د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دولت فاتحه !!!

ګلاب بڼ 23.02.2008 19:37
قانون پوهان يا حقوق پوهان قانون داسې تعريفوي :
قانون هغه صرېح او الزامي تجويز دى چې د صلاحيت لرونکو مقاماتو څخه د يوې ټولنې د تنظيم لپاره وضع کېږي او پلي کېدل يې د جبر سره وي .
اساسي قانون بيا قانون داسې تعريف کړى :
قانون د دواړو مجلسونو مصوبه ده چې ولسمشر توشېح کړى وي، مګر دا چې دې قانون يې بل ډول وړاندوينه کړې وي .
څه موده مخکې عبدالجبار ثابت قانون داسې تعريف کړ :
قانون هغه جال دى چې کمزوري حشرات پکې بند پاتې کېږي او زورور حشرات يې څيرې کوي، په دې مانا چې د زورورو لپاره نه دى .
که انسان لږ واقعبيني وکړي او که د يوې ټولنې يا ملت عيني واقعيتونه په پام کې ونيول شي، زه فکر کوم تر دې بل ښه تعريف قانون ته نشو ورکولى؛ عبدالجبار ثابت، ثابته کړه چې حقوقدان دى .
کېداى شي لوستونکي فکر وکړي چې ګويا ما د طنز په ډول د لوى څارنوال په اړه دا خبره کړې وي خو دا طنز نه دى، بلکې واقعيت او رښتيا وايم؛
حقوق پوهان په دې باور دي چې د قانون په جوړولو کې بايد د ټولنې واقعيتونه په پام کې ونيول شي، ځينې ارزښتونه او ځينې مجبوريتونه ومنل شي، که چېرته داسې نشي نو د قانون پلي کول خورا ګران کار وي او کله چې قانون په يو مورد کې هم پلى نشي نو د قانون حيثيت له منځه ځي او عدالت خپل مفهوم د لاسه ورکوي . نو که دلته لږ ځير شو ، زمونږ په هېواد کې اوس مجبوريتونه خورا ډېر دي او قوانين مو داسې وضع شوي دي، لکه مونږ چې د تمدن په لوړو څوکو کې يو او هېڅ ستونځې نلرو .
د ثابت صيب د خبرې حقيقت ډېر ژر څرګند شو، هغه داسې چې يوه لويه، وحشتناکه، خطرناکه او څيرې کوونکې حشره د قانون په جال وربرابره شوه؛ هغه حشره د افغانستان خلک څه چې بهر کې يې هم خلک پېژني، سترجنرال عبدالرشيد دوستم دى . د دوستم د جرم او د اکبر باى په کور د هغه د يرغل په اړه څه نه وايو، ځکه چې ډېر بحثونه پرې شوي دي؛ مونږ يې راتلونکې څېړو چې څه به وشي، دولت به څه اجراءات ترسره کړي؟ که سکوت وکړي نو پايله به يې څه وي؟ که دا ستره حشره په محبس کې غورځوي نو پايله به يې څه وي او ..................؟
کله چې دا موضوع لويې څارنوالۍ ته راجع شوه، نو بيا هم ثابت صيب په هماغه صراحت ملت ته اعلان وکړ چې ښايي له دې دوسيې څخه بريالى ونه وځي او عدالت پلى نکړي، که څه دا خبرې د يوه هېواد د لوى څارنوال سره نه ښايي، ځکه که يې نشې کولى نو بيا استعفاء خو دې حق ده، څوکۍ پرېږده؛ خو بيا هم د ثابت رښتينولي او سپينه وينا د ستاينې وړ ده، هغه خوارکى يوازې دى او د همدې لپاره تل ملت په جريان کې پرېږدي .
د موضوع نه لږ لرې ځم، درانه لوستونکي دې ماته لږ وخت راکړي، زه به موضوع بيا بېرته سره غوټه کړم او راټوله به يې کړم .
کله چې وزيرانو د ولسي جرګې څخه د باور رايه اخېسته، نو هر وزير به لومړى وينا کوله، هلته به يې خپل کړي کارونه او راتلونکي پلانونه، وعدې او .... بيانول . نو ما ته دا موضوع ډېره په زړه پورې وه، لومړى خو دا چې وزيرانو ډېر دروغ ويل او وعدې يې هم داسې کولې چې له ورايه يې نه عملي کېدل ښکارېدل خو دا چې بيا د ملت استازو ولې رايې ورکړې، دا هم ښکاره ده؛ ځکه په هغو شپو او ورځو کې د لويې جرګې خېمه، کانتينيټال او کابل سرينا هوټلونو کې ډېرې مېلمستياوې وشوې .... خير، ما به دا ويناوې اورېدې او بيا به مې ځان سره قضاوت کاوۀ، چې دا وزير ښه وو، دې وزير دغه خبره رښتيا وکړه او دا وزير .....
خو د همدې خبرو په لړ کې د کورنيو چارو وزارت ته د ولسمشر له خوا نوماند وزير چې ډېره موده د ياد شوي وزارت نوماند هم پاتې وو، ضراراحمد مقبل وار راورسېد او په وينا يې پيل وکړ؛
وينا خو يې ډېره اوږده وه، ستونى يې ډېر وچېده او د همدې لپاره يې په شمار درې معدني اوبو بوتلونه وڅښل . هغه په نوموړي وزارت کې د جلالي په وخت کې ستونځو ته اشاره وکړه، بيا يې د خپل د معينيت د مهال لاسته راوړنې داسې بيان کړې :
(( يک دزد بود، نامش نورکى بود؛ بسيار بدماش بود، زور هيچکس سرش نميرسيد، مه که معين شدم، شخ بستيش کدم )) .
تاسو فکر وکړئ، يو څوک د ولسمشر د لوري يو مهم وزارت ته نوماند دى، په ولسي جرګه کې د ٢٥٠استازو مخکې وينا کوي، د هغه لاسته راوړنه څه شى ده؟!!! نورکى يې نيولى دى . يو غل، (کى) د تصغير کلمه ده، يعنې يو څوک چې کمزورى وي، يا بې شخصيته وي ... دا د کورنيو چارو وزير لاسته راوړنه وه چې په ولسي جرګه کې يې بيانيه کې وکړه .
اوس نو راځو بېرته د دوستم قضيې ته، لوى څارنوال لوى دوستم ته د دندې تعليق ورکړ او څلورويشت ساعته وخت؛ د دې لپاره چې بايد خپله او پخپلو پښو استنطاق ته حاضر شي . که چېرته په ياده شوې موده کې دوستم ورنشي نو بيا به يې د جلب امر ورکوي او دوستم به لاس تړلى د تحقيقاتو لپاره راولي .
اوس نو زه ډېر تشويش لرم، څارنوال صيب په ضراراحمد مقبل باندې ملا تړلې ده ... ياره فکر نکوم چې په هغه يې شل کړي . دوستم خو څه (( نورکى )) نه دى . دوستم خو وسله لري، وسلوال لري، د ازبک د قوم مشر دى، جنبش د ګوند مشري هم لري، د کې جي بي د لوري حمايه کېږي، ازبکستان، ترکيه او ايران يې تمويلوي، نو د نيول به يې ضرار ته څنګه وي ؟
هغه ګواښ کوي چې که د هغه د نيولو هڅه وشي نو شمال به سقوط وکړي، د کرزي د حکومت راتلونکى به د ډاکټرنجيب الله د حکومت په شان شي او دلته څارنوال صيب هغه سړى به ضراراحمد مقبل باندې نيسي ....
هو، دا له بده مرغه زمونږ د ټولنې واقعيتونه دي چې دوستم اوس وسله او وسلوال لري، ازبکان يې ملاتړي دي، هغه د شلو کلو راهيسې د افغانستان په جګړو کې ښکېل دى او ښه پوره د جګړې او انسان وژنې تجربه ورسره ده .
خو که دولت د هغه په وړاندې سکوت وکړي نو د افغانستان د اسلامي جمهوريت راتلونکى به څه وي؟
زه خو فکر کوم چې د دې چوپتيا سره به د دولت زنې وتړل شي او فاتحه به يې واخېستل شي .
هسې هم د جنايتکارانو په وړاندې دا دولت کمزورى دى او ولس يې هم په دې معتقده کړى چې دولت بې وسه دى خو که چېرته په دې مسئله کې يې خاموشي اختيار کړه نو مارشال صيب به دا ځل کرزى صيب په څپېړو ووهي .
نو ښه به دا وي چې د دې چوپتيا او سکوت په ځاى ولسمشر کرزى استعفاء وکړي .
زه هيله مند يم چې په دې موضوع کې دوستم ته سخته سزا ورکړل شي، د دولت دا کړنه به د قانون په پلي کولو کې يو غښتلى ګام وي؛ دولت به د افغانستان په ولس کې اعاده د حيثيت شي . باور لرم چې ولسمشر کرزى به د خلکو په منځ کې خپل محبوبيت تر لاسه کړي، تر ټولو مهمه لاسته راوړنه به يې دا وي چې داړه ماران به خپل موقف وپېژني او نړيوال به هم پوه شي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د قانونيت په لاره کې ډېر مخته تللى دى .
که داسې نه کېږي نو زه بيا ولسمشر کرزي ته يو وړانديز لرم :
د افغانستان ټولو بنديانو، هغوى چې محکمې پرې حکم کړى او يا يې نه وي کړى ( د تحقيقاتو په بهير کې دي ) ته د بښنې اعلان وکړي ( که څه دا يې صلاحيت نه دى )، نو که د يو اړخ نه دا بې سارى او منفي کار دى خو د بله خوا به عدالت پلى شوى وي . ځکه که قانون پلى کېږي نو په ټولو يو شان پلى کېږي او که چېرته په دوستم نه عملي کېږي نو بايد ټول د مجازاتو نه خلاص او وبښل شي .
هو، داسې يوه بله لاره هم شته؛ هغه دا چې د قوانينو په سر کې دې راشي چې قانون يوازې په کمزورو، په هغو چې د دولت زور رسېږي، پلى کېږي؛ زورور استثناء دي ...
که نور څه نه وي، هر سړى خو به خپل موقف درک کړي .