د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صدام حسین

انګار 21.10.2007 04:00

دکتاب نوم               : صدام حسین )له 1937-2006)
ليکوال                    : نديم احمد
ژباړن                      : محمد معروف فروغګر
دري ژباړن               :  داکتر مسافر
دا دعراق دپخواني ولسمشر صدام حسین په اړه يو هر اړخيز کتاب دی چې دهغه دشخصي او سياسي ژوند او هم دعراق – امريکا او عراق-ايران ترمنځ دسياسي اړيکو،تاوتريخوالي او اختلافاتو په اړه په تفصیل سره ليکل شوی.
ليکوا ل د صدام حسین او امريکا ترمنځ پر پخوانۍ انډيوالۍ  او بيا څنګه دغه دوستي په دښمنۍ بدله شوه،امريکا ولې پر عراق يرغل وکړ، هلته څه په لاس ورغلل،صدام چا د دار تر تختې ورساوه... او داسې نورو مطالبو باندې رڼا اچولې.
ياده دې وي چې همداکتاب دښاغلي ډاکتر  مسافر لخوا په ۲۱۶ مخونو کې په دري هم ژباړل شوی او همدغې ټولنې خپور کړی.