د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بيان د آزادۍ مـفـهـوم

انجينير صالح محمد فطرت 31.01.2008 12:10
د بيان آزادۍ يو د اساسي شرطونو څـخه ده چې ټـولنه د هـغې په رڼا كې كولاى شي اصلاح خواته روانه شي او په پايله كې مادي او مـعنوي پرمختګونه ولري، خو لكه څنګه چې ځينې داسې ګومان كوي چې د دغه آزادۍ مخترعـين او ملاتړ كوونكي هـمـدغه غـربيان دي هـو هـمدغه غـربيان چې د ډېـرو سترو جرمونو مـرتكبين دي او تل ډېر درواغ وايي خو داسې نده بلكه ټول سماوي اديان انسان ته دا آزادۍ وركړې ده او ملاتړ يې كړى چې د اسلام ستر او سپېڅلى دين تل د دې آزادۍ پلوى دى.
د دې آزادۍ په رڼا كې انسان كولاى شي خپل فـكر او نظر د ټولنې د اصلاح په خاطر وړاندې كړي حتى كه يو ستر واكمن موږ وينو چې يو غـېر اخلاقي عـمل پورې لاس پورې كوي نو په ټـولنه كې يو عـادى وګړى كولاى شي خپل نـظر د هـغه د اصلاح د پاره وړاندې كړي، د ټولنې وګړي كولاى شي انتـقـادونه ولري او كه هـغه انـتقـاد اصلاحي بڼه ولري نو هـغه بايد ومنل شي او عمل پرې وشي.
كله چې د يوې غـزا وروسته د كائناتو سردار صلى الله عـليه وسلم د غـنيمت د مالونو په ويش باندې لګيا وو چې د مـئولـفـت القـلوبو د ډلې څخه څو كسان د اعـتراض په ډول وويل چې دى (صلى الله عـليه وسلم) دا مالونه په سمه توګه نه ويشي وروسته صحابه رضى الله تعلى عـنهم اجمعين غـوښتل چې دوى ته د دې ناسمې خـبرې په بدل څه ووايي خو د كائناتو سردار صلى الله عـليه وسلم و فـرمايل چې نه تاسو كار مه لرى پريږدى چې دوى خپله خـبره وكړي او دليل وړاندې كړي، وروسته بيا مبارك صلى الله عـليه وسلم دوى ته د عـملي دلايلو په واسطه دا خـبره روښانه كړه چې دلته د هـيچا حـق نه خوړل كيږي او زه د خداى استازى يم او د همدغـو حـقـوقـو د وركولو د پاره مـبعوث شوى يم دوى چې كله وليدل نو پوه شول چې دوى ناسم ول، هـمداسې كله چې حضرت عمر رضى الله تعلى عـنه مـبارك خـطبه(د بيعت په اړه ډېره ستره غـونډه وه) ويله نو حضرت سلمان رضى الله عـنه د اعـتراض په ډول ولاړ شو او پوښتنه يې وكړه چې اى عـمره! هـغه د غـنيمت دسمالونه چې اوس تا ترې كالي جوړ كړي نو هـغه خو كوچني دسمالونه وو او د تا د پاره كالي نشي ترې جوړېدلاى نو كېداى شي روښانه كړې چې تا په څه ډول دا كالي جوړ كړي نو هـغه مبارك حضرت عـبدالله مبارك ته اشاره وكړه چې پورته شه او دا مساله روښانه كړه..........
دا سې بېلګې چې د بيان د آزادۍ ډېره لوړه كچه پكې ليدله كيږي ډېرې زياتې دي چې داسې لنډو مـقالو كې نه ځاييږي، خو زموږ هـدف دادى چې مسلمانو وروڼو ته كوم چې د اسلام د سپېڅلي دين په اړه لږ معلومات لري دا روښانه كړو چې اسلام د ټولو انساني اصولو يو بشپړ دين دى په دې معنى چې ټول انساني قـوانين او ټول فردي او ټولنيز حـقـوق پكې ذكر دي.
اسلامي اصول او قـوانين د فـردي او ټـولنيزو پرمخـتګونو د پياوړتيا په موخه ځانته حدود لري او سرغـړونه د دغـو محكمو حدودو څـخه ټـولنه له ګواش سره مخامخ كوي، هـر مسلمان مكلفـيت لري چې د دغـو حدودو په محدوده كې بايد خپل ژوند پر مخ بوځي او هـمدغه حدود عـبارت دي د اسلامي فرايضو څخه.
اوس به اصلي موضوع ته راشو يعنې د بيان آزادۍ :
لكه څنګه چې لوړ په اختصار دوه بېلګې د بيان د آزادۍ په هـكله ذكر شوې هـلته په ښكاره ليدل كيږي چې يوه عادي وګړي ته حتى وخت او حـق وركړ شوى چې خپل نظر وړاندې كړي او هـېڅ ډول بنديز پكې نه ليدل كېږي اما دا چې حـقـيـقي انسانيت ته د رسېدو په خاطر اسلام ځانته قـوانين لري نو ضروري ده چې د انسان نظريات اصلاحي بڼه ولري او داسې نبايد وي چې د اصلاح په ځاى ټولنه ناورين خواته بوځي او د فساد د رامنځ ته كېدو سبب وګرځي.
اما يو مسلمان بيا د دې حق نلري چې داسې مسـئلو ته لمن ووهي البته د بيان د آزادۍ په پلمه چې هـغه د اسلامي عـقيدې سره په تضاد كې واقع وي د مثال په توګه هـغه ښاغلى چې په دې نږدې ورځو كې داسې ليكلي چې كه يوه سړي ته د څلورو وادونو حق وركړ شوى نو بيا ولې ښځې ته دا حق ندى وركړ شوى چې څلور ميړونه ولري؟ يا دا چې ښځې بايد له پوړني سره مخه ښه وكړي او واقعي آزادي ته ورسيږي، او داسې ډېر څه ليكلي چې د اسلامي عقيدې پر ضد دي، دې ته د بيان آزادۍ نه وايي بلكه دا هـغه عـقـيدوي فساد دى چې اسلامي ټولنه كې يو ډېر ستر اخلاقي فساد هم رامنځ ته كوي.
مسلمان دا حـق لري چې پوښتنه وكړي چې د ښځې په حجاب كې متعال خداى څه حكمت ايښى دى او دا پوښتنه د عـقيدې او اسلامي پوهې د تزييد د پاره وي او دا هـيڅكله هم جرم نه ګڼله كيږي اما دا مهمه ده چې وپوهـيږو چې موږ په دې هـكله د انتقاد حق نلرو بلكه يواځې او يواځې د عـقيدې پياوړتيا به زموږ هـدف وي.
ايمان هـغه ستر عـنصر دى چې يواځې او يواځې د هـغه په رڼا كې انسان مادي او معنوي مدنيت ته رسيږي او كله چې انسان ايمان راوړ نو ښكاره ده چې د يو لوى او ستر امانت په ساتنه كې مكلفيت تر لاسه كړ او خيانت له دغه ستر امانت په وړاندې لوى جرم دى.
اسلامي سپېڅلي اصولو باندې انتقاد كول د هماغه اصولو څخه د انكار په مـفـهـوم دى او انكار بلاريب چې د كـفـر څخه عـبارت دى او كله چې يو مسلمان العياذ بالله دا انكار او كـفر د كاغـذ پر مـخ ليكي او د نورو مسلمانانو د عـقـيدې پر ضد مـبارزه كوي او عـامه ذهـنيت تضعيفـوي خـصوصاً هـغه وګړي چې د اسلام په اړه ښه او كامله پوهه نلري نو خامخا د دغـو كفـري عـقايدو په وړاندې مـبارزه نشي كولاى نو كېداى شي عـقـيده يې لا كمزورې شي نو روښانه ده چې يوه لويه كتله د ټولنې د مختلفـو عـقيدتي فساد خواته روانه شي چې بالاخره ټولنيز فساد به رامنځ ته كړي.
يـهـود او نصرا هـغه فاحش قـومونه دي چې د كمونيزم په شان تل د اسلام پر ضد ولاړ دي او د عالميانو د سردار صلى الله عليه وسلم د بعثت د ورځې څخه بيا تر ننه پورې هـڅه كړې ده چې په مـختلفـو پلمو اسلام د انسانيت او مدنيت نه لېرې يو دين مـعرفي كړي او نن بيا هـر چېرته د بشر د حـقوقـو نه د ملاتړ په نامه دفـترونه يې پرانيستلي او په ښكاره حـتى اسلامي اصول او حـدود د بـشر د حـقـوقـو نه په سر غـړونه تـعـبيروي لكه د رجم،قـصاص د لاس او پـښې غـوڅول او داسې نور حدود، كه يو زاني رجم نشي دا په دې مـعنى ده چې موږ په يوه خونه كې لړم وينو خو د رحم كولو په پلمه هـغه ته لاس نه وړو نو دا خو ښكاره خـبره ده چې موږ د دې خونې پر خلكو ظلم كړى دا هـغه څه دي چې يـهودانو اوس موږ ته داسې يو رحم ښيي اما په خـپله بيا وينو چې د خلكو كور ته ننوځي او په زرګونو انسانان له منځه وړي د دوى شتمنۍ لوټوي او داسې يو فساد رامنځ ته كوي چې حتى سل كاله دوام مومي او بالاخره انساني ټـولنه خـپل اصالت له لاسه وركوي او ټـولنيز هـويت هم له منځه ځي.
هـر څوك چې د داسې آزادۍ څخه ملاتړ كوي نو اصلاً د اسلام نه بېخـبر دى او موږ هـيله كوو چې دا ګران وروڼه لومړى خـپل اسلامي عـقيده پياوړې كړي او دا د هـر مسلمان يوه ستره فـريضه ده.
د اسلامي عـقايدو په وړاندې جګړه د خداى او د هـغه د رسول صلى الله عـليه وسلم او ټولو مسلمينو سره د جګړې سره برابره ده او هـمداسې د عـقـيدې وژنه د يو جماعـت د وژنې په مـعنى ده او حتى تر هـغه هم بد تره ده نو هـمدا عـلت دى چې سپېڅلى شريعت د ټولنې د ژغـورنې په موخه د دا ډول مضرو انسانانو د اعـدام حكم كوي او كه چېرې د حـقـوقي مسائلو په پلمه د شريعت د احكامو څخه سرغـړونه وشي نو دا په دې مـعنى ده چې موږ خپله ټـولنه په لوى لاس وژنو او خپل اسلامي هـويت له منځه وړو.
مـوږ د خپلو مسلمانو هـېواد والو څـخه هـيله كوو چې دوى دې په خپله د اسلامي عـقايدو په ساتنه كې هـڅه وكړي او همداسې دينې محترم عالمان هم هـڅه وكړي چې خلك د توحيد نه باخبر كړي او د اسلام حـقيـقـي څېره خلكو ته وښيي او داسې لارې چارې دې ولټول شي چې د يـهودي عـقيدې د خـپريدو سبب شي او دا جوته ده چې د مسجدونو ممبرونه، مجلې، اخـبار، راډيو او ټلويزيون او داسې نورو څخه ګټه اخيستل كولاى شي د داسې عـقيدوي فسادونو مخه ونيسي.