د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خرم صاحب ! پام ،چې وار دې خطانشي !

ت . محبوب شينواری 16.02.2008 02:56

( د روسيې جنوب څخه دېو شمېر افغانانو پېغام )


څو ورځې وړاندې مو خبرتېا ترلاسه کړه چې دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور وزير ښاغلي خرم صاحب ، داساسي قانون له مخې او دخپلې دندې او مسؤلېت پربنسټ ،دملي ټلويزيون يوژورنالست دملي ترمينالوژۍ دقصدي او څو څو ځله ترپښو لاندې کولو وروسته ،ددولت دمامورينو دقانون پراساس مجازات (کسر معاش )کړ. ددغې ډېرې وړې جزا موخه داوه ترڅو هم نوموړی شخص او هم نور ورته اشخاص، دهېواد ترټولو معتبر قانون (اساسي قانون ) ته احترام زده کړي ، په هغه باندې دملنډو وهلو او دهغه د پښو لاندې کولو څخه لاس واخلي . که څه هم چې دغه کار شخصأ دوزير صاحب دخواهشونو او نظرېاتو سره هېڅ اړه نلري بلکه لکه څنګه چې ووېل شول ، هغه غوښتل چې دخپل کار او صلاحېت په ساحه کې خپل ترلاس لاندې مامورين قانون ماتولو څخه منع کړي ، خو لکه دتل په شان دغه وخت کې هم د يو څو کسانو او ډلو ټپلو چې ډېری يې ، له بده مرغه ايراني جيره خواره دي ،غوا لنګه شوه ،او په ډېره بې شرمۍ او بې حېايې سره غواړي دغه قانوني چلند تحريف اوهغه ته کاملأ بل رنګ او شکل ورکړي . دغه پردۍ پالې ډلې ټپلې چې په ډېره خواشينۍ سره هېڅ افغاني مقدسات او ارزښتونه نه پېژني او خپل ټول روح او ايمان يې پان ايرانيزم ته وقف کړی ،بې لدې چې ددغې عمل قانوني اړخ ته وګوري او زموږ په هېواد کې مروجې ددري ژبې مقام او افغانېت ته کوم ارزښت ورکړي ، په ډېره بې حېايې او سپين سترګۍ سره ، د خرم صاحب په د غه سالم او قانوني عمل باندې ناسمې او غير منطقي ، کوڅه ايزې او بازارۍ نيوکې کوي او په دې برخه کې دهېڅ ډول انساني،اسلامي او افغاني اخلاقو او ادابو پروا هم نه ساتي .
که څه هم چې خبره دملي ترمينالوژۍ ده کومه چې په څو لسيزو کې په ټولو افغانانو کې منل شوې او په زړونو کې ېې ځای نيولی او قانون يې هم دساتنې امر کړی خو دغه دملي يووالي دشمنان دغه قانوني امر ته بېا داسې رنګ ورکوي : (به ماحق نميدهند به لسام مادري خود حرف بزنيم ) ،( وزير اطلاعات وفرهنګ به سبب حرف زدن به لسان مادری مجازات ميکند ) او داسې نورې خندونکې جملې . دلته هغه ددری ژبې ېو متل ښه سر خوري چې وايې ( ده درکجا ودرختها درکجا ؟؟)
څنګه چې ددغو پان ايرانيستانو يوې غټې ډلې دايراني بادارانو دارتباطاتو ، تومانونو او روزنيزو ورکشاپونو له برکته، دافغانستان دحکومت ډېرې لوړې چوکۍ او هم ډېرې خبري رسنۍ په لاس کې نيولي دي ځکه نو دوي په ځانګړي توګه دغسې حالت څخه، په ولس کې دبيلتون پېدا کولو او په نتېجه کې هېواد بې ثباتۍ خواته بېولو لپاره حدې اعظمي استفاده کوي ، کومه چې خصوصأ ددوي دايراني بادارانو هيله او فرمايش دی . خو ددغو خلکو او ډلو چغو او کوکارو ته تسليميدل او دحق او قانون نه لاس په سر کېدل غير دايران دفرهنګي ېرغل پاليسۍ څخه بل هېچا ته هم ګټه نه رسوي . او که موږ هر ځل ددغسې قانوني عملونو څخه دېو څو ګوډاګېو د شورماشور له امله لاس په سر شو نو دومره وخت به ونه غواړي چې موږ خپل افغاني کلتور دلاسه ورکړو او واقعأ هم دايراني فرهنګ په ژرنده کې دل شو .
موږ دروسيي په جنوب کې اوسېدونکي اکثره افغانان ، دښاغلي اتمر تر نيمګړو قانوني هڅو وروسته د ښاغلي خرم صاحب لخوا دقانون دپلي کېدلو د پېل، ډېر تود هرکلی کوو او په عين حال کې هيله لرو چې دوي به په کلک هوډ او لوړ همت سره خپلو سمونونو ته دوام ورکړې . موږ هم لکه نور ټول افغانېت ته وفادار افغانان له هره پلوه ددوي ملاتړ کوو او هرډول همکارۍ ته چمتو يو !
په درناوي
دروسيې جنوب د افغانانو په استازيتوب