د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا ټولنيز كلتور هم متاثر كېدلاى شي ؟

انجينير صالح محمد فطرت 24.04.2008 22:44

دا ډېره مهمه ده چې وپوهيږو چې كلتور څه ته وايي او آيا كلتور دومره اهميت هم لري چې موږ د هغه د ساتنې په خاطر دومره هلې ځلې كوو او بله دا چې نو كه دا كلتور بدل شي نو پايلې به يې يو ملت ته  څه وي ؟
لكه څنګه چې نن زما ملت د مادي بمباريو تر بريد لاندې خپل مادي وجود او مادي شتمنۍ له لاسه وركوي په همدا شان د دې مظلوم ملت معنوي وجود هم  د ډېرو سختو بمباريو تر بريد لاندې شپې سبا كوي او كه يو څوك په دې وطن او په دې ملت مين را ولاړ شي او د دغو معنوي بريدونو مخنيوى وكړى بيا نو د هرې خوا نه د غربي بادارانو غلامان ډګر ته را دانګي او د خپلو بادارانو نه داسې ملاتړ كوي چې انساني ضمير پرې شرميږي .
كه په ساده او عام فهمه ژبه كلتور تعريف كړو تر څو عوامو ته ډېر ژر د پوهېدو وړتيا ولري نو داسې ويلاى شو چې : ژبه او هاغه يو سلسله دودونه او رواجونه  چې د پيړيو پېړيو نه په يو ملت كې شتون ولري او د هماغه دودونو له مخې خپل ژوند پر مخ بوځي يا په بل عبارت هغه دودونه چې  د يو ملت د پاره يوه پرېكنده  كړنلاره وي هغه عبارت دي د هغه ملت د كلتوره څخه ، لكه :
كه موږ داسې يو ملت ته نظر واچوو چې زموږ عوام هم له هغه ملت سره لږ پېژندنه لري نو روسان به په خپل مثال كې وكاروو او د خپل پياوړي كلتور سره يې پرتله كړو .
كه يوه روسى وغواړي واده وكړي نو د سړك په سر ، په يوه پارك كې يا په يوه هوټل كې او يا هم د سفر په وخت كې په ريل ګاډي كې كولاى شي  خپل د ژوند راتلونكۍ ملګړې وټاكي اما په افغاني ټولنه كې داسې نده بلكه نجلۍ د ډېر اكرام او تعظيم خاونده ده حتى د كلي مشران د يوې پيغلې د پوړني دومره احترام كوي چې خپل سر هم پرې جاروي او كه په افغاني مغروره ټولنه كې يو څوك وغواړي د چا سره دوستي وكړي نو په ډېر درنښت او اكرام هغه كور ته ځي او په ډېر اعزاز خپل پيشنهاد د دوستۍ ورته بيانوي او همداسې نورې د اكرام او اعزاز نه ډك
نورې ځانګړي شرايط لري ، همداسې د طلاق مساله : په روسۍ ټولنه كې طلاق داسې يو سپك شكل لري لكه چې موږ يو شى په بازار كې واخلو نو كه مو خوښ نه وي  نو يې  بېرته و دوكاندار ته وړو او خپل عذر ورته وايو تر څو دوكاندار خپه نشي خو هلته بيا تر دې شي هم سپك قيمت لري كه يې خوښه نه وه نو يوه مخصوصه محكمه لري چې هلته وادونه ثبت كېږي هلته ځي او وايي چې موږ نور ژوند نه شو كولاى او بس  ، حيا په افغاني ټولنه كې هماغسې چې سپېڅلى اسلام حكم كوي نو په هغه كې پښتنې پتمنې حتى افراط كوي چې البته دا يوه داسې افراط دى چې الله متعال هم پرې وياړي اما په روسۍ ټولنه كې د حيا په نامه اصلا داسې يو شى قطعا وجود نلري.
  لكه څنګه چې لوړ ذكر شو هر ملت همداسې ځانګړينې لري چې د هماغه ځانګړينو له مخې پيژندل كيږي نو همدا علت دى چې موږ وايو كلتور د ملتونو د معنويت روح جوړوي ، د مثال په توګه كه يو څوك راولاړ شي او يو كوچنى هلك ووهي نو د كلي خلك سمدلاسه هغه مشر ملامتوي او ورته وايي اى وروره ته پښتون يې ؟ نو دا مالوميږي چې پښتانه هيڅكله په كشرانو لاس نه پورته كوي نو دا يوه ځانګړينه ده چې پښتون خپل  پښتونولى پرې په ثبوت رسوي ،  كه يو څوك پردۍ ښځې ته په سپك نظر وګوري نو د ډېر كلك او تند غبرګون سره مخ كيږي او هر څوك ورته پيغور وركوي او ورته وايي نه شرميږې چې پردۍ ښځې ته ګورې ، ته هم ځان ته پښتون وايې؟ او داسې نورې سپكې ورته كوي . نو دا ځانګړينې دي چې پشتون ملت كې شتون لري او كه حتى يو پښتون لېرې ځاى ته په كـډه ولاړ شي چې حتى هلته پښتانه هم نوي خو كله چې له خلكو سره و اوسيږي نو بې له ځنډه خلك پرې پوهيږي چې دا سړى پښتون دى په دې خاطر چې ښځې يې په كور كې حتى سترمنې وي ، له ګاونډيانو سره ښې اړيكې ساتي ، په لاره چې روان وي په ډېر تمكين روان وي ورو ورو ګامونه پورته كوي او د خلكو له څنګه چې تيريږي نو هرو مرو سلام اچوي او يو مختصر روغبړ هم كوي چې ستړى مه سې .
دا هغه څه دي چې ورته كلتور ويل كيږې نو همداسې په هر ملت كې ځينې ځانګړتياوې سته چې د هماغه ځانګړتياوو له مخې هغه له ورا ښكاري چې دا سړى كوم ملت پورې تعلق لري .
اوس نو راشو دې خبرې ته چې كه دا ځانګړتياوې نه وي نو څه به وشي ؟ دا واضح ده چې كه چېرې يو ملت خپلې دوديزې ځانګړتياوې له لاسه وركړي نو اصلا هغه ملت د مړيو په كتار كې راځي چونكه هر ملت د خپلو دوديزو ځانګړتياوو په واسطه پېژندل كيږي او هغه ځانګړتياوې د معنوي روح ارزښت لري ، نو مالومه خبره ده چې هر انسان بايد د خپل مادي او معنوي پايښت په خاطر ډېرې هلې ځلې ولري ، معنوي حيثيت په وار وار د مادي حيثيت په پرتله ارزښت لري د مثال په توګه كه يو سړى ړوند وي نو خو يواځې به د نه ليدلو په تكليف به اخته وي اما خلك خو بيا د هغه هماغسې احترام كوي لكه د نورو وګړيو په شان او حتى تر نورو هم زيات اما كه يو سړى شراب خوري نو بيا خو دا سړى ، سره له دې چې د اسلامي اصولو نه سر غړولى خو پښتانه بيا بيخي په كركه ورته ګوري او حتى كه اصلاح نشي بيا يې د كلي څخه رټي  .

نو بيا خو ويلاى شو چې كلتور د ارزښتمنو دودونو  هغه منظمه سلسله ده چې د دې سلسلې انقطاع د ملت د معنوي تبا هۍ سبب ګرځي او كه څه هم په مادي توګه شتون ولري خو د معنويت پرته ژوند هيڅ مفهوم نلري .
نو جوته شوه چې كلتور د ملتونو د معنوي ژوندانه تثبيت كوونكى اصل دى او د دې اصل په ساتنه كې بايد ډېر زيار وييستل شي .
دا چې كلتور متاثر يا زيانمن كېدلاى هم شي او كه نه ؟ بايد ووايو چې هو خو الله دې هر ملت د داسې يوې تباهۍ نه وساتي . موږ وليدل چې د كمونيستي رژيم په چوكاټ كې كوم هيوادونه چې د دوى د كمونيستي ښكېلاك لاندې راغلي ول د دغو هېوادونو ملتونه تقريبا  90%بدل شول او حتى د دوى نومونه هم په خپل حال پاته نه شول او كټ مټ د روسانو په شان يو اوف يې په پاى  كې پيدا شو لكه امان الله يوف ، جبا روف ، خالد وف او داسې نور ، رسم الخط يې هم بدل شو او ټولې ژبې يې په روسي تورو باندې ليكل كېدلې لكه تاجكي ، اذبكي ، آزربايجاني او داسې نورې ، همداسې د ژوندانه دود او دستور هم په كلي توګه بدل شول كله چې اذبكستان ته تلې هيڅكله دې دا احساس نشواى كولاى چې آيا زه په مسكو كې يم او كه په تاشكند كې . دا ټول هغه توپېرونه دي چې موږ وايو كلتور هم متاثره كېدلاى شي .
اوس نو راځو خپلې ټولنې ته چې دلته څه غوغا ده ، نن په افغاني ټولنه كې كله چې غربيان د ډېرو دقيقو پلانونو له مخې د يو څو پلورل شوي كسانو له خوا دلته راغلل نو دلته هم ډېر منفي بدلونونه يې له ځانه سره راوړ چې په پايله كې زموږ د ټولنې وګړي كوم چې د ډالرو ډېر شوقيان دي تر ډېره حده دوى ته ښه خدمتونه كوي راډيوګانې او ټلويزيونونه يې جوړ كړي دي چې د دغو ګټورو شيانو څخه متاسفانه ناوړه ګټه اخلي او د مبتذلو او چټي شيانو د خپرولو په واسطه غواړي د دې مظلوم ملت معنويت هم لوټ كړي چې تر يوې اندازې برياوې هم لري د مثال په توګه :
څو موده د مخه زه كابل ته تللى وم او هلته مې يو څو ځوانان وليدل چې د نجونو په شان خپل ويښتان يې شا ته تړلي وو بالكل راته د حرانتيا وړ خبره وه ، ښځې مې وليدلې چې په داسې يو فيشن كې ګرځېدلې چې د يوې امريكايي ښځې سره قطعا نه توپير كېدلې ، دا ټول هغه څه دي چې دوى ته د دغو مبتذلو رسنيو له خوا درس وركول كيږي .
په راډيو ګانو كې د ساز او آواز پرته بل هيڅ شى نه تر غوږ كيږي آيا په يو داسې ويرجن حالت كې افغانان يواځې او يواځې ساز او آواز ته ضرورت لري ؟ افغانان نن اخبار ته او ټكنالوژيكي معلوماتو ته ضرورت لري ، موږ په اروپا كې داسې تكړه متخصصين لرو كه ترې غوښتنه وكړو نو په ډېر وياړ كولاى شي داسې تعليمي خپرونې چمتو كړي او خپلو وطنوالو ته يې وړاندې كړي ، موږ په پوهنتونونو كې داسې د پوهنې پتنګان لرو چې كه حتى په يوه بل ولايت كې د يوه پوه سړي درك وشي نو د رخصتۍ په دوران كې هلته ځانونه رسوي او څه مالومات ترې اخلي ، حتى ماته هم په څو څو وارو د ليسې زده كوونكي راغلي دي او غوښتنې يې كړي دي چې دوى ته حد اقل د نيم ساعت د پاره يو څه ووايم ، نو كه چېرې دا د ټلويزيوني شبكو مالكان په رښتيا د وطن د جوړولو ليوالتيا ولري خو بايد متخصصينو سره خبرې وكړي او زه باور لرم چې زموږ پياوړي پوهان حتما به خپل خواخوږۍ و خپلو وطنوالو ته څرګنده كړي او په منظمه توګه به د ټلويزيون له لارې د نوي پرمختګونو په هكله د يو درسي ساعت په توګه خپلو وطنوالو ته يو څه وښيي او حتى لكه څنګه چې موږ هم د پوهنتون په دوران كې ځينې شيان د ويډيو په شكل زده كول يانې د كومو پروژو لابراتوار چې موږ په پوهنتون كې نه درلود نو د هغه په باره كې بيا موږ ته د ويډيو په شان درس راكول كېدله . نن خو نړۍ دومره پر مخ تللې چې د هر شي په اړه ځانګړي ويډيويي فلمونه شته نو كه دوى واقعا د خدمت ليوالتيا ولري نو مهرباني دې وكړي فقط د يو ساعت په موده د هماغه فلم او د هغه افغاني غيرتمن او په وطن مين متخصص سره دې يو ځاى خپلو وطنوالو ته درسي علمي مواد چمتو كړي او دا كار شوني ده او موږ دغه كار ته ضرورت لرو .
زه په ډېر تاسف بايد ووايم او هيله لرم زما غيرتمن ولس ما ملامت نكړي چې زه ولې داسې شيان ليكم اما زه مجبور يم چې موضوع روښانه كړم او دا ثابته كړم چې محترم خرم يو ريښتينى سړى دى او محـقـق هم يو غير محـقـق سړى . محـقـق وايي چې په دې ډرامو كې خو غير اسلامي هنرمندانې دي نو هغوى خو مكلفيت نه لري چې زموږ د اسلامي كلتور مطابق حجاب وكړي او داسې نورې ببولالې زه و دې جنا ب صاحب ته وايم چې د تا نه بيا چا پوشتنه كړې ده چې دوى دې ګويا حجاب وكړي يا نور داسې شيان بلكه موږ وايو چې هر مجلس كې تاثير وي دا د كايناتو د سردار حديث دى ، هره خپرونه په خلكو باندې تاثير لري په يوه ټولنه كې خو ټول خلك پروفيسوران او ډاكټران د علوم ندي چې تغير ونه كړي بلكه هر فلم ته ماشومان او واړه نجونې هم ناست وي نو دا آيا محـقـق صاحبه د دوى په روحياتو تاثير نه كوي ؟
بيا هم ګرانو لوستونكو نه په معذرت بايد ووايم چې ماته زما يو دوست وويل (زه خو خپله نه ټلويزيون لرم او نه هم ويډيو كه معلومات وغواړم نو انټرنيټ شته ) چې حتى په كابل او مزار شريف كې ، پيښور او پنجاب كې او همداسې په مترقي هند كې او حتى په ايران كې داسې مبتذل فلمونه جوړيږي چې هغه ته خلك يو اصطلاح كاروي چې دلته يې نشم ذكر كولاى (د دې خبرې نه ډېر معذرت غواړم ) اوس زه د جناب محـقـق نه دا پوښتنه كوم چې آيا دا نه باور كيدونكې او د تاسف نه ډك اعمال بې له كوم لامل رامنځ ته كيږي ؟ آيا د دې سيمې خلك همداسې ټيټ كلتور درلود چې نجونې او ځوانان يې دومره بې همته شي چې داسې .............فلمونه جوړ كړي او خپل او د خپلې ټولنې عفت په خپله لوټ كړي ؟ داسې نده هره خپرونه تاثير لري .
 په همدې اړه د بى بى سى راډيو د ښاغلي داد نوراني سره يوه مركه درلودله ،ښاغلي نوراني هم وويل چې كه دولت هم كوم بديل نلري نو بيا ولې په دې موجوده شيانو چې خلكو ته يوه سرګرمي ده بنديز لګوي دا ښاغلى هم تر ډېره حده سهوه كړې ده په دې خاطر چې دا خو نو دليل نشي كېدلاى چې كه چېرې بل شى د خپرونې د پاره نه وي نو موږ بيا چې هر شى وي هغه خپروو دا داسې مثال لري چې كه زه په خپل جيب كې پيسې نلرم نو د همسايه د كوره اوړه غلاكوم ، څنګه كېدلاى شي چې په كندهار كې آزادۍ راډيو ښې خپرونې موندلى شي او جوړولى شي ، د طب ډاكترانو سره او د تخنيك او ټينالوژۍ انجينيرانو سره مركې ترسره كوي او داسې نورې ښې خپرونې خو بيا د طلوع ټلويزيون يواځې مزخرفات او مبتذل شيان يې موندلي او خپل خلك پرې ګمراهۍ خواته بيايي .
خپرونه خو بې له كوم سرګردانۍ او تكليف نه تر لاسه كيږي بلكه ته بايد ورپسې وګرځې او جوړ يې كړې او كله چې ورته ويل كيږي چې دا مبتذل شى مه خپروه نو بيا خو همدغه وزير صاحب ته ورسه او په سالمه توګه غوښتنه وكړه چې درته د موضوعاتو په جوړولو كې مرسته وكړي او همداسې نورو منابعو ته مراجعه وكړه او د هغو څخه وغواړه چې ډېر ښه ګټور مطالب درته چمتو كړي تر څو خپلو خويندو او وروڼو ته ښه خدمت وړاندې كړې او د ننيو تيارو څخه يې راوباسې .
ولې د Peace په نامه په يوه ټلويزيوني شبكه كې ډېر ښه دينې مسالې او ډېرې ښې څېړنې خپريږي نو آيا دا ممكنه نده چې موږ يې په پښتو او دري ژبو باندې وژباړو او خپره يې كړو او كه بالفرض هيڅ شى نشې موندلاى نو بيا خو د مبتذلو شيانو تر خپرولو دا ښه ده چې خپله شبكه وتړې نه دا چې خلك پرې ګمراهان كوې .
دا نو ګومان كوم څه نا څه جوته شوه چې هر شي كې يو تاثير وي او د يو ملت كلتور هم بدلېدلاى او اغيزمن كېدلاى شي او د هغه ساتل په هماغه ملت پورې تعلق لري او د ساتنې په خاطر يې ستره دنده لري .
په پاى كې بايد ووايم چې كومې بېلګې  چې لوړ موږ د ملتونو د كلتور په اړه راوړي په دې مانا نده چې ګواكې د كلتور ټول اړخونه په بر كې نيسي بلكه فقط د مطلب د روښانه كولو په موخه موږ هڅه وكړه يو څه ذكر كړو تر څو وكولاى شو خپل مطلب څرګند كړو . 

د پياوړو افغانانو د لا پياوړتيا  او همداسې د يو با ثبات هيواد په هيله .