د نغمو له ښاره ساز و سامان راوړي
تخيل ته مې سندرې جانان راوړي

په ورځ ستا د مخ خالونه زړونه يوسي
د شپې ستوري په لمن کې آسمان راوړي

د ښکلوکو خط و خال وي په کې نغښتی
چې مهار د غزلونو کاروان راوړي

ته د خپل حسن له زوره څه خبر يې؟
چې تور زړي درته گوري ايمان راوړي

د شهيدو گلغوټيو جنازې وي
زموږ کلي ته يې غيږ کې باغوان راوړي