د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر کرزى په نړۍ کې تر ټولو بېکسه ولسمشر

ګلاب بڼ 06.02.2008 14:46
کله چې ولسمشر کرزى افغانستان ته د څو ملګرو سره راغى، هېڅ ډول نظامي واک يې په لاس کې نه وو؛ د هغه ټوله هستي بهرنى ملاتړ، څو ملګري ( چې هغه هم اکثر ووژل شول) او د بن د ډلې ملاتړ وو .
د شمالي ځواکونو د عقده لرونکې پياده جګړې او د متحده ايالاتو هوايي ځواکونو په لنډه موده کې د شمال د لوري د طالبانو لمنه راټوله کړه او همداسې تر کابله راورسېدل . د بولدک د لوري ګل آغا شېرزي او ځينو نورو خلکو هم چې د ولسمشر کرزي ملاتړ وکړ، د طالبانو واکمني په غربي او جنوب غربي سيمو کې له منځه يوړه چې تر کندهاره راورسېدل . افغانستان پاتې شو، شمالي ټلواله او بهرنيان ..... بن کې تصميم ونيول شو چې کرزى دې د لنډمهالې ادارې مشر شي، بيا دې لويه جرګه او ................ د دې پرېکړه په ترڅ کې کرزى راغى او د افغانستان د ولسمشر په توګه د شپږو مياشتو لپاره وټاکل شو . د ولسمشرۍ ماڼۍ کې تر چايدار باشي هم پنجشېريان وو، د ولسمشر فزيکي امنيت کاملا په خطر کې وو، تر دې چې اړ شو او بهرني باډيګاردان يې استخدام کړل .
يوه ورځ مونږ څو کسان د سيمييزو ستونځو له امله د ولسمشر کرزي ليدو ته لاړو، زمونږ غونډې سري بڼه درلوده، مطبوعاتو ته يې اجازه ورنکړه چې ترې فلم واخلي، کله چې مو په ځينو موضوعاتو خبرې کولې، نو ولسمشر به هېوادمل ته مخ واړوه، په اشاره به يې ورته ويل چې چا غوږ نه وي نيولى .
د ولسمشر دا ورځې او دا تياره وختونه، رو، رو په رڼاګانو بدلېدل، هره شېبه مثبت بدلون راروان وو خو کرزى هم د حالاتو څخه ډېر اغېزمن شو . د شمالي ټلوالې کسانو داسې سيورى پرې وغورځاوه چې د چا خبره تر اوسه هم ترې وېرېږي ( سره د دې چې تر ډېره حده د هغوى ټيم د کابينې څخه لرې کړاى شو ) ...
له دې چې زمونږ د بحث موضوع دا نه ده، ترې تېرېږو، راځو اصلې خبرې ته !!!
کله چې کرزي تصميم ونيوه، شمالي ټلوالې ټيم د کابينې څخه لرې کړي او په ځاى يې داسې کسان راولي چې د علميت تر څنګ د خلکو د کرکې وړ هم نه وي نو ځينې کسان يې د بهر څخه د متخصصينو په نامه راوغوښتل او ځينې نور هغه کسان وو چې د علمي موقف لحاظه اوچت خلک نه وو خو د ژوند په اوږدو کې يې ملګري شوي وو او باور يې پرې کولى شو .
راځو لومړۍ ډلې ته :
دا ډله چې د متخصصينو او روڼ اندو په نامه افغانستان ته راوستل شوه، اکثر لوړو څوکيو کې وګومارل شول ( وزيران شول)، اوچت معاشونه ورته ومنل شول او په کار يې پيل وکړ . غټې، غټې خېتې، سپين وېښتان او يا هم بې وېښتو، کشاله جاغورونه او ښې باډۍ يې درلودې . دوى هغه کسان وو چې د افغانستان د ناورين په حالت کې د خپلو خلکو نه ډېر لرې پاتې شوي وو، هڅه يې هم نه وه کړې چې د هېواد د اوضاع نه ځانونه خبر کړي، علم او تجربه يې درلوده خو احساس يې نه درلود. که څه د عمل لپاره علم او تجربه ډېره مهمه ده خو احساس انسان ته تر هر څه ډېر تعهد ورکوي چې په دوى کې د هېواد او د خلکو لپاره هېڅ ډول تعهد نه وو . د وطن مينه يې په زړونو کې هېڅ نه وه، د هېواد کلتور او عنعنات يې هېر وو، حتى د هغه نه يې کرکه هم کوله . مونږ هغه مهال محصلين وو، ښايي د لوستونکو په ياد وي چې د ليليې محصلينو د لوږې له امله د روژې په مياشت کې يو لاريون وکړ، که څه هغه لاريون په ځاى کار نه وو، ځکه د شپې وشو او په ترڅ کې يې څلور محصلين د پوليسو د لوري وويشتل شول خو کله يې چې سبا لاريون وکړ، بيا هم د جنرال جرئت له خوا يو محصل ووژل شو او يو سخت ټپي شو . د جرئت په اړه به څه نه وايو، ځکه هغه خو د لېوانو د ډلې دى، د انسان د وينې تويول او زبېښل د هغوى فطري غوښتنه شوې ده خو ما ته د دوه نورو کسانو عمل ډېر حيرانوونکى وو، يو د لوړو زده کړو وزير ( شريف فايز) او بل هم د کورنيو چارو وزير ( تاج محمد وردک ) .....
لومړني چارواکي د پېښې نه يوه ورځ وروسته ټولو پوهنځيو ته خبر ورکړ چې د هر ټولګي څخه دې ٧کسان د حقوقو پوهنځي اديتوريم ته راشي ( قيد يې نيولى وو چې د اول نمره څخه نيولې تر ٧نمره پورې )، په دې ډله کې زه هم هلته لاړم؛ کله چې د وخت د لوړو زده کړو وزير راغى، ترې چاپېره وسلوال کسان وو، ټوپکونه يې په لاسونو کې او قيدونه يې ښکته .... محصلينو ته يې په ځير، ځير کتل . لنډه دا چې محصلين په ياد شوي اديتوريم کې راټول شول، وزير صاحب ستېج ته پورته شو او ويې ويل :
(( بخاطرى محصلين که کشته شده اند، يک دقيقه سکوت ميکنيم ))، مانا يې دا ده، د وژل شويو محصلينو د مړينې لپاره يوه دقيقه سکوت کوو . مونږ ټول هک حيران پاتې شو، لومړى خو دا چې د لوړو زده کړو د وزير په توګه بايد نوموړي محصلينو ته شهيدان ويلي واى او بل دا چې مونږ په يوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، سکوت خو يهود او نصارا کوي ........ ټول محصلين په غوسه شول خو د وزير صاحب د باډي ګاردانو له وېرې چا هېڅ ونه ويل . ځکه همدا تېر ماښام يې څو کسان وژل شوي وو او چا يې پوښتنه هم نه وه کړې . رښتيا هغه شېبه زه په دې حقيقت پوره پوه شوم چې دا خلک د افغانستان په درد نه دوا کېږي، کله چې د يوې اسلامي او عيسوۍ يا نصرانۍ ټولنې توپير ونشي کولى، هغه به څنګه وکولى شي چې زمونږ خلکو ته کار وکړي . تر اوسه لا وزير صاحب روحاَ د امريکې څخه نه دى ستون شوى ... همدې وزير بيا څو ورځې وروسته يو ژورنالېست ته په مرکه کې ويلي وو : (( با يک بکس خالى به افغانستان آمده ام و با يک بکس دوباره بر ميگردم )) .... دا په دې مانا ده چې اصلي کور او خاوره يې افغانستان نه بلکې آمريکا ده ...
کله چې د وخت کورنيو چارو وزير ( تاج محمد وردک ) څخه د محصلينو د وژلو پوښتنه وشوه، ويې ويل : (( پوليسانو غوښتل محصلين پښتو ته په ګوليو وولي خو محصلينو ځانونه په زمکه واچول، د همدې امله په سرونو ولګېدل )) ....... تاسو فکر وکړئ د وخت د کورنيو چارو وزير منطق ته ... نپوهېږم چې کرزي صاحب دا له کومه پيدا کړى وو ؟؟؟
فکر کوم خبر اوږدېږي، په دې اړه او د دې خلکو داسې تېروتنې زښت ډېرې دي ....
راځو دويمې ډلې ته :
دويمه ډله کې زلمى هېوادمل، جاوېد لودين، ډاکټر فاروق وردک، انجنير ابراهيم او ........... د دوى نه يوه زينه ښکته بيا : د ملي امنيت د تحقيق رئيس جنرال ګلالى، عزت الله واصفي، رويداراو... دي .
زلمى هېواد مل د استعداد له مخې يو تکړه ليکوال دى خو د شخصيت په لحاظ د صفر لاندې دى، د کمونستانو د وخت يوه ښېګڼه پاتې ده، هغه دا چې هغوى متعهد خلک وو، هېڅ ډول اداري فساد او رشوت پکې نه وو؛ خو هماغه وخت هم زلمى هېوادمل درې ځله د رشوت او اختلاس په تور نيول شوى چې بيا سلېمان لايق او ځينې نورو هر ځل له بنده خلاص کړى دى ... اوس هغه د ولسمشر تر ټولو نږدې سلاکار دى، ولسمشر د هغه د خبرو څخه نه وځي .... خو هېوادمل يوازې د ځان لپاره فکر کوي، نور نو نه ورته کرزى، نه هېواد او نه خلک کوم ارزښت لري، دا اوس چې د کرزي شاوخوا کومه مطبوعاتي مافيا وجود لري، دا ټول د هېوادمل د لاس نهالګي دي .
جاوېد لودين خو د کرزي تر ټولو نږدې کس وو، ځکه هېڅ چارواکي ته د هغه تر رئيس دفتره نږدې سړى نه وي، ځکه که چارواکى وغواړي يا ونه غواړي په ټولو رازونو کې ورسره شريک وي . کله چې د لودين او فاروق وردک تر منځ ولسمشر ته د نږدې کېدو په سر رقابت منځته راغى، نو هر يوه يې د بل په ضد اسناد راټولول؛ په آخر کې فاروق وردک په دې وتوانېد چې د لودين د ايمېل پاسورډ پيدا کړي، کله يې چې ايمېل ورته چک کړ، ټول رازونه يې د انګلستان استخباراتي شبکې ته استولي وو او استول يې .... دا ايمېلونه پرېنټ شول او ولسمشر ته په يوه دوسيه کې ورکول شول ... کرزى يې په لوستلو حيران شو او د هغه د نيولو امر يې وکړ خو بېرته يې همدې باوري کسانو له دې کاره منع کړ او د راتلونکي نوم بدوالي نه يې وډار کړ . جاوېد لودين په صافي لاندمارک کې اتاق ونيوه او څو ورځې هلته وو، تر دې چې د ځينو خلکو د وساطت له امله، د دې لپاره چې د کرزي مخالفين خبر نشي ( ولسمشر کمزورى ښکاره نشي چې د دفتر رئيس يې جاسوس وخاته ) لودين يې د بهرنيو چارو وزارت کې د سفير په توګه وټاکه .
فاروق وردک خو يو هغه کس دى چې تر بل هر چا يې د ولسمشر نه ډېره ګټه پورته کړې ده، که نور هېڅ پام ونکړو، کله چې هغه په کوم رسمي ليک کې لاسليک کوي، تاسو وګورئ چې هغه څو دندې لري؟ ... خو هغه هم ولسمشر ته وفادار انسان نه دى . کله چې د جنګي ډلو جبهه جوړه شوه او نوم يې ورته ملي جبهه کېښوده، د ولسمشر لومړنى کس چې ورسره يې پټې اړيکې ټينګې کړې، هغه فاروق وردک وو؛ په پارلمان کې يې د قانوني سره اړيکې دومره نږدې شوې چې ځينو خلکو يې د کرزي څخه په بېلېدو شک وکړ؛ حتى دا کوښښ هم کوي چې که جبهه يې ورسره ومني نو په راتلونکي کې به ولسمشرۍ ته کانديد شي حال دا چې هغه د وزارت وړ هم نه دى .... وردک د خلکو په نظر ډېر غښتلى او په کار پوه انسان ښکاري خو په عملي ډګر کې، کله يې چې کارونه د نږدې وڅارې، ډېر کمزورى انسان دى؛ د چارو ادارې او پارلماني چارو وزارت واک عملا د صادق مدبر په لاس کې دى، فاروق وردک پکې هېڅ رول نلري .
اوس راځو انجنيرابراهيم ته، نوموړى خو کاملا د دولتي څوکيو يو ښه سوداګر دى چې څه ناڅه هېوادمل هم پکې شريک دى؛ که څوک يې لار پيدا کړي، د انجنيرابراهيم د لارې کولى شي په ډېره آسانه توګه والي شي خو څڼورې پيسې بايد ولري ...
په دې منځ کې نور کسان هم شته خو مونږ د مثال په توګه د دې کسانو يادونه وکړه .
اوس به راشو دويمې زينې ته :
دا کسان د لومړيو کسانو په حمايت او ملاتړ کې ورځې شپې تېروي، دوى ته د لومړيو کسانو د لوري امر کېږي خو ولسمشر ته معرفي شوي دي او ځينې امتيازونه يې تر لاسه کړي دي، له دې چې د موقف د لحاظه دوى مشران نه دي؛ ډېر بحث پرې نکوو، يوازې د جنرال ګلالي په اړه يوه لنډه تبصره کوو :
جنرال ګلالى د ملي امنيت د تحقيق رئيس دى، له دېنه مخکې د کندز ولايت د ملي امنيت رئيس وو.
نوموړي د طالبانو سره په جګړه کې، انتحاري حملو او چاودنه کې د کورنۍ درې غړي د لاسه ورکړي دي چې يو ورور او يو زوى يې هم پکې شامل دي .
د قانون له مخې بنديانو سره بايد انساني چلند وشي او هر ډول شکنجه قانون منع کړې ده خو جنرال ګلالى د شخصي عقدو د آوارولو لپاره د بنديانو سره داسې رويه کوي، چې هر يو د خپل ورور او زوى قاتل ګڼي . د تحقيق رياست ته اکثر تورن طالبان راوستل کېږي چې طبېعي ده ټول يې ګنهګار نه وي، ځينې ناحقه هم راوستل کېږي او د قانوني تحقيقاتو په ترڅ کې بايد د هغوى بېګناهي ثابته شي، ځکه د تحقيقاتو مانا همدا ده چې بايد څوک بېګناه مجازات نشي . خو جنرال ګلالي څخه څوک بېګناه نشي خلاصېدلى، هر څوک چې هلته لاړل، بايد په ځان تهمت وتړي خو د هغه د شکنجې نه ځان خلاص کړي ... زه فکر کوم، په دې ډول د تروريزم او طالبانو سره مبارزه نه کېږي، بلکې نور هم د خلکو احساسات راپارېږي؛ که چېرته په شکنجو او وژلو نظام ټينګېدلى، نو د تره کي، امين، کارمل او نجيب د وخت اکسا او خاد به د هغو نظامونو د پايښت لامل شوي وو، له دې امله ولسمشر بايد داسې عقده يي کسان په داسې مهمو ځايونو کې ونه ګماري . ګلالى د ولسمشر د لومړۍ مافيايي حلقې په ملاتړ خپلې عقدې آوارې کړي، په خلکو ناحقه اعترافونه وکړي او بيا يې دوسيه څارنوالۍ ته واستوي . که څه په څارنوالۍ کې جنرال عبدالفتاح يو مسلمان او ښۀ انسان دى خو بيا هم ابتدايي تحقيقات ډېر مهم دي . د قانون له مخې هر تورن د محکمې په وړاندې د وکيل نيولو حق لري او کولى شي د وکيل سره په خصوصي توګه وويني، خو کله چې د تحقيق رياست ته مدافع وکيلان ځي نو د ګلالي د مرستيال (مداقع نومى ) له خوا ورته ويل کېږي چې مونږ د نورو قوانينو تابع نه يو، مونږ ځانته ځانګړي سري قوانين لرو .......
کله چې دوسيه بشپړه شي، بيا ځي د څلورمې حوزې ابتدايه محکمې ته، هلته يو کس د عبدالباسد په نامه دى ... د نوموړي اصلي نوم (طرفدار علي) دى چې د طالبانو په وخت کې په زور ورباندې بدل کړاى شو، نوموړى اوس د پښتنو سره ځانګړى تعصب لري؛ کله چې تورن هلته ورشي، که پښتون وي نو ضرور به القاعده پېژندل کېږي او د اعدام حکم به پرې کېږي ....... فکر کوم خبر رانه بله خوا لاړه، ښايي راته ضروري ښکاره شوې وي ... غوښتل مې دا ووايم چې ولسمشر اوس څوک نلري، هغه سره ټول خيانت کوي؛ هغه هم اوس چا باندې باور نکوي . خو له بده مرغه، اوس چې چا باندې باور کوي، هغه هراتيان دي او هراتيانو اوس د هغه نه کړۍ تاوه کړې ده . کوم فکري ستميان چې دي، اوس ټول د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې اوسېږي . د سپنتا د سبزا ډلې اوس هم بهرنيو چارو وزارت او هم د ولسمشرۍ ډېرې برخې نيولي دي چې دا به د ولسمشر د اعتبار او شخصيت په راټيټولو کې نور هم اغېز وکړي .
زما هيله دا ده چې ولسمشر اوس تجربه پيدا کړې وي، اوس نو دا ضعف ونلري چې څوک يې د وجود نه سوء استفاده وکړي . هر ځل د ولسمشر انحصارېدل په يوه کړۍ کې د کرزي کمزوري ښکاروي، له دې امله زمونږ هيله دا ده چې په تېرو کړنو بياکتنه وکړي او د ځان لپاره يو منطقي سم او په هېواد مين ټيم جوړ کړي، کنه نو کومه فاصله او واټن يې چې اوس د ملت سره پيدا کړى دى، دا به نور هم زيات شي او د ځان لپاره به ډېر بد تاريخ پرېږي .