د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که مونږ ته د افغانستان سياسي نظام ....؟

ګلاب بڼ 03.03.2008 22:46
د مسعود په اړه بهرني يو ډول او کورني (داخلي) بل ډول نظر لري؛ بهرني هغه ته د يو هوښيار سياستوال او ښه نظامي په سترګه ګوري، فرانسويانو باندې ډېر ګران دى خو آمريکايانو يې په اړه ښه نظر نه درلود؛ ځکه د کې جي بي جاسوسي شبکې پورې يې تړلى کس باله . روسانو ته بيا هغه يو منلى کس وو، که څه ناڅه جګړې يې تر منځ راغلې وې خو وروسته يې د اشتراک ډېرې وجهې پيدا کړې چې د دوى تر منځ ښې اړيکې پيدا شوې او هغه باندې يې پوره باور وکړ . خو د کمونيزم مات رژيم پاتي شونو، په ځانګړي توګه هغه پوځي مشرانو چې د افغانستان په جګړه کې برخه اخېستې وه، مسعود يې پېژنده او ځينې معاملې يې ورسره کړې وې، د مسعود سره يې ښه ونکړل . هغوى د مسعود ټول رازونه پخپلو کتابونو کې چاپ کړل او د هغه پټه څېره يې بربنډه کړه . د دې کتابونو اغېز دومره ډېر وو چې آمريکايانو نور ونشول کولاى حتى د مسعود په پاتې شونو او ملګرو هم باور وکړي، له همدې امله يې هڅه وکړه چې د افغانستان سياسي نظام د دايرې څخه يې لرې کړي؛ د بل پلوه مسعود او پلويان يې اکثر تاجکان وو نو آمريکايانو نشو کولاى چې واک هغوى ته وسپاري، ځکه متحده ايالاتو د ويتنام څخه د لږکيو نه د ملاتړ له امله ډېر لوى تاوان کړى وو نو ځکه يې واک پښتنو ته وسپارۀ او رو، رو يې د کې جې بي کسان د کابينې او مهمو پستونو څخه لرې کړل .
دا کار آمريکانو ته سخت وو، ځکه د کي جي بي پاتې شونو په سياسي او نظامي برخه کې ډېره تجربه تر لاسه کړې وه او په ډول، ډول لومو يې د افغانستان ډېر وګړي نيولي وو. د قومونو تر منځ بې باوري رامنځته کول، شخصي دښمنيو ته لمن وهل، د خلکو مذهبي احساساتو څخه ګټه پورته کول او نور داسې کارونه وو چې د متحده ايالاتو موخو په پلي کولو کې يې خنډونه رامنځته کول . د نظار شورا او اسلامي جمعيت ګوند هماغه سياسي کفايت وو چې د غرب دا عقيده يې ژر تر ژره درک کړه او ځانونه يې په دوه برخو ووېشل چې په حقيقت کې د کرزي لپاره دوه لومې شوې . په ظاهري اختلافاتو او باطني ټينګ تعهد سره يې کرزى تېر اېست، کله به يې چې يوه ډله لرې کوله نو بله لومه کې به بايد بند شوى وو چې همداسې وشول او همداسې روان دي . متحده ايالات رو، رو په دې حقيقت پوه شول چې دا ډله هم عادي خلک نه دي نو هغوى هم د تردد لاره غوره کړه، نه يې خپلولى شي او نه يې هم له صحنې لرې کوي . د همدې تردد په پايله کې دې ډلې پارلمان ته لار پيدا کړه؛ ځکه پارلمان د دوى لپاره يو ښه خوندي بستر کېدلاى شو چې هماغسې وشول هم . پارلماني مصئونيتونه يې تر لاسه کړل، د بښنې طرحه يې تصويب کړه او په ولسمشر يې ومنله، همدا ډول يې ځينو وزيرانو او د سترې محکمې د عالي شورا غړو ته د رايو په نه ورکولو په ولسمشر باندې فشار راوړ چې بايد ونډه ورکړي نو د همدې امله يې دا ډله په اجرائيه قوې کې هم شامله کړه .
د کرزي دې کمزوريو متحده ايالات په دوى لا نور هم باوري کړل او ځان يې ورته کمزورى ښکاره کړ، خو بيا هم د کې جې بي سره د دوى پخوانۍ اړيکې او اوسني ځينې روابط چې افشاء هم شول، متحده ايالاتو نه جرئت واخېست چې په دوى باور وکړي .
په همدې تردد کې نظار شورا او جميعت يوه ستره تېروتنه وکړه، ښايي دې تېروتنې ته کې جې بي اړ کړي وي خو جبران يې دې ډلې ته خورا ستونځمن کار شو، هغه عمل د ملي ټلوالې جوړول وو چې ګلاب زوى او علومي يې هم غړيتوب لري . کي جي بي او ايران ډېر ژر د دې ډلې نه ملاتړ وکړ او د انګرېزانو په اصطلاح دا ډله د آمريکانو په نزد ډېس کرېډېټ شوه . ښايي دوى په لومړي سر کې فکر کړى وو چې دا به يو بل فشار شي په متحده ايالاتو او ناچاره به شي چې د نظام واګى د دوى په لاس ورکړي خو وروسته پوه شول چې خورا لويه تېروتنه يې کړې ده . د کاظمي مرموزې مړينې دا ډله نوره هم ووېروله او د خپلې اشتباه د جبرانولو په اړه يې هلې ځلې پيل کړې، تر دې چې د ولسي جرګې رئيس په يوې پټه ناسته کې آمريکايانو ته ويلي وو :
((اگر من رئيس جمهور شوم و نظام سياسى افغانستان به ما سپرده شود، صد سال حاکميت آمريکايان را در کشور مان تضمين ميکنيم )) .
دا خبره آمريکايانو ډېره ژر ولسمشر ته هم ورسوله او د همدې امله د کرزي کرکه د قانوني په وړاندې لا ډېره شوه او د هغه راهيسې يې ډېره هڅه کړې چې مقننه قوه کمزورې کړي او سمبوليکه يې ښکاره کړي .
اوس نو نظار شورا او اسلامي جمعيت ګوند په خپلې تېروتنې پوه شوي دي خو وخت ترې تېر دى، بيا يې ژبه ييزو مسايلو ته په لمن وهلو پيل کړى دى، بيا هڅه کوي چې د قومونو تر منځ اوبه خړې کړي او کبان ونيسي؛
صالح محمد رېګستاني په کمېسيون کې ناست وو او تر اوسه د کمېسيون نور غړي نه وو راغلي، خانه سامان ورته چاى راوړى وو، کله يې چې ليدلي وو د الکوزي چاى دى نو بيا يې ويلي وو :
(( چايه پس ببر، چيزى که زى داشت، ازش نفرت دارم؛ )) .
رېګستانى د احمدشاه مسعود نږدې ملګرى او سلاکار وو چې اوس هم د ټلوالې مهم غړى دى او د ولسي جرګې غړيتوب هم لري . د استاد رباني (تقنين)کمېسيون کې دى . زه مسعود نه پېژنم او نه مې تر اوسه ليدلى وو، خو باور لرم چې هغه د فکري اړخ نه خورا محدود انسان وو، ښايي په تاجکو هم نه بلکې يوازې پنجشېريسم باندې يې عقيده درلوده . ځکه، زه چې څومره ملګري لرم او يا کومو انسانانو سره چې سلا او مشوره کوم، هغه ټول زما د فکر خلک دي او زه پرې پوره باور لرم . قانوني همداسې يو متعصب انسان دى، هغه اوس په خبرو کې هم ډېره هڅه کوي چې ايرانۍ لهجه وکاروي، د دې لپاره چې ايران خوشحاله وساتي ( د آمريکايانو څخه خو يې تمه شلېدلې ده ) . همداسې فهيم د پښتنو د وينو تږى دى او نورو قومونو سره هم خورا تضاد لري نو څنګه کولى شو ووايو چې مسعود متعصب انسان نه وو .... زه که د روسانو ليکنې په پام کې ونه نيسم، د خلکو تبصرو باندې هم سر ونه خوږوم او د جنرال رحمت الله صافي په کتاب هم باور ونکړم، د قانوني، رېګستاني، فهيم او نورو ملګرو سره يې چې تر يوه حده پېژندګلوي لرم، زما لپاره کفايت کوي .
اوس د هغه خوارکي تصوير چې چېرته بند کړي نو ډېر لږ خلک ورسره علاقه لري، نور ټول ترېنه کرکه لري؛ چا په ډبرو ويشتى وي او چا هم په مردارو او چا هم څيرې کړى وي، بيا يې نو د ګوتو په شمار پلويانو چيغې پورته شي چې ملي اتل ته سپکاوى شوى دى .
نپوهېږم د ملي اتل څخه دا خلک څه مفهوم اخلي، آيا هر چا ته چې دوى ملي اتل ووايي او يا کرزى نو هغه ملي اتل شو؟
نه، داسې نه ده؛ په ملي مسايلو کې يوازې د افغانستان ملت تصميم نيولى شي . تر اوسه کومه ټول پوښتنه شوې ده چې هغه خلکو د ملي اتل په توګه منلى وي ... خير، هغه خو لاړه، خداى ج به ورسره حساب وکړي . اوس يې د پاتې شونو سره د افغانستان ملت په تنګ دى، ځکه دوى خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره هر کار کوي؛ که دوى ته ولسمشري وسپارل شي نو سل کاله، يعنې يوه پېړۍ، يعنې د دوى د عمر نه هم ډېر د آمريکايانو دشتون او واکمنۍ تضمين کوي .
خو زه فکر کوم چې نور هر څه آخر او پاى ته رسېدلي دي، که دوى طالع ونکړي او د شمالي اتلانتيک تړون ونه شلېږي نو دوى ته به خورا سخته وي . که څه اوس ډېر اروپايان له دوى سره خواخوږي لري خو هغوى به هم دوى ونشي ژغورلى .
زما په اند ملي ټلواله د دوى لپاره د دوى د بقا لامل نشوه بلکې که خداى ج غوښتل، ترې خلاص به شو .
د دې شرم د ورکاوي او سپکاوي په هيله .