د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حقوقو په پلمه د عفتونو وژنه

انجينير صالح محمد فطرت 01.12.2007 01:04

قُل لِلمُئو مِنِينَ يَغُضُوا مِن اَبصا رِهِم وَيَحفَظوا فُروجَهُم ذٰ لِكَ اَزكٰى لهُم اِن الله خَبِير بِما يَصنعُون Ọ وَ قُل لِلمُئو مِنٰتِ يَغضُضنَ مِن اَبصَا رِهِن و يَحفَظُوا فُرُوجَهُن وَلا يُبد ِينَ زِينَتَهُن اِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنهَا وَليَضرِبنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰى جُيُوبِهِنَّ وَلا يُبدِينَ زِينَتَهـُن اِلا لِبُعُولَتِهـِنَّ اَو اَبنَائِهـنَّ او اَبنَاءِ بُعُولَتِهِـن اَو اِخوَانِهِـنَّ او بَنِى اِخوَانِهـِنَّ او بَنِى اَخَوَاتِهِنَّ او نِسَائِهِِـنَّ او مَا مَلَكَت اَيمَا نُهُـنَّ اَوِتـَّابِعِينَ غَيرِ اُولِى الاِربَةِ مِنَ الـرِّجا لِ اَوِالطِّـفـلِ الَّـذِينَ لَم يَظـهَـرُوا عَلٰـى عَورٰ تِ النِّساء وَلا يَضرِبنَ بِاَ رجُـلِهِنَّ لِيُعـلَمَ ما يُخـفـِيـنَ مِن زِينـتِـهِـن و تُـوبُـوا اِلَى اللهِ جَـميعًـا اَيُّـهَ الـمُـئومِـنُـونَ لَـعَـاَّـكُم تُـفـلِحُـونَỌ
ژباړه:ووايه موئمنانو ته چې ښكته ساتى خپلې سترګې او حفاظت كوى د خپل ستر په دې كې ښه پاكي ده د دوى د پاره بېشكه الله تعالى خبر دى په هغې چې دوى يې كوي. او ووايه مومنانو ښځو ته چې ښكته ساتى خپلې سترګې او حفاظت دې كوي د خپل ستر او نه دې ښكاره كوي خپل سينګار مګر كوم چې ښكاره دي د دې نه او غورځوي دې خپل څادرپه خپلو سينو باندې او نه دې ښكاره كوي خپل سينګار مګر د خپل خاوند په وړاندې يا د خپل پلار يا د خپل خسر په وړاندې يا د خپلو ځامنو يا د ځامنو د خاوند يا د خپلو وروڼو يا د خپلو ورېرو يا د خپلو خوريونو يا د ښځو او يا د خپلو مينځو او مريو يا خدمت ګارانو هغه سړو چې غرض نه لري(يانې چې د ضعف په وجه هېڅ رغبت نلري) يا هغو هلكانو چې لا د ښځو په رازونو نه پوهيږي، او په زوره دې نه وهي خپلې پښې په ځمكه چې معلوم شي هغه چې دوى يې پټوي د خپل سينګار او توبه كوى الله تعالى ته ټول په جمع سره اى ايماندارو ددې د پاره چې فلاح ومومى.

هماغسې چې انسان د يو اشرف الموجودات په صفـت خلق سوى دى نو ځرګنده ده چې د نورو موجوداتو په پرتله د ډېر ستر مسئوليت خاوند دى چې بايد هغه په كامله توګه تر سره كړي.
اِنا عَرَضـنَاالاَمَانةَ عَـلى السمٰـواتِ وَالاَ رضِ وَلــِجـبالِ فَاَ بَينَ اَن يحـمِـلـنَـهـا وَ اَشفـقن مِنـها وَ حَمَلَهاالاِنسانُ اِنۀ كان ظـلوماً جَهولا
ژباړه:موږ وړاندې كړل امانت اسمانونو او ځمكې ته او غرونو ته بيا چې دوى د دې امانت د اوچتولو څخه عاجز شول او ووېرېدل نو بيا انسان دا امانت پورته كړل، خو دى دى ډېر ظالم او جاهل.
د جمهور مفسرين رحمت الله عليهم اجمعين دا نظرا دى چې د دين ټول احكام او فرايض د دې امانت څخه عبارت دي.
انسان د نورو ټولو ژوندي موجوداتو څخه يو كلي توپير لري په دې معـني چې ټول موجودات د يو ذاتي فطرت خاوندان دي په بل عبارت كه چېرې موږ د دوى د ژوندانه ټول اړخونه په ځير وګورو او مطالعه يې كړو نو و به ګورو چې دوى په يوه خاصه دايره كې ژوند كوي چې په يوه دوراني مسير كې په حركت دي، د يوې نقطې نه پيل او په بله نـقـطه كې پاى ته رسي نه صعود په كې سته او نه هم نزول.
د داروين او نورو ماټرياليستانو نظريه چې البته د دوى په عـقـيده د وخت په تېرېدلو سره ځينې حيوانات د خپل لومړني حالت څخه يو صعودي حركت ترلاسه كړي او حتى د حيوانيت د ټـيټـې مرحلې څخه د انسانيت لوړو مدارجو ته صعود موندلى دا يوه غـلته او بيكاره عـقيده ده چې اساساً د نورو رذيله اعمالو د ترسره كولو او بالاخره د اجتماعي فساد د تعـميم په موخه ايجاد شوې ده چې نهايي هـدف يې د استعماري حركاتو يوه سلسله ده دا په دې خاطر كه انسان د معنوي ارزښتونو خاوند وي نو هېڅكله نشي مهار كېدلاى، دا بېل جلا او اوږد بحث دى نو راځو خپلې موضوع ته.
لكه څنګه مو چې لوړ وويل حيوانات د يوه خاص فطرت خاوندان دي په دي معنى چې د دوى تربيت په فطري توګه د لوى او متعال خداى له لورې په داسې شكل وركړ شوى چې په يوه خاصه دايره،خاص محيط او خاصه طريقه باندې ژوند وكړي او د لوى او متعال خداى اوامر دوى ته هېڅكله هم نه راجع كيږي، د مثال په توګه هغه ژوي چې غـوښه خوري نو دوى ته دا تربيت وركړ شوى چې په څه شان بايد خپل خواړه تر لاسه كړي او د كال په مختلفـو فصلونو كې چېرته بايد سفـر ولري تر څو وكولاى شي خپل خواړه په اسانه توګه ترلاسه كړي اما دا چې دوى ته د فكر او عقـل قـوه نده وركړ شوې نو هېڅكله هم د دې اپتدايي حالت څخه نشي وتلاى او نه هم مسئول دي، دوى خوري څومره چې خوړاى شي او د شهواني غـرايضو د اطفا په خاطر هم معين وخت لري او د يو څو استثنايي حيواناتو پرته نور ټول حيوانات فقط خپل جنس پېژني او د نورو سره هيڅكله هم اړيكې نه ساتي نو دا ټول يو فطري او غـريضي تربيت دى.

اما انسان لكه څنګه چې د خداى د سترو او اشرفـو مخلوقاتو د جملـې څخه دى او ده ته د يو عظيم الشان امانت د اوچتولو او حملولو ماموريت وركړشوى نو څرګنده ده چې دى بايد د يو روښان ژوند درلودونكى وي.
هماغسې چې انسان د دوه مختلفـو بعـدونو يا اړخونو خاوند دى چې فالـهَـمَـها فـُجورَهـا و تـَقـواها قـد افـلـح مـن زكـهـا و قـد خاب من دسـهـا يعنى د فجور او تقـوا د دواړو خاوند دى خو دا چې څـنګه بايد فلاح خواته حركت وكړي او خپل شخصيت انساني لوړو مدارجو ته ورسوي او رذايلو څخه خلاصون ومومي نو ده ته ډېر عالي نعمتونه وركړ شوي دي چې عبارت دي د عـقـل او سماوي كتابه څخه.

انسان ته د تفكر او د درك ډېره عالي قوه چې د عـقـل څخه عبارت دى وركړ شوې چې ښه او بد ورسره تفـكيك كړي او د سمې لارې د موندلو په خاطر په هـر عصر كې سماوي كتاب يا فقط څه صحيفې نازل شوي دي او ده ته وړاندي شوي اما نه يواځې كتاب بلكه يو لارښوونكى هم ورسره د دوى له ډلې څخه د پيغمبر په صفـت مامور شوى تر څو دوى ته د لوى خداى اوامر بيان كړي او ټولنه اصلاح كاندي.

اما قران د نورو كتابونو په پرتله د داسې يو عظيم الشان قانون په شكل نازل شوى چې نه تحريف كيدلاى شي انا نحـن نـَزلنا لذكرو انا له لـحا فـظون او نه هم په دې قـوانينو او احكامو كې څه توپير راتلاى شي بلكه د محكمو اياتو درلودونكى دى چې لوى خداى فرمايي كتاب اُحكِمَت اٰيـاتُه ثـُمَ فـُصـِلـَت مِن لدُن حـكـيمٍ خَـبير
ژباړه: قران هغه عـظيم الشان كتاب دى چې د محكمو(تغير او تبديل نه مننونكى) اياتو او احكامو درلودونكى او د ډېر پوه او عالم ذات له خوا فصل بندى شوى دى.
دنيوى قوانين د وخت په تقاضا جوړيږي او بيا په يو بل راتلونكي وخت كې د وخت په تقاضا بېرته څه بدلون په كې راځي اما قران يو داسې قانون دى چې د زمان او عصر تابع ندى بلكه يو جامع او محكم قانون دى چې د بشريت د ژوندانه د بقـا يواځينى اساس او بنسټ دى.
اسلامي قـوانين داسې دي لكه موږ چې وايو دوه له دوه سره څلور كيږي او يا هم د ديرشو درجو د زاويې ساين مساوي دى له صفـر اعشاريه پنځه سره، دا يو قانون دى كه بالفـرض موږ ووايو چې نه دوه له دوه سره له دې وروسته څلور نه كيږي بلكه څلورنيم كيږي او همداسې د دېرشو درجو د زاويې ساين له دې وروسته صفـر اعشاريه پنځه نه بلكه بايد صفـر اعشاريه څلور وټاكل شي خو تاسو پوهېږى چې څه به رامنځ ته شي؟ د همدغه ډېركوچني بدلون پايله به دا وي چې ټوله ټيكنالوژي به ودروله شي او ټولې توليدي دستګاوې په ټپه ودريږي او ټول بانكي حسابونه به له داسې يو ناورين سره مخ شي چې د اصلاح لاره هم ونه لري، دا يو داسې وژونكى بدلون دى چې هـېڅكله هم نه اصلاح كيږي تر هغه چې بېرته هماغه مخكني اعـداد د رياضي په سلسله كې رانه وستل شي، همداسې دي د اسلام قـوانين چې هـېڅكله هم تغيير او تبديل نه قـبلوي.
ستر سيد جمال الدين افغاني فرمايي دين په مطلقه توګه د اجتماعـيه هيئت د انتظام يواځينۍ سلسله ده او د دين پرته هېڅكله هم د تمدن بنسټ نشي ټينګېدلاى.
اوس راشو د موضوع اصل ته.
يهود او نصٰرا هڅه كوي چې په مختلفـو اشكالو خلك له دين نه بيل كړي او عامه ذهـنيت د اسلامي مسير څخه منحرف كړي لكه څنګه چې ځينې اسلامي هيوادونو كې لكه تركيه او ځينې نور هيوادونو كې مسلمانان فقط په نامه مسلمانان دي او بس، په تركيه كې خو حجاب د مدني او اجتماعي اصولو يو مخالف امر دى كه ښځه حجاب ولري نو مجرمه ګڼله كيږي او دا حق هم نلري چې پوهنتون ته يا رسمي كار ته په حجاب كې ولاړه سي. نو دوى دا زيار باسي چې په ټوله نړۍ كې دا اخلاقي فساد تعميم او ترويج كړي.
دوى تل د يو سلسله اعمالو څخه چې د مسلمانانو له خوا په ځينې ځايونو كې د ښځو په وړاندې ترسره كيږي لكه جبري وادونه،د بدو په بدله كې وركول، وهل او ټكول او داسې نور چې دا هغه استثنايي مسالې دي چې په ټولنو كې موجودې وي او خصوصاً په داسې حالاتو كې بيا خو ډېره ګرانه خبره ده چې د دغـو غـير اخلاقي اعمالو مخه ونيوله شي خو اما يهـود او د دوى ملګري دا شيان د يوې پلمې په شان كاروي او د حـقـو قي مسايلو كړكېچ رامنځ ته كوي.
حـق يوه بېله مساله ده چې موږ ورته لاندې داسې تعريف لرو:
ټول هغه فـطري،غـريزي او په ټـولنه كې د ژوند كولو مشروعـو مـقـتضياتو ته احترام كول او د پلي كېدلو شرايط تامينول عـبارت دى د انسان د حق څخه.
اما نن لكه څنګه چې موږ وينو يهودي رواج ته هم د حق په سترګه كتل كيږي همدا عـلت دى چې بې حيايي دومره زياته شوې ده چې اسلام او مسلمان پرې شرميږي، لوړ د حجاب په هكله كوم مبارك ايات چې ذكر شوي دا د ښځو او نارينه و د عـزت او عـفـت د حفاظت او خوندي پاته كېدلو يواځينى اصل بيانوي او د وخت دولت او حاكمان دا مسئوليت لري چې د اسلامي اصولو مطابق خلك اسلام ته متوجه كړي او د اخلاقي فساد مخنيوى وكړي.
په دې مباركو اياتو كې هغه اصول بيان شوي چې كه چېرې هغه پلي شي نو هېڅكله هم په ټولنه كې اخلاقي فساد نشي رامنځ ته كېدلاى او د ملتونو حيثيت، عـفـت او عـزت ته هېڅكله هم زيان نه رسيږي.
ښځه او نر هـېڅكله هم دا حـق نه لري چې شرعي حجاب وغورزوي او لوڅ وګرځي لكه نن چې په ښارونو كې ګورو، بې حيايي او بې حجابي لومړنى ګام دى د فحشا په لور همدا علت دى چې لوى او متعال خداى د حجاب په هكله څو مكمل سورتونه او محكم ايات نازل فرمايلي، د بې حيايى په موجوديت كې ټولنه هـيڅ كله هم خپل اصالت نشي ساتلاى او نه هم د فحشا مخه نيوله كيږي.
دا د علماو مسئوليت دى چې خلكو ته اسلامي اصول ابلاغ كړي او خلك د دې مهلك مرض نه وژغوري اما افسوس دى چې ټولنه هلاكت خواته روانه ده اما د علماوو په وعظ او خطابه و كې موږ دا وانورېدل چې دوى د ټولنې د دغه وژونكي فساد په هكله څه ووايي او خلك د اسلامي اصولو نه اګاه كړي.
هغه كسان چې د اسلام نه ناخبر دي او هـيڅكله هم ندي توانيدلي چې قران مطالعه كړي او د خداى د اوامرو او نواهـيو نه ځان خبركړي نو دوى داسې فكر كوي چې البته انسان په څه شان غـواړي په هغه شان كولاى شي ژوند وكړي او هـرې غـوښتنې ته د حق په سترګه ګوري اما داسې نده بلكه اسلام د انسانو د سعادت او د ښه ژوند كولو لارې چارې په داسې شكل بيان كړي چې كه چيرې په ټولنه كې پلي شي نو ټولنه به د افـتخار او سعادت نه ډك ژوند ولري او انساني اصيل مدنيت ته به ورسيږي چېرته چې نه به ظلم وي نه لوږه او نه هم نورې بدبختيانې.
مسلمانان مكلف دي چې د خداى اوامر ومني او يواځې د اسلامي اصولو په رڼا كې ريښتينى سعادت تر لاسه كيدلاى شي او بس او هره سر غـړونه يوه بدمرغـۍ زېږوي او ټولنيز ژوند له ګواښ سره مخامخ كوي.
د اسلام نه ناخبر كسان كله هم داسې دعـوا كوي چې د شرايط او وخت په تېرېدلو سره رواجونه بدلون مومي او زاړه خبرې نبايد تكرارې شي، خو دوى نه پوهيږي چې داسې نده.
لومړى دا بايد روښانه شي چې اسلامي ژوند رواج ندى بلكه د انساني ژوند اصل همدا دى چې اسلام يې موږ ته راښيي او بل دا چې اسلامي اصول د بشريت د بقا يواځينۍ سلسله ده او دا ټول قتلونه او د ملتونو تباهۍ چې موږ يې نن وينو او په خپل وجود هغه احساسوو دا ټول د انسانانو نفساني ، شهواني او بالاخره غـير انساني مقـتضيات دي او كه چېرې بالفـرض اسلام په ټوله نړۍ كې خپور واى او فـقط دا مباركه ايه چې ولا تاكلو اموالكم بينكم بالباطل منله شوې واى نو ايا دا تباهـۍ به رامنځ ته شوې واى؟ نه هـيڅكله هم داسې نه واى، همداسې د شهواني رذيله غـوښتنو په خاطر داسې يو ذهـنيت رامنځ ته كوي چې انسان خو يو ازاد موجود دى نو نبايد مهار شي چې داسې بايد وكړي او هغسې نبايد وكړي او د داسې يوې غـلطې مفكورې څخه په كار اخيستلو سره دوى وتوانېدل چې ښځه د يوې الې په توګه وكاروي او موږ ګورو چې د هـر تجاري سامان د پلورلو په خاطر ښځه په بربنډ حالت كې تجاري سامان اعلانوي ايا دا د ښځو حق دى كه د دوى د عـفـت خرڅلاو؟
د ښځو بربنډول او له دوى سره حتى د حيوانيت نه هم په ډېره ټيټه كچه غـير اخلاقي او غـير انساني سلوك ايا د ښځو حق دى او كه په دوى باندې تېرى؟ خو يهودانو اوس له دې طريقه هم پيسې تر لاسه كوي يواځې د دغـو بې عـفـتيو او بې حياييوو څخه په مليونونو غـير مشروعې پيسې ګټي او په عـين حال كې بل هـدف ته هم ځان نژدې كوي چې عـبارت دى د مسلمانانو ګمراه كول او خصوصاً د ځوان نسل منحرف كول.
نن زموږ په هـيواد كې هم كابو ټول ټلويزيونونه فـقط د همدغه كار او فعاليت د پاره جوړ شوي چې ځوان نسل د اصلي، انساني او اسلامي لارې څخه منحرف كړي داسې خپرونې خپروي چې هـېڅكله هم د تربيت او اخلاقي مسائلو څرك په كې نه ليدل كيږي اما برعـكس داسې موضوعات لكه د غـربي فـلمونو او غـربي سندرې خپرول همداسې په راډيوګانو كې هم له ساز او سرود او لهو او لعب نه پرته بل څه نه خپرول كيږي، په بازارونو كې هـغه د فـلمونو كسټـونه او سي ډي ګانې پلورل كيږي چې ټول د اسلام نه مخالف دي او ځوان نسل پرې بې لارې كيږي، د كېبل په نامه ځينې دستګاوې او د ډيش په نامه د انتنونو استعمال نور هـېڅ ندي پرته د اخلاقي فساد د لمنې پراخول.
زموږ ملت نه يواځې د بمونو تر بريد لاندې له منځه ځي چې هـغه له منځه تګ او وژل كيدل په مليونو وار ښه دى په پرتله د معنوي وژل كېدنه، اما هـېڅ يو دولتي ارګان په دې ونه توانېدل چې د دغـو كلتوري بريدونو مخه ونيسي حال دا چې اخلاقي فساد نژدې ده چې دې كچې ته ورسيږي چې كور په كور به فحشا خپره شي او زنا عامه شي العياذ بالله.
دا د د اطلاعاتو او كلتور د وزارت دنده ده چې په راډيوګانو،ټلويزيونونو، هـغه دوكانونه چې سي ډي ګانې او فـلمونه پلوري او نور ټول هغه چينلونه چې ميډيا خپروي تسلط ترلاسه كړي او هـغه كنټرول كړي او هـڅه دې وكړي چې داسې مسالې او موضوعات خپور كړي چې اصلاحي اړخ ولري او نور تربيتي مسائلو ته بايد پام وكړي. ميډيا ډېره ښه لاره ده د ذهـنيتونو د جوړولو په لار او ټولنه هغه وخت پر مخ ځي چې عامه افكار سالم وي او يواځې په سالم فكر باندې موږ كولاي شو خپله ټولنه جوړه كړو.

ځوانانو ته د يو سالم او روغ فكر په هيله.