ته سپاري. خو کورمه، پښین او سيبي به د برتانیا تر ساتنې او اداري کنټرول لاندې وي. د دغو سیمو خالص عواید، د ملکي ادارې له لګښتونو وروسته، امیر ته ورکول کېږي. برتانیا به د خیبر او مچني لارې او له دغو لارو سره د تړلو خپلواکو قبایلو د اړیکو کنټرول هم په لاس کې ساتي.
۱۰ ــ برتانیا به امیر او د هغه ځایناستو ته، د تړون د ټولو ژمنو د پوره کولو په بدل کې، هر کال شپږ لکه روپۍ ورکوي.
ویل کېدای شي، د دې تړون درې مادو د افغانستان پر راتلونکې تر ټولو ډېر اغېز درلود:
په سیاسي پرخه کې درېیمې مادې، د افغانستان د بهرني سیاست د خپلواک تصمیم نیولو ساحه محدوده کړه.
په پوځي او جغرافیایي برخه کې، نهمې مادې برتانیا ته د مهمو سرحدي سیمو او د خیبر او مچني لارو د کنټرول حق ورکړ او د کورني حاکمیت له پلوه څلورمې مادې په کابل کې د برتانوي استازي د دایمي حضور زمینه برابره کړه.
دلته یو حقوقي توپیر هم مهم دی، د نهمې مادې له مخې کورمه، پښین او سيبي په متن کې د افغانستان له قلمرو څخه په دایمي ډول جلا شوي نه دي ګڼل شوي، خو د برتانیا تر ساتنې او اداري کنټرول لاندې یې راوستل د امیر د عملي واک ساحه محدوده کړه.
نو په لنډه ټوګه ویلای شو، ګندومک په اصلي توګه د جګړې د درولو تفاهم لیک نه وو، دا د افغانستان د بهرني سیاست، سرحدي سیمو او ستراتیژیکو لارو په اړه د برتانیا د نفوذ د رسمي کولو سند وو. دلته د تړون د لاسلیک حقوقي بڼه او د جګړې تر پوځي فشار لاندې د هغه د منلو سیاسي مشروعیت د جلا پوښتنې وړ دي.
خو لکه څنګه چې د تفاهم لیک په لومړۍ ماده کې د سولې او دوستۍ اعلان شوی وو، برعکس ډېر ژر څرګنده شوه چې نه سوله راغله او نه دوستي. یوازې څو میاشتې وروسته، د ۱۸۷۹کال د سپتمبر په ۳مه، د کابل افغان پوځیانو، پر کیوناري او د هغه پر ملګرو برید وکړ او ۷۲ تنه یې ووژل. له دې وروسته برتانوي پوځ بیا کابل ته راغی او یعقوب خان له واکه لیرې شو.
خو برتانویان په دې پوهېدل چې تلپاتې اشغال نه شي ساتلای، د ۱۸۸۰ په پسرلي کې چې کله عبدالرحمن له روسي ترکستان څخه د هېواد شمال ته راستون شو، هلته یې د پام وړ ځواک او د سردارانو ملاتړ پیدا کړ.
بلخوا د ۱۸۸۰ کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې برتانوي وایسرای لایټېن غوښتل چې افغانستان د واک په دوه بېلا بېلو سیمو شمال او جنوب وویشي چې کنترول یې دوی ته اسانه وي. د اپرېل په ۱۳مه په کابل کې د برتانوي سیاسي استازي لیپل ګریفن د افغان مشرانو یوې غونډې ته همدا طرحه تشریح کړه، کندهار به له کابل څخه جلا او د یو بارکزي سردار تر واک لاندې راشي. حتی د لایتېن د پلان په اړه د برتانوي پوځي تاریخ په یوه تفصیلي روایت کې راغلي چې د مارچ په ۱۴مه لایتېن، لندن ته وړاندیز وکړ چې عبدالرحمان خان دې د دوست محمد خان د «قانوني وارث» په توګه ژر وپېژندل شي، نور سرداران دې د برتانیا په موافقه هغه ته د تخت وړاندیز وکړي، خو ورسره یې دا هم مطرح کړې وه چې کندهار دې جلا پاتې شي. د برتانیا د هند وزیر هم اجازه ورکړه چې عبدالرحمان خان نوماند شي او یوازې دې د شمالي افغانستان په ساتلو راضي وي.
خو عبدالرحان خان داسې شرط نه مانه، هغه غوښتل د ټول افغانستان امیر وي، نه یوازې د کابل او شمالي. د ۱۸۸۰ د جولای په ۲۶مه د هند وزیر هارټینګټن په پارلمان کې په ښکاره وویل چې عبدالرحمان خان د برتانیا په وړاندیز شکمن دی او هغه د «ویشل شوي افغانستان» پر ځای، د یو موټي افغانستان د امیر په توګه د پېژندل کېدوغوښتنه کوي. دا چې بریتانیا د عبدالرحمان خان شرط ومانه، دلته د غازي محمد ایوب خان نقش ډېر مهم وو.
محمد ایوب خان په هرات کې ځواک درلود او د امیرشیرعلي خان زوی او تر یعقوب خان وروسته د سلطنت قانوني وارث وو. هغه په ښکاره د انګریزانو پر ضد ودرېد. د ۱۸۸۰ کال په جولای کې یې د میوند په جګړه کې برتانوي ځواک ته ستره ماتې ورکړه او بیا یې کندهار محاصره کړ. دې حالت انګریزانو ته عملي ستونزه پیدا کړه. انګریزانو درک کړه، که کندهار له کابل څخه جلا هم وساتل شي، په جنوب کې یو مستقل او ځواکمن ایوب خان شته، نو د افغانستان وېش د عملي کولو لپاره هغه سیاسي ثبات موجود نه وو چې لایتېن یې تصور کاوه.
دا چې انګریزانو ولې د ایوب خان پرځای عبدالرحمان خان ومانه، د دوی لپاره د دواړو ترمنځ اساسي توپیر دا وو چې ایوب خان د انګریزانو په خوښه واک نه غوښت او د دوي پر ضد یې جګړه کوله. بل پلو په افغانستان کې ټولو سیاسي او دیني ځواکونو عبدالرحمان خان هم د طبیعي او بې‌اختلافه امیر په توګه نه وو، منلی.
د «سراج التواریخ» د لیکوال، فیض محمد کاتب هزاره په قول، کله چې ایوب خان کندهار ونیو، له علماوو یې د عبدالرحمن پر ضد د جګړې په اړه فتوا وغوښته. ځینو علماوو د ایوب خان مرسته د دیني وجیبې په توګه وګڼله او د عبدالرحمن خان پر ضد یې جګړه مشروع وبلله.
په ۱۸۷۹–۱۸۸۰ کلونو کې د د انګریزانو په وړاندې د ایوب خان په مشرۍ د میوند د بریالۍ جګړې سربېره په کابل، غزني، وردګو، لوګر، جلال‌آباد، کندهار، هرات، شمالي سیمو او نورو ځایونو کې بېلا بېل افغان مشران، علما، قومي مشران او پوځي کسان د انګریزي پوځ پر ضد فعال وو. د همدې مقاومت د مشرانو په اړه افغاني تاریخ، د غازي محمدجان خان وردک، ملا مشک عالم، غلام حیدرخان، سردار محمد یوسف خان، سردار محمد عثمان خان، د وردګو او غلجیانو مشران او نور په ویاړ یادوي.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی