د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان ولې يوه ستونزه ده

غروال ، انګلستان 07.01.2008 21:34
سائمن رابنسن اسلام اباد
ټائم مېګزين امريکا
٣ جنوري ٢٠٠٨
اصف علي زرداري او بلاول بټو زرداري چا چې د پاکستان د اولسواکۍ بېرغ له خپلې اندې پورته کړے دے ډېر د باور وړ نه برېښي. يو د سنده الايت ستر ځمکوال دے د چا لاس چې په بډو او درغلو ککړ دي او د چا له کبله چې د هغه ښځه او د کال ١٩٩٠ په مهال د پاکستان صدراعظمه د درغلو او ورانو ورکو په کړنو مخ تورنه وه. بل د بېنظير بټو ځوئے بلاول بټو زرداري دے څوک چې د انګلستان اکسفورډ پوهنتون کې زده کړه کوي او اولسواکۍ خبرې کوي خو د هغه د سياست ټوله اډاڼه د هغه د نوم د مينځې برخې يانې بټو سره اړه لري. د هغې د مرګ په دريمه ورځ پلار او ځوئے دواړوځانونه د بېنظيربټو د ميرات سختنان اوګرځول او دا باور يې ورکړو چې دويۍ ټولو پوښتنو تا د ځواب ورکولو وړ دي :ځما مور به وې چې اولسواکي د ټولو نه ستر غچ دے: ځوان بلاول څرګندونه اوکړه.
بيا هم که پاکستان د اولسواکۍ د منزل نه ډېر بېرته دے خو د بدل او غچ اغستو د تاو نه د خلکو ګوند ورکرانو سينې خوټکېږي . دويۍ يوازې د القاعده سره تړلو ديني او اسلامي سازمانو تا غوسه نه دي څوک چې افغانستان سره په پوله ياغي سيمو کې پراته دي بلکې پروېز مشرف تا هم ډېر قارژن دي څوک چې د ترورازم پر زد جګړه کې د بوش نزدې انډيوال دے.
واشنګټن د بېنظير بټو د وژلو له امله د ځان سنبالو دپاره هلې ځلې کوي. د سپينې ماڼۍ دا تمې او هيلې په اوبو لاهو شوې چې بېنظير بټو او پروېز مشرف به واک سره خپلو کې اووېشي او بېنظير بټو به دغسې د خپل نوي پلان چورلان اوګرزي. خو سپينه ماڼۍ به بيا هم پرله پسې د پروېز مشرف ملاتړ کوي چې خپل کلک مټ په واک دغسې اوساتي کوم چې د پاکستان د بچ کېدو دپاره ډېر ارزښتمن دے. د جرنال انتهوني زيني، څوک چې د پنتاګان د مينځني کمان سر لښکر پاتې شوې دے د کوم د لاندې چې پاکستان هم راځي، بيله رائے لري. هغه دا يره ښکاره کړه چې تند دريځه يا انتها پسند ټولګي غواړي چې اړي ګړي او تاو تريخوالي تا پوک ورکړي ځکه چې د هغوۍ د وجود يا شتون دپاره دا لازمي ده او د دې په اړ کې غواړي چې يو بنسټپاله اسلامي دولت جوړ کړي.
په دې خبره باندې ځان پوهول بېخي ګران نه دې چې د دا راز حالاتو پايلې به څه وي. په پوره ډول يو خپلواکه اولسي دولت يواځې دا نه چې د ترورازم پرزد د جنګ او په جنوبي اسيا کې د سياسي ټيکاو دپاره سودمن نه دے دا چې د اسلام او د اسلامي هېوادونو او اروپا ترمينځه د اړيکو دپاره هم ګټه ور نه برېښي. د بټو د وژلو نه څرګنده شوه چې د امريکا يا د بل کوم بهراني ځواک په دې هېواد باندې څومره اغېزه ده کوم چې د نن نه شپېته کاله اګاهو د هند نه د وينو په درياب کې رابيل کړے شو چرته چې د مدام دپاره په وينو لمبېدلے سياست د دې هېواد پېژندګلو جوړه شوې ده.
په نني پاکستان کې د سياسي ځواک او طاقت درې ښکاره سرچينې دي. فيوډلان سياستمداران څوک چې د اولسواکۍ سره تش په نوم مينه لري، درغله، سست او بې اغېزې پوځ او مزهبي انتهاپسند . دا مزهبي انتهاپسند په دې پوهه دې چې د دويۍ د اسلامي نمونې خواخوږي او پلويان په اولس کې ډېر لږ دي. دغه درې واړه سياسي ځواکونه په ګډه سره دا نه غواړي او نه پاکستان پرېږدي چې د دې نه يو نوې جمهوري مسلمان مملکت جوړ شي. خو دې ځواکونو تا د بهر نه برابر ملاتړ او مرسته ورکولے کېږي . د امريکا يو بل پسې يومخې حکومتونه په اسلام اباد کې ناسم سياسي ځواکونو تا ټينګښت ورکوي لکه پوځي ټولواک پروېز مشرف او فيوډله بېنظير بټوتا. د امريکا حکومت يو ستر چارواک پي جے کرولي وائي: دا زمونږ ډېر خراب عادت جوړشوې دے چې مونږه خپله خارجه پاليسي د ادارو پر ځائے د وګړو يا شخصيتونو پورې تړلې ده . ډېره لږه هڅه شوې ده چې د وګړو پر ځائے پاليسي د پاکستان د اولسي ټولنو(سېول سوسائټي) سره اوتړلې شي : د دې تګلارې يا پاليسۍ نوې او اوسنې دليل دا دے چې په تېر اوړي کې چې کله پروېز مشرف يو ازاد خياله او خپلواکه جج د چوکۍ نه لرې کړو نو په ټول ملک کې وکېلان يا ويند ګر د دې پر زد راپاسېدل خو امريکا تش د خولې د خبرو نه تېره نشوه څوک چې د پروېز مشرف دپاره ډېره اندېښمنه ده.
د امريکا د ډالرو مالي مرستې هم چرې د پاکستان د اولسوا کۍ کاز په مخکې بونتلو. د بېنظير بټو يو تېر سياسي سلاکار چې اوس په امريکا کې ژوند کوي، حسين حقاني په تېر اکتوبر کې د امريکا کانګرس تا په يو وېنا کې دا خبره اوکړه چې د کال ١٩٥٤ نه واخلې تر اوسه پورې امريکه پاکستان تا ٢١ اربه ډالره مالي امداد ورکړے دے چې په هغې کې ١٧ ارب ډالر پوځي حکومتونو تا ورکړے شوې دے او ٣ يا ٤ اربه اولسي حکومتونوتا.
له بده مرغه امريکا چې کوم امداد د پاکستان پوځي حکومتونو تا ورکوي نو هغه د پاکستان پرځائے د امريکه په خپله ښېګړه کې وي خو په ګاونډي هېوادونو هند او افغانستان کې دا امداد د دې دپاره ورکولے کېږي چې د روس اثر متوازن کړي او د اقاعده او طالبانو پرزد يې پکار راولي. امريکانان مدام د خپل مرام نه سترګې اړوي. د ١٩٨٠ په لسيزه کې امريکا د پاکستان پوځي ټولواک ضياء الحق تا د دې دپاره مالي امداد ورکړو چې د افغانستان نه د شوراوي اتحاد په اېستلو کې پاکستان پکارراولي. دا پاليسي ګټه وره شوه او چې څنګه سويت يونين د افغانستان نه اوواتو نو امريکا ټول په ډاګه پرېخودل چې د هغې په غبرګون کې مجاهدينو خپلې ټوپکې په پاکستان او امريکه راواړولې. بل اړخ تا چې د ضياء د رجيم نه ورستو کوم اولسواکه حکومتونه جوړشو نو په هغې د امريکا پوځي او مالي امداد له دې کبله بند کړے شو چې دويۍ هڅه کوي چې نيوکلير وسلې تا وده ورکړي. دا وجه ده چې مونږ پاکستان د لاسه ورکړو، جرنال انتهوني زيني وائى. د ٩-١١ د يرغل سره پاکستان يو ځل بيا امريکا تا را په ياد شو خو دا وئيل ګران دې چې دا وار به څه کېږي. د کال ٢٠٠١ نه واخلې تر اوسه پورې ١٠ اربه ډالره پاکستان تا د دې دپاره ورکړې شوې دي چې پاکستان د القاعده او د طالبانو د پاتې شونو پرزد او جنګيږي خوامريکائي چارواکو دا خبره منلې ده چې د دې امداد غټه برخه د هند پرزد پکار رااوستلې شي.
پاکستاني مشران دا ګيله کوي چې مونږ تا هاغه درناوې رانه کړے شو کوم چې زمونږ رېښته جوړېږي. پوځ په سلګونو سرتېري د افغانستان په پوله د انتهاپسندو سره په جګړه کې اوبائېلو. خو باغي ډلې يو برابر په قبائيلي سيمو کې هلې ځلې کوي. پروېزمشرف وائي چې دغو ډلوسره د دغه ځائے د خلکو مرستې او خواخوږۍ دي او دا چې په دغو غريزو سيمو کې دا شونې نه ده چې په دويۍ نظر اوساتلے شي. د ډېرو پاکستانيانو او ځنې امريکائي چارواکو دا ګومان دے چې پروېزمشرف په يوډېر خطرناک درې ګوتيز کې پروت دے _ د امريکا د ښېګړو يا مفاداتو د خيال ساتلو سره سره د اسلام پسندو خواخوږۍ هم اخلي چې دغسې ځان په اقتدار کې اوساتي.د مسلم ليګ يوغښتلي مشر چودري نثارعلي خان وائي چې مشرف د خپل ارزښت سېوا کولو دپاره د انتها پسندو د دړکې او ګواښ خبره کوي چې دغسې ځان په اروپا باندې دروند کړي او ځان په هغوۍ اوساتي.
که دا خبره رښتيا وي نو بيا دا پلان په کاميابۍ سره مخکې روان دے. انتهاپسند د پولې له سيمې نه راخواره شوي دي او اوس په ښارونو کې چپاوونه کوي. اوس اوس د القاعده سره تړلو ډلو په پوځي او اولسي ځايونو باندې برېدونه کړي دي. دې ارغالونو سره د پروېزمشرف لاس سست شوې دے چا چې ځان داسې انځور کړے وو چې د انتهاپسندو نه د پاکستان د بچ ساتلو دپاره دے لازمي دے. په ځائے د دې چې په انتهاپسندو باندې کلک ګوزارونه اوکړي د سپريم کورټ قاضي افتحارمحمد چودري يې د چوکۍ نه لرې کړو ځکه چې هغه د پروېز مشرف د دوئم ځل دپاره صدارتي نومونه غېر ائيني ګڼله. په څو ورځو کې دننه په ټول ملک کې وکيلان او نور د ميانه ډلې خلک راپاسېدو او په ټول هېواد کې يې غاو او احتجاج پېل کړو. مشرف د جج پرزد کېس په سپريم کورټ کې بائېلو او ناساپه دا ډېر ځواکمن سړے په راغورزېدو شو.
که پاکستان د تېر خونړي شپېته کلن تاريخ بيا د را سره کول نه غواړي نو پکار ده چې دا ملک ځان د پوځي زورواکو، فيوډله سياستمدارانو او امريکه ډالرو نه خلاص کړي خو د دې اوس څه امکان په نظر نه راځي.