د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو ژبه پاملرنه غواړي

غروال ، انګلستان 30.01.2008 02:25
د تېر کال په څېر سږ کال هم په ګړده نړۍ کې د ملګرو ملتونو د سوري لاندې د ژبو ورځ مانځلې کيږي او په دې لړ کې د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې ليکوال،پوهان او سياسى ډلې رنګ رنګ غونډې او پوهنغونډې کوي چې دغسې خپلې خپلې ژبې ومانخي،وستائ او د هغې د پراختيا او پر مختګ دپاره تګلارې وټاکى.ملګري ملتونه دا ورځ(٢١فروري) خکه مانځي چې ورستو پاتې ژبې د ورکيدو نه وساتي او په پراخه کولو او مخکې تللو کې ورسره مرسته او ملاتړ وکړي . ده يو-اين-او د يوې څيړنې له مخه ګڼ شمير ژبې د ورکيدو په پړاو کې دي چې يوه پکې پښتو ژبه هم ده. په دې ليکنه کې د دې خبرې جاج اغستلو هڅه کولې شي چې پښتو ژبه ولې په ورکيدو ده ،د دې ستونزې څه دى . د دې ستونزو د هوارولو د پاره څه هلې ځلې کولې کيږى او د ژبو ښپورنو نړيوال خوځښت څه وائى.
د پښتو ژبې د وروستو پاتې کېدو د ټولو نه لوئى لامل دا دى چې پښتو ژبه په شا باندې څه سياسي واک او ځواک نه لري او تر دا وخته پورې دا ژبه شاعرانو، اديبانو او ليکوالو له وروکېدو نه خوندي ساتلې ده. هره ژبه په سمه توګه هله زده کيدے شي او وده کولې شي چې دا په مدرسو،ښونځو او پوهنځو کې وښودلې شي يا په نورو مانو کې د زده کړې ژبه وګرزي او دا هله کېدې شي چې څوک د داسې کولو دپاره څه غوښتنه اوکي. هم دغه سبب دى چې پښتو تر اوسه پورې په يوه ليکلاره روانه نشوه او هاغه ځائے يې اونه نيولو کوم چې پکاردى. پښتون ګرچې ده مينځنئ اسيا ده ټولو نه ستر اولس دى خو دا چې ژبه يې ډيره ورستو پا تې شوې ده. خو د دې نه دا مانه ولاړول نه دي پکار چې ګنې پشتو ژپه پر مختګ نشي کولے او يا يې څه وده او پرمختګ نه دى کړى. د تېرو دريو لسيزو په دوره کې پښتو ژبې ډېر ستر ګامونه پورته کړي دي خو دا هرڅه هرچا ځان ځان له په ځاني ټوګه کړي دي په دې کې د دولت لاس او مرسته ډېره کمه ده. د يو اولس د خپلو کلتوري کشالو تا د سرکار پام راګرځولو دپاره د خلکو غوښتنې او هلې ځلې ډېر ارزښت لري بلکې د پښتنو د کلتوري پانګې د خوندي ساتلو او ودې ورکولو دپاره يو پاېښته او مستقل غورځنګ پکار دى. اوس وخت دى چې پښتانه په شعوري توګه د پښتو ژبې د ودې دپاره ملا اوتړي او دا هله کېدى شي چې پښتو د ليک لوست ژبه او ګرزولې شي. دا څومره د ملامتيا او سپکاوي خبره ده چې يو اولس په خپل کور کې د خپلې ژبې سوال کوي.
ځما نشي ياد چې په دې لنډو وختونو کې پښتونخوا کې چرته سياسي ګوندونو او يا ادبي ټولنو د پښتو ژبې د زده کړې او سرکاري ژبې ګرزولو دپاره څه جلسه جلوس کړى وي او يا يې څه غوښتنه کړې وي. دا خبره د يادولو وړ ده چې يوه ورځ د پښتونخوا پخواني ګورنر ارواښاد فضل حق د خپل يو سلاکار نه دا پوښتنه اوکړه چې په دې ټولو پښتنو کې داسې هېڅوک نشته چې ځما نه د پښتو ژبې دپاره څه اوغواړي. سلاکار ورته وې چې صېب داسې څه خبره خو ما نه ده اورېدله البته که تاسو غواړۍ نو د پښتو دپاره ډېر څه کولى شئ. دتېرو شلو کالو راسې د پښتونخوا په ښوونځو يانې د وړومبي نه تر پنځم ټولګي پورې پښتو ذريعه تعليم يا د زدهکړې ژبه ده. په دغو سکولونو کې چې کوم چا زدهکړه کړې ده نو هغوۍ د پښتو ليک لوست سره ښه بلد دي او پښتو ښه ليکلې او لوستلې شي. فضل حق دا ژمنه هم کړې وه چې که خېر وي نو دا به زه تر اتم ټولګي پورې غزوم خو هغه تا دا موقعه په لاس رانغله ځکه چې هغه اووژلې شو. وئيلي کېږي چې د تېرو څو کالو راسې ځنې ملتپاله سياستمداران او ادبي ټولنې د ژبو نړيواله ورځ نمانځي.
دا خبره سمه ده چې د تازي ژبې لاامله پښتو د ځنې اړپېچونو سره مخامخ ده او د دې دپاره يې ډېر کړاونه را مينځته کړي دي خو دا څه داسې ستونزې نه دې چې هوارول يې ګران دي. کوم پښتانه چې د پښتو د ليک لوست سره اموخته دي نو هغوۍ پوهېږي چې دا ژبه د تا زي ليکدود سره سمه نشي ليکلې کېدى او د پښتو غږونه په بشپړه توګه نشي کارولى ځکه چې په تاريخي توګه دواړه ژبې بيل بيل شاليد لري.خو د دې نه سربېره د پښتو په خپل ټولټال(سسټم) کې هم څه مسلې داسے دي چې اجتهاد پرې کول پکار دي لکه ز---ځيم----س----څيم او داسے نور.دغسې ده ګړدود(لهجه) مسله هم ده چې د بيلو بيلو سيمو پښتانه بيل بيل ګړدود کاروي.د انګلستان غوندې ورکوټي ملک کې هم درې ګړدودونه وېلي کېږي خو د ډاکټر م ا زيار خبره چې ټول پېرنګيان انګرېزى يوشان ليکى.
د تېرو څه د پاسه دريو سوو کالو راسې اروپا د ژوند په هر ډګر کې پرمختګ کوي او ورځ تر ورځه داټولنه په کلتوري او مادي توګه خوريږي او پراخه کيږي .چې د کله نه په دغو هيوادونو کې د مادي پراختيا او پرمختګ عمل پيل شوې دى نو دې سره سره ژبې هم د پرله پسې اصلاحاتو يا ښپورنو د عمل لاندې راغلې دي. په زاړو قبائيلي او کريزه ټولنو کې د ژبو اصلاحاتو تا څه ډېره اړتيا نه وه او دغسے ژبو د خلکو تړاونه تر سره کول .خو څنګه چې دغه ټولنې د زراعت نه صنعت پلوو تا وخوځيدې نو د ژبې د وئيلو نه سربيره د ليکلو او لوستلو تړاونه هم را تر مينځه شو. نه يوازې دا چې نوي نوي توري را تر مينځه کېدل پېل شول بلکې له اړتاونو له مخه د نورو ګاونډيو ژبو نه هم ګټې تر لاسه کړې شوې. هسې هم له ډير د پخوا نه د اروپا ژبې د يو بل نه اغيز منه وې.داسے چرې هم او هس کله هم نشى کيدے چې ګاونډئ ژبې دې يو بل باندې اغېزه نه کوي البته پر مختللې ژبې په واړو ورستو پاتې ژبو باندې ډير اثر پريباسي او دا عمل تر هاغه وخت پورې يو مخې روان وي چې تر څو پورې دغو ورستو پاتې ټولنو کې اساسى مادي بدلون نوي راغلى او يا دغو وګړو خپله ژبه په شعوري توګه نه وي خپله کړې. پښتو ژبه د تاريخ په اوږدو کې د ډيرو ژبو د اثر ﻻندې پاتې شوې ده او هر وخت کې پرې بيلا بيلو ژبو خپل خپل اثرات پريخودي دي خو عربئ او پارسئ ژبو په پښتو دومره اغيزه اوکړه چې د سلګونو په شمير د پښتو توري له مينځه لاړل او د هغې ځائے د دغو ژبو تورو را ونيسلو . وخت تيريدو سره خو ځنې د عربئ توري د پښتو د ګړدود او ليکدود سره سم شول خو ګنړ شمير اوس هم هاغسې د عربئ په څېر ليکلى کيږي.د لرې خوا ځنې غښتلى ليکوال ډير په روانئ سره داسې ليکنې کوي چې په هغې کې هره ژبه وي خو پښتو پکې نوي يانې د پښتو يواځې ګرامر کارول کېږي او توري د پارسۍ، عربئ او يا انګرېزۍ وي. پښتانۀ ليکوال چې د نورو ژبو کوم توري کاروي هم هاغه توري په پښتو کې شتون لري خو داسے هله کيدے شي که چرې څوک په رښتيا خپله ژبه ليکل غواړى.کوم توري چې د نورو ژبو نه را نيولې کيږى نو دا د پښتو ژبې شتمندي هله کيدے شي چې دا د پښتو د ابيڅو او دغسې د ګړدود سره سم کړے شي ګنې دا غنيتوب نه بلکې د پښتو ژبې زيان دى.
ګرچې پښتنو ليکوالو په يوه خله دا پريکړه کړې ده چې د عربئ غږونه کارول اختياري دي خو اوس هم د عربئ دغه ويې(حروف) برابر کارول کيږى. د دغو پردو ژبو نه په هېړه او ژر ځان خلاسول ګران دي ځکه چې د پېړو راسې د دې ژبو توري پښتانه کاروي خو کوم توري چې په پښتو کې شته دى نو هغه ارومرو ليکل پکاردي. که مونږه داسې نه کوو نو دا مونږ خپلې ژبې تا زيان رسوو. دا خبره هېرول نه دي پکار چه هاغه سمه پښتو نه ده کومه چې د پښتو ابېڅو د چوکاټ نه بهر ليکلې کېږي.
په تېرو دريو لسيزو کې د پښتو په ژبپانګه باندې ډېر زړه پورې کار شوى دى او د پښتو ډېر نوي نوي توري رابرسېره شوي دي خو دا هم هرچا ځانله پخپل سرکړى دى. دا کار په بشپړه توګه هله کېدى شي چې دا د يو ادارې لاندې اوکړى شي او داسې دوه ادارې په کابل او پېښور کې شته دې خو نه ده مالومه چې دويۍ څه دا ډول کارکوي او کنه؟ د پښتو ژبپانګې راغونډولو دپاره د پښتو ادبي ټولنو په بڼه يو اوډانګ(انفراسټرکچر) شته دى خو اړتيا ددې خبرې ده چې ددغو ټولنو نه کارواغستې شي. بې له دې نه بله څه لار نه ښکاري چې دا د ژبپانګې راغونډولوکار په بشپړه توګه اوکړې شي. دا خبره بيا يادول غواړو چې د پښتو نوي نوي توري يادول او کارول پکار دي چې دغسې دا نوي توري دود اومومي.
په روسئ ژبه کې د اصلاحاتو کونه د ګريټ پيټر( Great Peter )په زمانه کې پيل شوي وو چې له تر اوسه پورې دا عمل روان دى.دا اصلاحات څو اړخيز دي او لکه چې د ژبپوهانو دنده ده ،روسي ژبپوهانو هڅه وکړه چې خپله ژبه اسانه کړي او د خپلو مادي او روحاني پر مختللي ډګرونو سنګ تا يې را ولي. دوۍ نه يوازې دا چې د روسئ ګرامر او پېزو(spelling) اسان کړل بلکې پرېخودي شوي(متروک) توري يې بيرته را ژوندي کړل او د نورو ژبو نه راغلي او اغستي شوي توري يې هم د خپلې ژبې د ليکدود او ګړدود سره برابر کړل.کوم پښتانه چې د روسئ ژبې سره اشنا دي نو هغوئ پوهېږي چې روسي څومره اسانه او روانه ژبه ده.د دې نه سر بيره چيني،(China)ډنمارکي Danish))،نيدرلينډي(NetherLand)،جرمني(Germany)،ايس لېنډيIceLand))،ائرلېنډي IreLand))،جاپاني (Japanes)،کوريائي Korean))،اسپانوي Spanish))،سوېډيشيSwedish)) او داسے نورې ګنړ شمير ژبې د يو مخې اصلاحاتو سره مخامخ دي خو د دې ټولو نه زيات ژور او کوټلي اصلاحات ترکيانو کړي دي.
په ترکو کې د انقلاب نه ورستو د اتا ترک کلتوري بدلون د برخې په توګه په ترکۍ ژبه کې ډير کوټلي او پراخه اصلاحات او ښپورنې را تر مينځه شوې.دا ژبه چې د انقلاب نه مخکې به په ګنړ شمېر ليکدود سره ليکلې کيدې شوه،لېټن ليکدود تا راواړولې شوه.د اصلاحاتو ټولنې نه يوازې دا چې د عربئ ليکدود لرې کړو بلکې د عربئ او پارسۍ د تورو پر ځائے يې د ترکئ پريخودي(متروک) شوي توري مينځ تا راوړلو او د اړتيا له مخې ځنې توري يې د نورو ژبو نه واغستل د بېلګې په توګه په ترکئ ژبه کې سيند تا نهر وئيلي کېږي نو د وله يا وليه دپاره د انګرېزئ کنال تورى کاروي او داسې نور. د ځنې غږونو په بشپړه توګه د برابرولو دپاره د جرمنئ،سويډن او البانيه د ابېڅو نه ګټه تر لاسه کړې شوه.د کال ١٩٢٨ نه را واخلې تر اوسه پورې دا ژبه يو مخې پرمختګ کوي او دا چې اوس له دېنه يو پرمختللې ژبه جوړه شوې ده او د نړۍ ژبپوهان يې ستاينه کوي.
په ورستو پاتې ټولنو کې د سوچه توب او جوټه توب احساس ډير ژور وي او هم دا انګېرنه او تړون د دغو اولسونو د مادي او روحاني پرمختګ په لاره کې غټ خنډ وي.خو په ټولنه کې د مادي يا اقتصادي بدلون سره رو رو روحاني بدلون هم مينځته کيږي او دغسې دا پاکې سوچه ټولنې په روحاني توګه د نويتوب سره ورترغاړه اوځي.دا څرګنده خبره ده چې پښتو ژبه له ډير د پخوا راسې د سنسکرت،يونانئ،عربئ او پارسئ نه اغېزمنه ده او انګرېزي پرې له دپاسه. د پښتو نه سر بيره د دې سيمې نورې ژبې هم د دې اثر نه خلاصې نه دي او دا حال د اروپائى ژبو هم دے. انګرېزي چې نن وخت کې د دنيا د ټولونه لويه او پراخه ژبه ده،په تېرو وختونو کې يې د پرانسئ نه ډير اثر اغستې دى او دا چې په سلو کې څلوېښت توري په انګرېزۍ کې د فرانسئ دي.خو اوس څوک دا توپير نشي کولې چې کوم توري د پرانسئ نه انګرېزۍ تا راغلي دي ځکه چي پېرنګيانو دغه د پرانسئ توري د خپل ليکدود او ګړدود سره سم کړي دي.پښتنو ليکوالو له هم پکار دي چي دغه د نورو ژبو نه اغستي شوي توري د ژبې د ليکدود او ګړدود سره برابر کړي.
هره ژبه که هغه لويه ده او که وړه،پرمختللې ده او که ورستو پاتې ،اروپاي ده او که اسياي خو خلک يې د مور او پلار په نوم سره يادوي او خسمانه يې کوي.دا نه يوازې چې د افغانا نو غوندې ورستې پاتې او قباييلې خلک پر خپله ژبه ميئن دي بلکې اروپايې خلک هم د خپلو ژبو سره يو برابر مينه کوي.په يو-کے کې ده ويلز (wales )ابادي دېرش لکه هم نه ده خو بيا هم هغوئ خپله ژبه د لاسه نه ورکوي او نيمه ابادي د سره په انګرېزۍ او يا کومه بله ژبه نه پوهېږي. بېلجيم چې ټولټال د پښتونخوا برابر نه دىخو خپله ژبه يې ساتلې ده ګرچې دغه خلک د وينا تر حده پراانسي او جرمني هم وائي چې دواړه ډيرې پرمختللې ژبې دي.د سوېزرلېنډ درې ملي ژبې دي.دا خلک ولې په يو ملک کې درې ژبې کاروي ځکه چې دويۍ ځانتا بيل بيل قومي تاريخ او پېژنګلو لري.
شکر دى چې پښتانه اوس پښتو تا پام ورکوي او د دې د ترقۍ دپاره لارې لټوي.په نن وخت کې دا هڅې او کوشېشونه ډير ګټه ور مالومېږي او د خو پايېلو تمه تر کېدے شي.دا هلې ځلې په افغانستان کې هم روانې دي او په بهرانو هېوادونو کې هم.پښتانه ژبپوهان او ليکوال لګيا دي د پښتو هېر کړې شوي اوپرېخودي شوي توري را ژوندي کوي او د وخت د اړتاونو له مخه نوي نوي توري رغوي. د پښتو په قاموس يا درياب باندې چرې هم دومره کار نه وو شوې څومره چې په دې وختونو کې کېږي.دې سره سره د پښتو په ګرامر(پښويه)،ليکدود او کمپوټري ژبه باندې کار لګيا دے کيږي.
دا خبره سمه ده چې د افغانستان کړکېجنو سياسي حالاتو پښتو ژبې تا ډير سپوټ ورکړو او ورکوي يې خو پښتانه ليکوال له د پخوا راسې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ دپاره کوشېشونه کوي.دا په نن وخت کې پښتو تا چې کوم نړيوال سپوټ ورکولې کيږي د دينه ګټه تر لاسه کول پکار دي.دا که د نشرياتي ادارو د لارې کېږي يا سپارت.
د ژبپوهنې دا بنيادي اصول دي چې هره ژبه دې خپل توري وکاروي البته سوچه توب نه دى پکار او نه داسې ممکنه ده.خپل توري ارومرو کارول پکار دي او د نورو ژبو تورو تا هم ځائے ورکول پکار دي خو په دې هکله فرانسوي اصول ډير د ستاينې وړ دي چې د نورو ژبو توري د اړتيا نه سرپاتې کارول نه دي پکار.
د پښتو ځنې توري مونږ تا نااشنا ځکه لګي چې استمال يې کم دىاو يا مونږ پرېخي دي.د ښکته خوا خلک (چړه) پېژني چې ده کراچئ نا راغليا تورى دىخو يلغوز(د مندړو ښځې يې يرغوز کاروي) يې هېر کړے دى چې د پښتو سوچه واژه ده. دغسې تشپال(خلا)،پينئ(کائېنات)،ټولټال(سېسټم)،ژونکه(سېل)،زېلانځه(رحم)،ځواکونه(قوتونه)،ژونځور(ډي اين اې)بسمه(ماليکيول)،الواک(خيال او نظر)،ټولوال(عمومى) خوږلن دا او داسے په سلګونو توري شاړ او شنډ پراته دي او کارولو تا لېواله دي.د مخکې په پرتله اوس ډير پښتانه په پښتو کې ليک لوست کوي او د لرېخوا هاغه ماشومان چې د تېرو شلو کالو په دوران کې په سرکاري سکولونو کې پا تې شوي دي هغوۍ له ډير ښه د پښتو په ليک لوست او پښويه باندې پوهېږي.دا خبره له پا مه پريستل نه دي پکار چې د پښتو نه سر بېره انګر ېزي د نن وخت د يوې نړېوالې او مهمې ژبه په توګه هم زده کول پکار دي.