د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
ماشومتوب
راته ياديږي هغه تير وختونه چې په غرمو به گرځيدم، گرځيدمستا په کوڅه کې به د چا له ويرېلکه د پاڼې رپيدم، رپيدم چې يبلې پښې به مې په ځمکه سرې شوېپنا مې وړه ستا د ديوال سيوري تهستا د ديوال خوشبو به داسې مست کړملکه د گلو د شمال سيوري ته په لوږه تنده باندې نه پوهيدمنه به غرمه نه مازيگر مې ليدوستا په لټون پسې به زه جانانهگرځيدم څو پورې چې لمر مې ليدو خو اوس د داسې وخت پنجو کې گير يمچې مې په گرانه تن ته ساه راځيجانانه ستا په غم به څه
غزل
بيا څوک مئين د هوش له ښاره وځيد ليونو په ورکه لاره وځي نغمې د مينې له ستار وځيکه د درد څړيکه له پرهاره وځيدلته د مينې ليوني اوسيږيدلته هر ستوری له مداره وځيله چا نه ښکلی جانان مخ اړوي؟که د پاړو له هودې ماره وځيبيا به تصوير د کوم يو ښکلي راوړيد زړه له کوره مې هينداره وځي موږه د مينې
غزل
ښکلی شه، له خپل ښايست نه ښکلی شهنن خو د غماز د سترگو خلی شه زه ورنه په سترگو کې څه وغواړمدی راته غوسه شي وايي، غلی شه! ما د خپل بهير سره ملگری کړهوخته! لږ خو ماته پښه نيولی شه زرکې يې لمنو ته راغلي ديبازه د وطن غرونو کې غلی شه
غزل
تارونه دې د زلفو په رخسار وزنگوهپر غاړه مې لاسونه لکه هار وزنگوه يو چا رانه جامونه د نظر وتښتولبنگي آشنا په بنگو مې خمار وزنگو د وړانگو په مهار کې د رڼا کاروانه راشهحسين سهار د کلي په چنار وزنگوه جانانه هنگامه د مينې ورځ په ورځ سړيږييو سر خو چيرته نن سبا په دار وزنگوه موسکا دې سندريزه کړه د
غزل
يو څوک خو مې يو ځل د زړه په لار راواړهخدايه په مئين زړه مې پرهار راواړوه ښکلي دې په ځمکه داسې گرځي لکه ستورييو څو خو پرې د مينې په مدار راواړوه ساقي د ميکدې نه دې نن تش لاسونه نه ځمپه لپو لپو سترگو کې خمار راواړوه هينداره مې د زړه ورپسې ورکه ورکه گرځيتصوير پرې د کوم ښکلې پرې وار راواړوه چې غږ د ستار نه خيژي د څڼو څو تارونهجانانه لږ په څانگه د چنار راواړوه
غزل
د ښکليو اننگوته مې نظر غځوي لاسسپوږمۍ د څوارلسمې ته خو لمر غځوي لاس اوس گورو به چې چا ده د قسمت لوبه گټلېد مينې پيغمبر د چا په سر غځوي لاس؟ د کوم مئين په قتل پسې وتې ده له کورهپه ناز په کرشمه لکه خنجر غځوي لاس د چا د گريوان تار تار يې په گوتو کې نيولیدا شوخې شيوه گرې خو اکثر غځوي لاس که خدای کول جانان به مې لاسونو کې لاس راکړيخلک وايي چې اختر کې مرور غځوي لاس
غزل
صنم مې زړه ته ځي راځي هردم په هره ورځپوښتنه خو د گل کوي شبنم په هره ورځ هم هغه څو شېبې مې د ژوندون د خوشحالۍ وېجانان چې راته راوړي نوی غم په هره ورځ دا خلک خو ړانده نه دي چې نه ورته ښکاريږيکه څو مو په سرونو ږدي قدم په هره ورځ دا څوک دي چې زخمونه پر موږ پلوري له قديمهدا څو
غزل
ورانې مې کړې لاس کې دتلي کرښېمه جوړوه ماته په تندي کرښې ښايي چې تصوير به جوړوي د چا کاږي چې پر ځمکه ليوني کرښې زړه کې زما لارې تيروي گله!ستا په مخ چې راکاږي ازغي کرښې پاڼه مې د ژوند پخپله توره کړههسې وايم دا دي ازلي کرښې
غزل
ليمو نه چې بهر شولې نظره چيرته ځې؟له غرونو چې پناه شوې ښکليه لمره چيرته ځې؟ څه رخه دې مئينو سره کيږي او که څنگهماښام ته چې نيږدې شوې مازيگره چيرته ځې؟ د زړه پر للمه دښته مې يو څوک خو رازرغون کړهايسار شه پسرليه مروره چيرته ځې؟ څه ښه وو چې جانان په تصور کې راته ويلېراځه کينه دمه شه زوروره چيرته ځې؟ د شر د سوداگرو قافلې بازار ته راغلېلږ وار وکړه د امن پيغمبره چيرته ځې؟
غزل
د زړه گريوان ته داسې اچوي نظر لاسونهلکه د وريځو لمن وڅيري د لمر لاسونه زه به يې هم د امتيانو صف کې ودريږمکه مې پر سر تير کړي د مينې پيغمبر لاسونه خدايه د نور باران شيبه شيبه راووروهبدرنگې شپې پر مرۍ ايښي د سحر لاسونه د بې وسۍ مې جوړې پته تاته نه لگيږيته چې ښيرو ته غځوې هر مازيگر لاسونه
غزل
د روح بين غږومه چيرته ماره لټوماوبو غوندې د غره لمن کې لاره لټوم د باد په څير چې ښکته پورته گرځم لالهاندهتصوير له چا نه ورک يمه هينداره لټوم چې زړونه تخنوي داسې نغمې درځنې غواړمتارونو کې دې هغه تار ستاره لټوم اول به مې د زړه په دريڅو کې راپيدا شيکه نه شو بيا به ستوري په کراره لټوم
غزل
په تصور کې چې دلبر نيسملکه د وريځو غيږ کې لمر نيسم دې ماښامونو راته هيڅ را نه کړلد ښکليو لار په سپين سحر نيسم بيگا مې ټوله شپه منتر ويلیڅوک په هوده کې د نظر نيسم چا رانه زړه لکه د غل وړی دیښکليو کې گورم څوک اوتر نيسم چې صحيفې ورته د مينې راځيځم چيرته داسې پيغمبر نيسم
غزل
زما د ژوند د حسرتونو تن کې ساه مړه کيږيلږ يې لاس ونيسئ ډيوه رپي رڼا مړه کيږي هواگير زړه مې داسې ولي د نظر په گاټو لکه ويشتلې مرغۍ څرخي په هوا مړه کيږي راته يو چا له ميکدې نه د توبې وويلما ويل نه، نه رنگينه غوندې گناه مړه کيږي له خاورو پورته شه ملالې پيغ
غزل
له کوم ځنگله نه ورته لاره راځيهره بلا مو چې تر ښاره راځي د زړه پر ځمکه شنه کوي زخمونهښکلي له څه رنگين بهاره راځي لکه چې خپل همزاد مې وموندلوچې ورک تصوير ته مې هينداره راځي د روح سرود مې ورته بين غږويد سينې دښتې ته مې ماره راځي د زړه له شوره لا وتلی نه يمد مينې غږ له دې بازاره راځي
غزل
له سازه مې د روح يوه نغمه وه چې راتلهکه ستا د نرگسي گيسو وږمه چې راتله حرم کې مې د زړه چې يو صنم ديره کيدهقدم په قدم مخکې بتکده وه چې راتله غبار د تصور له آيينې مې چې صفا شود باد په څير زما په لور هغه وه چې راتله ستا نوم مې لا په ژبه باندې نه و پوره شویپه شونډو مې د مينې زمزمه وه چې راتله
غزل
مازيگر نه لري گودر نه لريزموږه کلی خو اختر نه لري موږه په داسې چم کې ساه اخلوچې ماښامونه يې سحر نه لري پر ځای د سرې يې بارود خوړليځمکې مو شاړې شولې کر نه لري مرگی پر موږه د وير ساندې واييد ژوند نغمې پر موږ باور نه لري جانانه کله خو راپيښه وکړهزما د زړه جونگړه ور نه لري
غزل
خير دی که د ژوند په ژرنده دل شومهستا ملالو سترگو ته کجل شومه چا به راته نثر چا به نظم ویستا په خوله چې درغلم غزل شومه څومره ښه نازونه شو يو ځای سرهزه چې سپلنی ستا د وربل شومه يا د کلي خلکو واورئ مړ مې کړئمينه کې که خپل جانان ته غل شومه راشه چې مې بې له تانه روح نه ځيڅو ځلې ميلمه که د اجل شومه
غزل
د نغمو له ښاره ساز و سامان راوړيتخيل ته مې سندرې جانان راوړي په ورځ ستا د مخ خالونه زړونه يوسيد شپې ستوري په لمن کې آسمان راوړي د ښکلوکو خط و خال وي په کې نغښتیچې مهار د غزلونو کاروان راوړي ته د خپل حسن له زوره څه خبر يې؟چې تور زړي درته گوري ايمان راوړي د شهيدو گلغوټيو جنازې ويزموږ کلي ته يې غيږ کې باغوان راوړي
غزل
د زړه زخمونه به د زلفو په تار وگنډمهد نظر څار به ستا د کلي په لار وگنډمه چې زمانه پرې گواهي زموږ د مينې واييد جانان نوم به په تنه د چنار وگنډمه څومره به ښه شي چې رنگونه د فطرت شي يو ځاید لمر ذرې به گله ستا په رخسار وگنډمه کسات به زه د خپل قاتل جانان نه څنگه واخلم؟بس خو جنډه به د آرمان په مزار وگنډمه سل کاله کيږي يو ظالم په بې رحمۍ شلولیځم چې د لر او بر د غرونو پرهار وگنډمه
غزل
له تندې مرمه خو روژه ساتمهپه خم کې لامبمه توبه ساتمه يو لاس کې توره بل کې نيسم قلمزه د خوشحال بابا ورثه ساتمه په زړه کې لولم سيپارې د مينېپه تاخ کې بنده خلاصه ساتمه چيرته په غم باندې هم نه څڅيږيليمه کې اوښکه پښتنه ساتمه چې مې شعور ته راشي شعر راکويپه لاشعور کې پرښته ساتمه